منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۵ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کندهار کې د ټاپي پروژې په اړه د پوهاوي غونډه جوړېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۶ کتنې

کندهار (پژواک، ۲۷ غویی ۹۶): د کانونو وزارت غواړي په نږدې راتلونکي کې په کندهار کې د ټاپي پروژې په اړه د عامه پوهاوي لویه غونډه جوړه کړي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک د غويي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې لړ کې د یاد وزارت اړوند د ټاپي پروژې د څانګې د ټولنیزو چارو کارپوه انجنر عبدالرحمن دوې ورځې وړاندې دې ولایت ته سفر کړی و.

هغه زیاته کړه، اړوند وزارت په نږدې راتلونکي کې په کندهار کې د ټاپي پروژې د ارزښت او عامه پوهاوي په اړه کنفرانس جوړوي.

په دغه کنفرانس کې به د ټاپي پروژې په ارزښت خبرې وشي، خلکو ته به پوهاوی ورکړل شي او د پروژې د ښه تطبیق په موخه به د هغوی غوښتنې او نظریات واورېدل شي.

خپلواک وویل، د کانونو وزارت دغه پلاوی په پام کې لري ټولو هغو ولایتونو ته سفر وکړي چې د ټاپي نل لیکه ورڅخه تېرېږي.

د ټاپي نل لیکه د افغانستان په برخه کې له هرات، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تېرېږي.

د کندهار مالي او اداري مرستیال عبدالحنان منیب پژواک اژانس ته وویل، د ټاپي پروژه د نورو ولایتونو تر څنګ د کندهار پر امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت ښه اغېز لري.

هغه زیاته کړه، د کندهار امنیتي وضعیت تر ډېرو نورو ولایتونو ښه دی، دلته خلک له امنیتي ځواکونو سره همکار دي او د پروژې د ښې پلي کېدا لپاره شرایط برابر دي.

خو دی وايي، د کندهار د اوسېدونکو غوښتنه دا ده چې څومره ژر کېدای شي د دې مهمې پروژې عملي چارې پیل شي او دوی ته په کې د کار زمینه برابره شي.

نوموړی دغه راز غوښتنه کوي چې په دې پروژه کې دې د کندهار انجنیرانو ته هم د کار حق ورکړل شي.

د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان تر منځ د غازو د لېږد پر دغه نل لیکه ۱۰ میلیارډه ډالر لګښت راځي چې ټاکل شوې ده د ۲۰۱۹ کال تر پایه یې د غځولو کار بشپړ شي.

دا نللیکه ۱۸ سوه کیلو متره اوږدوالی لري چې له ترکمنستان څخه د افغانستان د هرات، نیمروز، هلمند او کندهار له لارې د پاکستان له کویټې او ملتان څخه هندوستان ته غځول کېږي.

دغه نللیکه به په کال کې د ۳۳ میلیارده کیوبک میتره غاز د لېږد وړتیا ولري چې د افغانستان لپاره لنډمهالې او اوږدمهالې ګټې لري.

هر کال به پاکستان افغانستان ته د ترانزیټ په برخه کې سلګونه ميلیونه ډالر ورکوي، افغانستان به هر کال له ۰،۶ میلیارده متر مکعب غاز څخه برخمن کېږي او له هغو ولایتونو څخه چې نللیکه په کې تېرېږي خلکو ته د کار زمینه برابرېږي.

نورې ګټې یې دا دي چې په سیمه کې به سوداګري ورسره وغوړېږي، په همدې مسیر کې به نورو پروژو لکه د اورګاډي پټلۍ غځولو، د برېښنا لېږد او د انټرنیټ فایبر کیبل لپاره هم زمینه برابره شي او بهرني پانګوال به پانګونې ته زړه ښه کړي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه