کابل (پژواک، ٤ غبرګولى ٩٦): د ښار جوړونې وزارت د دارالامان ماڼۍ د لومړۍ برخې کار د بشپړېدو خبر ورکوي او وايي چې پاتې برخې يې هم داوطلبۍ ته وړاندې شوې او تر دوو راتلونکو کلونو پورې به يې د بيارغونې کار بشپړ شي.
د ښار جوړونې او مسکن وزارت د معلوماتو له مخې، د دارالامان ماڼۍ پنځه برخې لري چې پر لومړي فاز يې درې ميليونه ډالر لګښت راغلى او پاتې نورې برخې به يې تر پنځم فاز پورې ١٧ ميليونه ډالر لګښت وغواړي.
د ښار جوړونې او مسکن وزير سيد سعادت منصور نادري، نن په کابل کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل د ماڼۍ بيارغونه به د افغان متخصصينو له لوري تر راتلونکو دوو کلونو پورې بشپړه شي او له بشپړېدو سره به يې د هېواد د خپلواکۍ سلم جشن په همدې ماڼۍ کې تر سره شي.
د هغه په خبره، کوم شرکت چې د يادې ماڼۍ د بيا رغونې قرار داد ترلاسه کوي، بايد متخصص افراد ولري او غوره کاري کيفيت ورسره وي.
دپه ياد وزارت کې د دارالامان ماڼۍ د بيارغونې څانګې مشرې معصومې دلجيم وويل چې د ماڼۍ د لومړۍ برخې کار کې د ساحې پاک کول، لنډمهاله تحکيمات، د خرابو شوو پلسټرونو توږل، د ډيزاين او طراحي برخې کار بشپړول شامل دي.
هغه زياته کړه، کوم شرکت چې د ماڼۍ پاتې برخې جوړوي، بايد په بنسټيز ډول يې جوړې کړي چې د ماڼۍ داخلي بنسټيز تحکيمات، ډيکوريشن، د برېښنا سيسټم او شنه ساحه په کې شامل دي.
هغه زياته کړه چې د لومړۍ برخې لومړني کارونه د شاوخوا ١٠٠ انجنيرانو له لوري بشپړ شوى چې ٢٥ سلنه يې نجونې وې او په بېلابېلو برخو کې يې کار کړى.
دارالامان ماڼۍ د کابل ښار د سويل لوديځ په شاوخوا اتيا کيلومترۍ کې موقعيت لري چې د ١٣٠٠کال په لومړيو کې د غازى امان الله خان په دوره کې جوړه شوې ده. دې ودانۍ شاوخوا ١٥٠ کوچنۍ او لويې خونې درلودې چې په لومړيو کې د سلطتني مرکز او وروسته ترې د دفاع وزارت د ودانۍ په توګه ګټه اخيستل کېده، خو د اويايمې لسيزې(١٣٧٠)له امله ويجاړه شوه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










