ژبه

ناټو: په داعش مو د عملیاتو تمرکز د هغو د ژر له منځه وړو لپاره دی

توسط جاويد هميم کاکړ

مې 24, 2017 - 12:14 pm

Views: 70

کابل (پژواک، ٣ غويی ٩٦): ناټو وايي چې په افغانستان کې يې پر داعش ځکه تمرکز زيات کړى چې غواړي دغه ډله ژر تر ژره له منځه يوسي.

دغه څرګندونې په افغانستان کې د ناټو د روزنې ماموريت د عامه اړيکو مسوول او د امريکايي ځواکونو وياند تورن ويليم وېلسن د غويي په ٣مه له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې پر مهال کړې دي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې امريکا او نور نړيوال د طالبانو پر ځاى اوس پر داعش زيات تمرکز کوي، وويل لکه څرنګه چې د ناټو عمومي قوماندان جنرال نيکولسن په ډاګه کړې چې دوى غواړي په افغانستان کې داعش له منځه يوسي، په همدې موخه يې پرې تمرکز هم زيات کړى دى.

خو تورن ويليم وېلسن وايي، دا په دې معنا نه ده چې د ټولو عملياتو تمرکز پر داعش دی، همدا اوس افغان او امريکايي ځواکونو په کندوز ولايت کې پر طالبانو فشار زيات کړى دى.

په هېواد کې د وروستيو امنيتي پېښو او د راتلونکو وړاندوينو په اړه د امريکايي ځواکونو دغه ویاند وايي چې د امنيتي حالاتو په اړه بايد افغان امنيتي ارګانونه معلومات ورکړي.

خو نوموړي زياته کړې چې دوى د راتلونکو امنيتي حالاتو وړاندوينه نه شي کولى.

تورن ويليم وايي: ((موږ پر افغان ملي دفاعي ځواکونو باور لرو، دوى اوس ډېر پياوړي شوي او د روان جګړه ييز موسم لپاره يې ښه چمتووالى نيولى دى.))

هغه زياته کړه چې ناټو او امريکايي ځواکونه له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ دي او نه پرېږدي چې لويې سيمې د دښمن له خوا ونيول شي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې امنيتي پېښې زياتې شوې دي، په شمال کې د شاهين قول اردو پر قوماندانۍ تر بريد وروسته په زابل، کندهار، ننګرهار او يو شمېر نورو سيمو کې د عامو خلکو تر څنګ افغان امنيتي ځواکونو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

همداراز د ملي شورا ځيني غړي او شنونکي وايي، د حکومتي مشرانو تر منځ اختلافات او په امنيتي ارګانونو د سوق او ادارې کمزورتيا د دې لامل شوي چې د وسله وال مخالفينو مورال لوړ شي او د ولايتونو پر مرکزونو بريدونه ترسره کړي.

د راپورونو له مخې، وسله والو د روانې مياشتې په لومړيو کې د منصوري په نوم پوځي عمليات اعلان کړل او ورسره يې خپلو بريدونو ته زور ورکړى دى.

د دغو عملياتو پر مهال وسله والو څو ولسوالۍ ونيوې او هم يې د څو ولايتونو، لکه فارياب، کندوز، بغلان، غزني او اروزګان پر مرکزونو ډله ييز بريدونه وکړل.

login or register a new account.