کابل(پژواک، ٢٦غويى ٩٦): د زده کوونکو تر څنګ ښوونکي هم په روزنتونونو کې له جنسي ځور سره مخ کېږي، خو په دې ځايونو کې وېره او ډار حاکم دى، ټول د حقيقت له ويلو ډډه کوي چې دا هم د انساني قاچاق يو بل ډول دى.
د وېرې او ډار يو لامل دادى چې ځينې بې سرپرسته نجونې او ښوونکي يې چې مور او پلار يې له لاسه ورکړي او د استوګنې لپاره بل کوم ځاى نه لري، د حقايقو د بيانولو پرمهال ډارېږي چې له روزنتونونو به وشړل شي او د سړک پر غاړه به پاتې شي، خو د افغانستان د ولسي جرګې يوې غړې دا موضوع افشا کړه.
ناهيد فريد: دعلاء الدين روزنتون کې نجونې له جنسي ځور او ازار سره مخ کېږي
په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازې ناهيد فريد، څه موده وړاندې په ولسي جرګه کې ويلي وو چې ((په علاوالدين روزنتون کې يتيمې او بې سرپرسته نجونې له جنسي ازار او ځور سره مخ دي.))
خو مېرمن فريد اوس اوس پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کابل ښار د تهيه مسکن په روزنتون کې د ماشومانو د اعتصاب راپور هم ولسي جرګې ته رسېدلى او لا هم دوام لري.
مېرمن فريد څرګنده کړه چې کله له ماشومانو د اعتصاب لامل وپوښتل شو، نو ويل يې چې له اخلاقي او مالي ستونزو سره مخامخ دي.
نوموړي وويل، وروسته له هغه چې ياده شوې موضوع يې د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې مطرح کړه، يو شمېر زيانمن ورغلل او ترې ويې غوښتل چې موضوع يې وڅېړل شي.
د خلکو دغه استازې زياتوي چې د روزنتونونو د مديريت له لوري دغو نجونو ته ډېرې ننګونې جوړېږي، خو نجونې يې له ويلو ډډه کوي.
د نوموړې په خبره:((د نجونو د روزنتونونو ښوونکي ډېرې ستونزې لري، يعني له جنسي ځورونې سره مخې شوې دي، په روزنتونونو کې وېره او ډار شته، خو دوى نه غواړي چې په ډاګه شي.))
هغې زياته کړه :((ولسي جرګې يو پلاوى وټاکه، دوى لاړل او ساحه يې وليدله، خو د نجونو په سر داسې کسان ټاکل شوي وو چې دوى د زړه خبرې ونه شي کړلى.))
د کار او ټولنيزو چارو وزارت: دا موضوع حقيقت نه لري، خو د ولسي جرګې له لوري ورته لمن وهل کېږي
د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت وياند عبدالفتاح عشرت احمدزي، د ولسي جرګې د استازې دغه خبرې په کلکه رد کړې او هغه يې يوه توطيه وبلله.
هغه زياته کړه:((دا مسئله چې د ولسي جرګې له لوري ورته لمن وهل کېږي، په پرېکنده ډول به يې تعقيب کړو.))
دغې سرچينې په تازه ډول پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسي جرګې پلاوى ټاکلى چې دا موضوع وڅېړي، خو داسې هېڅ کومه موضوع پيدا نه شوه چې د مېرمن فريد د خبرو پخلى وکړي، نو په دې اساس اړتيا پېښه نه شوه چې وزارت هم پلاوى وټاکي، ځکه چې وزارت د وضعيت له څرنګوالي خبر دى.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت: هېڅ دولتي او نا دولتي بنسټ ته له روزنتونونو د ليدو اجازه نه ورکول کېږي
د پژواک خبريال د ورته قضيو د موندلو او قربانيانو سره د مرکو لپاره د ځينو روزنتونونو د ليدوغوښتنه وکړه، خو اجازه ورنه کړل شوه، ځکه چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د روان کال د وري په ٣مه نېټه د روزنتونونو رياست ته يو مکتوب استولى چې په متن کې يې راغلي دي:((دا چې د روزنتونونو عمومي رياست د وزارت له حساسو او زيانمنو واحدونو څخه دى، ايجابوي چې هر وخت ورته د وزارت مقام او مشرتابه لوري ورته جدي پاملرنه وشي.))
په مکتوب کې زياته شوې چې دې ته په پام سره لارښوونه کېږي چې د وزارت مقام له خبرولو پرته هېڅ کوم شخص، دولتي او نا دولتي بنسټ نه شي کولى چې له روزنتونونو ليدنه وکړي.
د روزنتونونو چارواکي او د ليليې امرين هم ددغه حکم د عملي کولو په برخه کې د وزارت مقام ته مسوول دي.
څارنوالي: د يادې موضوع د څېړنې لپاره پلاوى ټاکل شوى
د لويې څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ځايونو کې د شته قضيو په تړاو په دې وروستيو کې ارګ حکم صادر کړى دى.
هغه زياته کړه چې د ياد شوي حکم پر بنسټ، يو پلاوى ټاکل شوى او داسې موارد يې تر لاسه کړي چې بايد د قانون له احکامو سره سم د قضيو له مرتکبينو سره چلند وشي.
رسولي که څه هم د ګومارل شوي پلاوي له لوري د تر لاسه کړو مواردو په اړه جزييات ورنه کړل، خو ويې ويل چې د لويې څارنوالۍ همکاران و په دې برخه کې کار پيل کړى، هر وخت چې د محکمې حکم نهايي شي، له رسنيو سره به يې شريک کړي.
له بلې خوا ويل کېږي چې په امن خونو کې د جنسي تېري قضيې هم شته، خو د ښځو چارو وزارت دغه موضوع رد کړې ده.
د ښځو چارو وزارت د امن خونو مشرې نازيې قيضي پژواک ته وويل چې په امن خونو کې د جنسي تېريو موضوع شتون نه لري.
هغه زياته کړه:((کومې ښځې چې دلته يې ساتنه کېږي، تر ډېره هغه څوک په کې شامل دي چې په بدو کې ورکړل شوي، له قانوني عمر نه وړاندې او يا يې هم د زور واده کړى، کورني تاوتريخوالي او د کورنيو وهل ډبول يې تجربه کړي دي.))
هغه زياته کړه، دا چې دغه کسان څوک د سړک پر سر نه پرېږدي، تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي، د بشري حقونو کميسيون، ښځو چارو وزارت او يا هم قوماندانۍ له لوري امن خونو ته ورپېژندل کېږي، د اداري پړاوونو له وهلو وروسته يې ملاتړ کېږي.
سرچينې څرګنده کړه ، کومې ښځې چې د ياد شوي مرکز تر پوښښ لاندې راغلې، د استوګنې د وړيا امکاناتو د تر لاسه کولو تر څنګ له روغتيايي خدمتونو، رواني او درمليزو مشورو هم ګټه اخيستلى شي، هر وخت چې چمتو وي د خپل مدافع وکيل په مرسته يې د عدلي او قضايي ارګانونو له لوري د قضيې په حل کې مرسته کېږي.
هغه زياته کړه چې مېرمنې خپلې ستونزې هغو مدافع وکيلانو ته استوي چې د ملاتړو مرکزونو تر پوښښ لاندې دي، مدافع وکيلان موضوع د امکان تر کچې لومړى په کورنيو کې د تاوتريخوالو له عاملينو سره شريکوي او نهايي هڅه کوي چې د دواړو لورو قناعت حاصل کړي.
فيضي زياته کړه، هر کله چې قضيه په دې ډول حل نه شي، دوسيه محاکمو ته سپاري او له لارې يې تعقيبېږي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې په دې مرکزونو کې د امنيتي انديښنو سربيره، ښځو ته د خياطې، خامک دوزې او پخلي ترڅنګ د قرانکريم او نورې زده کړې هم ورکول کيږي.
اوسمهال له ٢٨ امن خونو نه شپږ هغه په کابل ولايت کې فعاليت لري. د ښځو چارو وزارت د يادو شوو خونو پر فعاليت څرنګوالى لري او تل يې د هغوى د فعاليت د ښه والي لپاره کړنلارې وړاندې کړې دي.
د ويلو ده چې په وروستيو درېيو لسيزو کې په افغانستان کې وسله والې نښتې شوې چې له امله يې ګن شمېر ماشومان يتيم او بې سرپناه شوي دي.
يادو ماشومانو د خپل ژوند د پايښت لپاره په امن خونو او يا هم روزنتونونو کې ژوند غوره کړى، خو هلته هم خوندي نه دي او کله کله له انساني قاچاق سره مخ کېږي.
هغه راپور کې چې په ٢٠١٦ کال کې د امريکا متحده ايالاتو له لوري خپور شوى، څرګندوي چې افغان ماشومان په روزنتونونو کې زيانمن شوي او کله کله هم له انساني قاچاق سره مخ کېږي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق يا يونيسف په راپور کې هم راغلي چې افغان ماشومان د افغانستان په داراليتامونو کې له ذهني، جسمي او جنسي ځور سره مخ دي او کله کله له انساني قاچاق سره هم مخ کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د انسانى او کډوالو له قاچاق سره د مبارزې قانون په درېيمه ماده کې هم راغلي چې د انسان له زيانمن حالت او يا مجبوريت نه ګټه اخيستل هم انساني قاچاق ګڼل کېږي.
په دې ماده کې چې دګټه اخيستنې لپاره پر ماشومانو تسلط هم انساني قاچاق ګنل کېږي، سره ددې چې له خپل واک ځواک نه ناوړه ګټه اخيستنه، ګواښ او او يا له مجبوريت نه ګټه اخيستنه هم هم په کې نه وي شوې.










