ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په زابل کې يو پوليس خپل شپږ ملګري پوليس وژلي

په زابل کې يو پوليس خپل شپږ ملګري پوليس وژلي

author avatar
28 May 2017 - 13:00
په زابل کې يو پوليس خپل شپږ ملګري پوليس وژلي
author avatar
28 May 2017 - 13:00

کلات (پژواک، ٧ غبرګولى ٩٦): چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې يو پوليس خپل شپږ ملګري پوليس وژلي او په خپله له طالبانو سره يو ځاى شوى دى.

د دې ولايت يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله،د غبرګولي په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل،دا پېښه پرون ناوخته د شينکۍ ولسوالۍ د سيوري په سيمه کې کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، يو پوليس چې له وسله والو طالبانو سره يې لار درلوده، په پوسته کې په خپلو نورو پوليسو ملګرو ډزې کړې دي، شپږ تنه يې وژلي او په خپله له طالبانو سره يو ځاى شوى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ياد پوليس له ځانه سره درې ميله وسلې، مهمات، مخابره او نور وسايل هم وړي دي.

د زابل ولايت د امنيت امر سمونوال غلام جيلاني فراهي هم پېښه تاييدوي او زياتوي چې په اړه يې پلټنې پيل شوې دى.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې دا ډول پېښې زياتې شوې دي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.