منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۶ غ.م
۴°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پاکستان د وېزو اخیستو پروسه کې ځنډ او فساد خلکو ته ستونزې راولاړې کړې

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۸۶ کتنې

کابل (پژواک، ۳۰ غويی ۹۶): د وېزو د اخيستونکو ډېروالی او د اسانتیاوو نه شتون لامل شوی څو د ويزې اخیستو لپاره سلګونه کسان په کابل کې د پاکستان د سفارت مخې ته څو شپې پاتې شي.

خو ياد سفارت ستونزې په افغانانو پورې اړوند ګڼي او زياتوي چې دوی هره ورځ زرګونو افغانانو ته وېزې ورکوي.

د پژواک خبري اژانس خبريال د شپې په دوو بجو په کابل ښار کې د پاکستان سفارت مخې ته تللى و چې د شاوخوا ۲۰ مېرمنو په ګډون نږدې ۳۰۰ کسان په دې نيمه شپه کې د سفارت مخې ته په کوڅه او د سړک غاړې پراته وو. دوى د شپې ځکه راغلي چې د ويزې لپاره ژر نوبت ترلاسه کړي.

هغه کسان چې د پاکستان ويزه اخلي؛ نو د ياد سفارت مخې ته د شپې له نهو بجو تر سهاره انتظار باسي، څو د ويزو د اخيستو لپاره خپل پاسپورټونه او نور اسناد وسپاري.

د پژواک خبريال زياتوي، ډېری هغه کسان پاکستان ته سفر کوي چې د کورنۍ غړي يې ناروغ وي او يا لا هم په پاکستان کې د کډوالۍ ژوند تېروي او دواړو هېوادونو ته د مړي ژوندي لپاره تګ راتګ کوي.

دغه راز په دغو کسانو کې سوداګر، کاروباريان او محصلين هم شامل دي.

له دغو کسانو يو شمېر يې له ځان سره کمپلې او نور اړين توکي هم راوړي او يو شمېر نور بيا په خپلو څادرونو کې ويښ ناست وو.

د پاکستان د سفارت مخې ته د افغان پوليسو له خوا يو تن چې له تېرې ورځې څخه پاتې وي، مسوول ټاکل کېږي، څو له نورو فورمې، پاسپورټونه او اسناد راټول کړي او نومونه يې وليکي.

د پاکستان د ويزو ډېری اخيستونکي شکايت کوي چې ځيني کارکوونکي ډېر لږ کار کوي او يو شمېر کسان د افغان پوليسو له خوا د رشوت په بدل کې له نوبت پرته اسناد سپاري.

د پکتيا ولايت اوسېدونکي حکمت الله چې مور يې ناروغه ده او د درملنې لپاره يې پاکستان ته بيايي، د ويزې لپاره نيمه شپه راغلى و، پژواک خبري اژانس ته وويل، دلته ټول رشوت چلېږي، نوره خبره نشته، څوک چې مشر شي هغه پر خپل سر چې هر ډول يې زړه وي، کار کوي.

هغه وايي: ((دلته ټول کار پوليسو او د ملي اردو په جامو کې خلکو خراب کړى دى، له خلکو پيسې اخلي او هغوى ته ژر ويزې ترلاسه کوي."

حکمت وايي: "موږ څه وکړو، له لرې ځايه راغلي يو، درې - څلور شپې کېږي چې دلته پروت يم، هېڅوک مې غمه هم نه خوري. "

د پاکستان د ويزې اخيستو لپاره بل کس بلال احمد پژواک ته وويل: "پوليس څه چې ملا يې هم پيسې اخلي، د پاسپورټ او ويزو استازو ته چې پيسې ورنه کړې، دوی ستا کار ځنډوي، څو اړ شې او پيسې ورکړې "

هغه چې له ننګرهار څخه کابل ته د پاکستان د ويزې اخيستو لپاره راغلي وو، نه يوازې د سفارت له کارکوونکو شکايت درلود، بلکې په پاکستان کې يې هم د پاکستاني ځواکونو له ناسم چلند شکايت درلود.

د نوموړي کورنۍ په پاکستان کې ژوند کوي.

همداراز، له لوګر څخه راغلي ۴۰ کلن محمد ادريس پژواک ته وويل: "زه له لوګره پرون درې بجې راغلی يم او بيا درې بجې د شپې راغلم، هغه څوک چې نماينده وي؛ هغه هم پر خپل سر کسان دننه کوي، پوليس هم پيسې اخلي؛ دلته هېڅ کار نه کېږي، سراسر فساد دی. "

هغه وويل چې غواړي خپله ناروغه مېرمن د درملنې په موخه پاکستان ته بوځي.

محمد ادريس وايي، د شپې له دوولسو بجو را وروسته خلک يواځې د نوبت نيولو په موخه د سفارت مخې ته راځي او د سفارت کارکوونکي سهار اته نيمې بجې رسمي کار پيلوي.

نوموړي له خپلو خلکو هم شکايت درلود او ويل يې چې کله د سفارت کارکوونکي د ويزو د لګولو په موخه پاسپورټونه اخلي؛ نو په يو ځل نږدې ۵۰ تنه پر هغې کړکۍ ورټولېږي او په وينا يې د سفارت کارکوونکي مجبورېږې چې کړکۍ وتړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند شکېب مستغني پژواک اژانس ته وويل چې په دې اړه د وزارت کونسلي رياست د پاکستان د سفارت له چارواکو سره اوږده بحثونه کړي ا و د دې ستونزې تر هواري پورې به دا خبرې اترې روانې وي.

هغه زياته کړه چې د پاکستاني سفارت مسوولينو ورسره د دې ستونزې د هواري ژمنې کړې دي.

دى وايي، اساسي ستونزه دا ده چې د ويزو مراجعين زيات او د ورځې تر دوو زرو ډېر کسان د ويزو لپاره ورځي.

مستغني دا هم وويل چې له پاکستان سره يې خبرې کړې، څو دوى هم د ويزې د ورکړې موضوع خصوصي سکتور ته وسپاري.

په کابل کې د اسلام اباد د سفارت مطبوعاتي اتشه اختر منير پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى په اونۍ کې پنځه ورځې خلکو ته ويزې ورکوي، د جمعې او شنبې ورځو کې رخصت وي.

هغه زياته کړه چې د اونۍ په لومړيو ورځو کې چې د خلکو ګڼه ګوڼه زياته وي، دوى ډېرې ويزې ورکوي، خو په وروستيو کې بيا دا کچه لږه ټيټه شي.

نوموړى وايي، دوى په کابل، جلال اباد، کندهار، مزار شريف او هرات ښارونو کې هره ورځ له درې نيمو تر څلورو زرو پورې ويزې ورکوي.

اختر منير وويل، عاجلو ناروغانو ته، د سفارت او کونسلګريو د مسوولينو له خوا د هغوی د اسنادو تر کتلو وروسته، په بېړنۍ توګه په هماغه ورځ ويزې ورکوي.

د پاکستان د سفارت مطبوعاتي اتشه زياتوي چې د مراجعينو د زياتوالي او ګڼې ګوڼې له امله د دوى کارکوونکي د شپې تر ناوخته پورې کار کوي او سهار هم وخته په کار پيلوي.

د نوموړي په وينا، د بل هېڅ هېواد سفارت په يوه ورځ دومره ويزې نه ورکوي، څومره چې دوى افغانانو ته په يوه ورځ کې دومره ويزې ورکوي.

دى وايي، د پاکستان حکومت هم په پلان کې لري چې د ويزې ورکولو کار خصوصي سکتور ته ورکړي چې ورسره به ويزه اخيستونکو ته اسانتيا پيدا شي.

اختر منير له سفارت څخه بهر د کمېشن کارانو له خوا د پيسو اخيستلو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې نه د سفارت او نه هم په کونسلګريو کې يې کارکوونکي په دغه کار کې دخيل دي.

د هغه په وينا، که چېرې دغه کار کېږي، نو هغه له دفترونو بهر افغانان کوي او دا د افغان حکومت کار دى چې مخه يې ونيسي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه