منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۶ غ.م
۴°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

د تېلو د ګمرکي محصول له اړخه دوه پوروړي شرکتونه د ٤٠٤ ميليون افغانيو له ورکړې ډډه کوي

· ۹ دقیقې لوستل · ۸۶ کتنې

کابل (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٦): افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته د تېلو دوه واردوونکو شرکتونو د ګمرکي محصول د معافيت له فورمونو څخه په ګټې، افغانستان ته شاوخوا ١٤ ميليون اضافي تېل را وارد کړي، چې له دې امله له دولت څخه ٤٠٤ ميليون افغانۍ پوروړي دي.

ان سي اس (Nordic Camp Supply) او ان اف سي (National Fuel Corporation LTD) هغه ډنمارکي او افغاني شرکتونه دي، چې د معافيت له فورم څخه په استفادې يې افغانستان ته تېل را وارد کړي دي.

ان سي اس (NCS) يو ډنمارکي شرکت دى، چې په افغانستان کې د کندهار هوايي اډې، کابل پوځي ځواک، مزارشريف کې د جرمنيانو کمپ، د هرات هوايي ډګر او نورو څو اډو او پوځي مرکزونو ته تېل او روغنيات رسوي.

ياد شرکت چې له تېرو اوو کلونو راهيسې په افغانستان کې فعاليت کوي، افغانستان کې د سوپريم په نوم د يوه بل پخواني شرکت ځاى ناستى شوى دى، چې سوپريم د ايتلافي ځواکونو د قرارداد له لاسه ورکولو سره له افغانستان څخه د افغانانو په ميليونو افغانيو پور سره له هېواد وتښتېده.

داسې ګومان هم کېږي، چې د ان سي اس (NCS) شرکت، ماليې وزارت ته د ٣٣٠ ميليون افغانيو د نه ورکړې له امله په دويم سوپريم بدل شي، خو له دې ټولو پورونو سربېره بيا هم لويې څارنوالۍ تر اوسه پورې د ياد شرکت د فعاليت او سفر کولو د ممانعت حکم نه دى صادر کړى.

ان اف سي  (NFC) بيا افغانى شرکت دى، چې د بګرام هوايي اډې ته تېل او روغنيات وړاندې کوي.

د ماليې وزارت د ١٣٩٦ د غويي مياشتې د ٦مې نېټې د مکتوب پر بنسټ، چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړې، د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستيال د ١٣٩٤ لمريز کال د ليندۍ په ٢٢ مه نېټه، په قضايي چارو کې د څارنوالۍ ادارې لومړي مرستيال ته د يوه پلاوي په مشرۍ د (NCS) او (NFC) شرکتونو له لوري د اضافي تېلو د لېږد د څرنګوالي په اړه دنده سپارلې وه، چې ياد پلاوي د خپلو څېړنو پايله له ولسمشر غني سره هم شريکه کړې او ولسمشر له دې ملاحظې وروسته د ماليې وزير ته لارښوونه کړې وه، څو په دغه برخه کې ګام پورته کړي.

د ماليې وزارت د ١٣٩٦ لمريز کال د وري د ١٤مې نېټې د پلاوي د يوه راپور پر بنسټ چې د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په دنده ګومارل شوى و، ليکلي چې د (NCS) شرکت د ماليې وزارت له اړونده ادارې څخه د معافيت فورم په ترلاسه کولو سره له ١٣٨٧ لمريز کال تر ١٣٩٠ کال پورې د تورخم، سپين بولدک او شېرخان بندرونو د محصول له ورکړې، ماليې او نورو ګمرکي عوارضو پرته ١١،٤ ميليون ليټره اضافي تېل وارد کړي دي، چې له دې جملې يې د ځنډ د جرمونو په ګډون د درېيو ورځو په موده کې د کابل د ګمرک رياست ته مراجعه او د يادې شوې اندازې پيسو د ورکړې لپاره ګام پورته کړي.

دغه راز د ١٣٩٦ کال د وري مياشتې د ماليې وزارت د عوايدو او ګمرکاتو معينيت د ٢٨مې نېټې په يوه مکتوب کې د ان سي اس (NCS) له شرکت غوښتل شوي، چې د يوې اونۍ په موده کې د محصول په تحويلۍ او د تېلو د لېږد اضافي اندازې د ګمرکي عوارضو په برخه کې ګام پورته کړي.

دغه راز د ماليې وزارت د ١٣٩٦ کال د وري ١٤مې نېټې په مکتوب کې راغلي، چې د (NFC) شرکت د ماليې وزارت له اړونده ادارې څخه د فورم په ترلاسه کولو څخه په استفادې، په ١٣٨٩ لمريز کال کې د تورخم له بندر څخه د محصول، ماليې او نورو ګمرکي عوارضو له ورکړې پرته ٢،٦ ميليون ليټره اضافي تېل هېواد ته را وارد کړي، چې له دې امله بايد د کابل ګمرک ته مراجعه وکړي او د ځنډ په جرايمو سربېره د درېيو ورځو په موده کې د ٧٤ ميليون افغانيو د ورکړې لپاره لاس په کار شي.

خو د ماليې وزارت د ګمرکونو عمومي رياست د بښنې د عمومي مديريت د ١٣٩٦ کال د غويې د ٦مې نېټې په مکتوب کې راغلي: “د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مقام د لارښوونې پر بنسټ، يادې ادارې د محصول د ورکړې او نورو ګمرکي عوارضو د محصول لپاره د (NCS) او د(NFC) شرکت ته پرله پسې مکتوبونه لېږلي دي، خو يادو شرکتونو تر اوسه پورې په دې اړه ګامونه نه دي پورته کړي.”

په دغه مکتوب کې د ګمرک له عملياتي رياست غوښتنه شوې چې يادو شرکتونو تشخيصيه نمبر (TIN) تر دويم حکم پورې وتړي، څو د محصول د ورکړې او نورو اضافي نفتي توکو د ګمرکي عوارضو لپاره ګام پورته کړي.

ډنمارکي ان سي اس شرکت-

خو د ان سي اس شرکت يوه کارکوونکي نادر دراني پژواک خبري اژانس ته وويل، ګمرکونه يو پېچلى سيسټم لري، چې ياد سيسټم د ماليې وزارت او د ناټو د ځواکونو ترمنځ ستونزه رامنځته کړې او د تېلو د توريد شرکتونو کومه تېروتنه نه ده کړې او وارد کړي ټول تېل يې ناټو ته سپارلي دي.

نوموړي زياته کړه، دغه راز ناټو هم د ټولو وارداتي تېلو د ترلاسه کولو په اړه ماليې وزارت ته خپل راپور ورکړى او د ماليې وزارت هم په دې وروستيو کې مکتوب ورکړى، څو له شرکتونو سره څوک کار ونه لري او دغه ستونزه له ناټو سره هواروي.

هغه زياته کړه: “موږ د دې اسناد لرو، چې موږ دا تېل په ١٣٨٧ او ١٣٩٠ کلونو کې د ناټو ځواکونو لپاره له پاکستانه وارد کړي و او پاکستان هم دومره تېل نه لري چې له هغه ځايه يې موږ را وارد کړو او بيا يې په بازار کې وپلورو، موږ تېل له عربي هېوادونو پېرلي او بيا د پاکستان له لارې افغانستان ته راغلي دي.”

د هغه په وينا، کوم تېل چې د ناټو ځواکونو د لګښت لپاره راوړي، که چېرې يې د سټنډرډ اداره ولسمشر ته ورښکاره کړي او ويې ويني؛ بيا پوهېږي چې څرنګه تېل دي.

نوموړي زياته کړه: “همدا اوس ستاسو ولسمشر له دې تېلو ګټه نه شي پورته کولى، د ماليې وزارت هم تېروتنه کړې، حرفوي غله نه نيسي او کوم شرکتونه چې پاک او صاف دي، ستونزه نه لري او پيسې نه ورکوي؛ ورپسې شوي دي.”

نوموړي پژواک خبري اژانس ته له ګواښ کولو سربېره وويل، اوسمهال دا ستونزه حل شوې، د دې موضوع له خپرولو بايد ډډه وشي؛ که چېرې کوم اضافه څه وليکل شي، ياد شرکت به مجبور شي، څو له پژواک څخه په کليفورنيا کې په نړيواله حقوقي محکمه (Legal International Court) کې شکايت وکړي.

خو نوموړى په داسې حال کې، چې له يوه پلوه د دې موضوع د حل خبره کوي، له بل لوري وايي؛ ټاکل شوې راتلونکې اونۍ د شرکت چارواکي د ګمرکونو رياست سره ناسته ولري، څو ياده ستونزه په بشپړه توګه حل شي.

خو يادې سرچينې څو دقيقې وروسته يو ځل بيا له پژواک سره اړيکه ونيوله او ويې ويل: “له خپل مشرتابه سره مو خبرې وکړې، ستاسو د راپور په اړه کوم مثبت او منفي نظر نه لرو، که چېرې غواړئ په دې اړه زيات معلومات ترلاسه کړئ، هغه د ګمرکونو له رياست او يا هم د ناټو له غوڅ ملاتړ ترلاسه کړئ، د ګمرکونو د همغږۍ دفتر هم کولى شي، له تاسو سره په دې برخه کې مرسته وکړي، موږ په دې اړه کوم نظر نه لرو، موږ کوم اخطار نه دى درکړى.”

ان اف سي افغان شرکت-

د ان اف سي (NFC) شرکت استازي عظيم الله پژواک خبري اژانس ته وويل، کوم اضافي تېل نه دي وارد شوي، ستونزه د تورخم په ګمرک، ډيټابېس او پړاوونو تېرولو کې ده، ځکه هغه مهال معافيت د يوې مياشتې لپاره و او اضافي تېل او معافيت له يوه فورم د معافيت بل پورم ته لېږدول شوي دي.

هغه زياته کړه: “که چېرې اضافه هم راغلي وي، موږ له ګمرکونو، ماليې وزارت او تر دې چې له کومې برخې مو معافيت ترلاسه کړى؛ خبرې کړې او اړوندو سرچينو ته د رسولو د يوه- يوه ليټر تېلو رسيد هم لرو، په دې معنا چې ټول تېل رسېدلي دي.”

د هغه په وينا، که چېرې يې شرکت معافيت نه درلود، د تورخم ګمرک يې څرنګه اسناد له پړاوونو تېر کړي او دوى ته يې د (T1) اسناد ورکول؟ او له دې پرته د کابل په ګمرک کې د تېلو د ډکو موټرونو اسناد ولې له پړاوونو تېر شوي دي.

نوموړي وويل: “که چېرې له موږ کمه تېروتنه شوې، دوى ډېره تېروتنه کړې، که موږ معافيت نه درلود‌ى، تېل ولې له بندر تېر شوي او کابل کې نه دي درول شوي؟”

د ان اف سي (NFC) شرکت استازي زياته کړه، د ماليې وزارت له لوري پر ياد شرکت د ٧٤ ميليون افغانيو پور مطرح کېدل؛ يواځې يوه څېړنه ده او لا نهايي پرېکړه نه ده شوې؛ څو موږ بايد دغه اندازه پيسې ورکړو.

د هغه په وينا، ټول محصول، ماليې، ګمرکي عوارضو او د ځنډ جرمونو ته په پام سره ټولې پور لس ميليون افغانۍ هم نه کېږي، خو دوى ٧٤ ميليون افغانۍ ښيي، د ياد شرکت چارواکو خپله اندېښنه له ماليې وزارت او ګمرک سره شريکه کړې او که چېرې پرې ياده اندازه پيسې ثابتې شي، نو ورکړې ته يې چمتو دي.

امريکايي ځواکونه او د ناټو غوڅ ملاتړ

افغانستان کې د امريکايي ځواکونو او ناټو غوڅ ملاتړ وياند تورن بل سالوين (Bill Salvin) افغان دولت ته د يادو دواړو شرکتونو له لوري د محصول، ماليې او نورو ګمرکي عوارضو د نه ورکړې په اړه وويل: “له بده مرغه موږ اوس داسې څه نه لرو، چې له تاسو سره يې شريک کړو.”

نوموړي زياته کړه، د محصول او ماليې موضوع د افغان حکومت چارواکو پورې اړوند کېږي، چې بايد له هغوى پوښتنه وشي.

هغه زياته کړه: “له ٢٠٠٨ زېږديز کال تر ٢٠١١ کال پورې ماموريت د ايساف (ISAF) په غاړه و، چې دغه ماموريت په ٢٠١٤ کال کې پاى ته ورسېد او زموږ په ماموريت کې کومه داسې موضوع نه ده رامنځته شوې.”

پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د ماليې وزارت د وروستيو ګامونو پورته کولو په اړه معلومات ترلاسه کړي، خو د ماليې وزارت وياند اجمل عبدالرحيم زي په دې اړه پژواک ته وويل، دا ډول موضوع ته د ځواب ويلو لپاره ډېر وخت ته اړتيا ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د پژواک د يوه راپور پر بنسټ، د ولسي جرګې د ماليې او بوديجې کميسيون د روان کال د غويي په ٢٥مه نېټه ويلي، د څلورو کلونو په موده “د ١٣٩٠ کال له چنګاښ د ١٣٩٤ لمريز کال تر مرغومي مياشتې پورې” له ماليې څخه د تېلو د معافيت پر بنسټ؛ هېواد ته ٢٠ ميليارده لېتره تېل وارد شوي، چې له دې جملې يې يواځې اته ميليارده په سيسټم کې ثبت شوي، چې له امله يې د دولت عوايدو ته ١،٧ ميليارده ډالر نه دي تللي.

کميسيون د خپلو څېړنو په پايله کې ويلي، وړاندې شوي اسناد او د ماليې وزارت د چارواکو، د بهرنيو چارو وزارت د تشريفاتو رياست، د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو او په هېواد کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو څرګندونې ښيي، چې د ١٣٩٠ د چنګاښ له مياشتې د ١٣٩٤ کال تر مرغومي پورې، کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونو او افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته د وارداتي تېلو د معافيت ٢٢١٧ فورمونه اجرا شوي، چې پر بنسټ يې هېواد ته ٢٠ ميليارده او ٩٠٠ زره لېټره تېل وارد شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پژواک خبري اژانس ته څو نورو سرچينو ويلي، افغانستان ته د معافيت له فورم په استفادې هر کال ٢،٥ ميليون ټنه تېل چې ټوليز ارزښت يې شاوخوا درې ميليارده امريکايي ډالره کېږي؛ وارديږي، چې له دې جملې يې يو ميليارد پر افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو (ANDSF) لګول کېږي او پاتې نور يې کورنيو بازارونو ته وړاندې کېږي. د يادو توکو پيسې د امريکا له لوري ورکړل شوې دي.

پر دې سربېره ايتلاف او ناټو ځواکونه ډېره اندازه نفتي توکي افغانستان ته را واردوي، خو د قراردادونو ارزښت يې عامه خلکو ته معلوم نه دى.

د سرچينې په وينا، د دغو روغنياتو ډېرى برخه له روسيې، اذربايجان، ترکمنستان او ايران څخه وارديږي، دغه راز له پاکستان او ځينو اروپايي هېوادونو، لکه يونان هم افغانستان ته نفتي توکي وارديږي.