منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۰ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولسمشر د يکاولنګ- دره صوف لويې لارې جوړولو کار پرانيست

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۵ کتنې

باميان (پژواک، ٢٨ غويى ٩٦): د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني نن باميانو ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د باميانو د يکاولنګ او د سمنګانو د دره صوف سرک پرانيسته وکړه.

د يادې ١٧٨ کيلومتره لويې لارې د جوړولو قرارداد چې د شمال-سوېل دهلېز په نوم هم يادېږي، د تېر کال د مرغومي مياشتې په لسمه نېټه د فواید عامې او د CRBC په نوم د يوه چينايي سړک جوړونې شرکت تر منځ په ارګ کې لاسليک شوى و.

د يادې پروژې لګښت ٢٠٤ ميليونه او ٩٠٠ زره امريکايي ډالره کېږي.

ولسمشر غني چې نن له خپل دويم مرستيال سرور دانش، د چين له سفير او د کابينې او ملي شورا له يو شمېر غړو سره يو ځاى باميانو ولايت ته د خپل سفر پر مهال د دې لويې لارې د جوړولو کار په رسمي ډول پيل کړ.

د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني، د يادې پروژې پرانيسته ډېره مهمه وبلله او ويې ويل، نن د يادې پروژې د پرانيستې لپاره د هېواد په هره څنډه کې خلک خوښي څرګندوي.

هغه زياته کړه: "موږ د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او پراختيا لپاره بنسټيزو پروژو ته لومړيتوب ورکړى او دا چې نن د يادې ملي پروژې کار پيلېږي، ډېر پرې خوشاله دي او چارې يې هم د يوه چينايي شرکت له لوري پر مخ وړل کېږي، چې د يادې پروژې په بشپړېدو سره به د هېواد شمال له سويل سره ونښلول شي او په ترڅ کې يې باميان هم پر يوې اقتصادي څلورلارې بدلېږي."

د عامه ګټو وزير محمود بليغ وويل، دغه پروژه د اسيا پراختيايي بانک له لوري عملي کېږي او د هېواد د شمال او سوېل د نښلوونکي دهلېز يوه برخه ده.

هغه زياته کړه چې دغه سړک ١٨٧ کيلومتره اوږدوالى، ٧ متره پلنوالى او دوه متره غاړې لري چې پر دې سربېره اته پلونه، ١٩٤ پلچکونه او ٥٩٥٠ متره استنادي دېوالونه لري چې ټاکل شوې په ١٢٧٨ کاري ورځو کې ګټې اخيستو ته وسپارل شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ دويم مرستيال محمد سرور دانش هم د دې پروژې پرانيسته د افغانستان په ځانګړي ډول د سمنګان او باميانو اوسېدونکو لپاره ډېره مهمه وبلله او زياته يې کړه چې په روان کال کې به په مرکزي سيمو کې ډېرې بنسټيزې پروژې ترسره شي.

د ويلو ده، له ولسمشره د هرکلي په موخه د باميانو ولايت د بېلابېلو سيمو زرګونه اوسېدونکي د يکاولنګ ولسوالۍ دشت خم سيمې ته راغلي وو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه