منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۰ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندهار ، لغمان او زابل کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۱۷ کتنې

کندهار ، مهترلام، کلات (پژواک، ۳۰ غويی ۹۶): چارواکي وايي چې په کندهار ، لغمان او زابل ولايتونو کې د عملياتو پر مهال لسګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار په معروف او ارغستان ولسواليو کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو تر منځ په نښتو کې ۲۰ وسله والو او ۸ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني دغويي په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو د معروف ولسوالۍ په غونډۍ سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې د پولیسو له مقاومت سره مخ شوي دي.

هغه زیاته کړه، د دواړو لورو تر منځ په جګړه کې ۷ وسله وال وژل شوي او ۸ تنه ټپیان دي، دغه راز ۴ پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

دی وايي، د پولیسو ټپونه ژور نه وو او د درملنې لپاره روغتون ته رسول شوي دي.

د ارغستان ولسوالۍ په نرغل سیمه کې هم د وسله والو او پولیسو تر منځ جګړه شوې ده.

درانی وايي، جګړه هغه مهال ونښته چې وسله والو د پولیسو پر امنیتي پوستو برید وکړ.

د ده په خبره، له برید وروسته جګړې شاوخوا یو ساعت دوام کړی چې پر مهال یې ۵ وسله وال وژل شوي، خو پولیسو ته زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د هوا له ګرمېدو سره په کندهار کې د ناامنۍ پیښې ډېرې شوې دي.

د يو بل خبر له مخې، په زابل ولايت کې د يوه هوايي بريد په ترڅ کې د يوه قوماندان په ګډون پنځه وسله وال وژل شوي دي.

ددې ولايت د والي وياند ګل اسلام سيال پژواک اژانس ته وويل، چې پرون ناوخته د کلات ښار اړونده دسرخکانو په سيمه کې د هوايي بريد پر مهال د بريالي په نامه يو قوماندان له خپلو څلورو ملګرو سره وژل شوى دى.

دغه راز هغه زياته کړه، په نوبهار ولسوالۍ کې بيا يو طالب د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوى دى. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بلخوا د لغمان چارواکي وايي، چې د سېلاب پنځه په نوم د افغان ګډو ځواکونو په تصفيوي عملیاتوکې  نن ١٥ نورو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ولايت مقام لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه راز د وسله والو مخالفينو يو شمېر وسلې او وسايط هم له منځه وړل شوي او دېرى کلي له هغوى پاک شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه