کندهار (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۶): د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر وايي، د کندهار د ارغنداب سیند د محافظوي دېوال جوړولو چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي.
انجنير نصير احمد دراني دغه څرګندونې نن د غبرګولي په لومړۍ نېټه کندهار ته د خپل سفر پر مهال وکړې.
دراني وویل، د ارغنداب پر سیند د محافظوي دېوال جوړول د کندهار د خلکو لپاره یوه مهمه او حیاتي پروژه ده چې په بشپړېدو یې د دې ولسوالۍ ۳۰ زره جریبه کرنیزې ځمکې او د انارو باغونه د سېلابونو له ګواښ او ویجاړېدو ساتل کېږي.
هغه زیاته کړه، دغه پروژه د ارغنداب او نورو ګاونډیو ولسوالیو د اقتصاد او کرنې په وده کې مهم رول لري.
د ده په خبره، د ارغنداب سیند په اوږدو کې پر دواړو څنډو د ۳۱ کیلومتره په واټن د محافظوي دېوال د جوړولو چارې دوه کاله وړاندې د اړوند وزارت په ۲۲،۳ میلیونه ډالره لګښت پیل شوي چې تر دې مهاله یې ۸۰ سلنه چارې بشپړې شوي دي.
دی وايي، د دغې پروژې د بشپړېدو په لړ کې ۱۰۰ زره جریبه هغه ځمکې چې د سېلابونو په پایله کې ویجاړې شوې او په غیر کرنیزو ځمکو بدلې شوې وې، بېرته په کرنیزو ځمکو بدلې شي.
په دې پروژه کې نه یواځې د ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو ته کار موندل شوی، بلکې له ۱۰۰ زره ډېر خلک به یې له ګټو برخمن شي.
دراني وویل، تمه ده د روان ۱۳۹۶ لمریز کال تر پایه د دغې پروژې کارونه بشپړ شي.
له دې سره په څنګ کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر هغه ۴ کیلومتره سړک هم پرانیست چې د کرنیزو علومو او ټکنالوجۍ ملي پوهنتون له عمومي سړک سره نښلوي.
د سړک د پرانیستلو په مراسمو کې د کندهار والي تورنجنرال زلمي ویسا او یو شمېر نورو چارواکو هم ګډون کړی و.
وزیر وویل، د دغه سړک پر جوړولو ۳۲ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د اړوند وزارت له بودیجې ورکړل شوي دي.
نوموړي د یادو شوو پروژو له پرانیستې او لیدنې وروسته د کندهار له والي، پرمختیايي شوراګانو له مشرانو او مخورو سره هم ولیدل.
login or register a new account.