منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۸ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار ولايتي شورا رييس د تښتونو او هدفي وژنو په اړه اندېښنه وښوده

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۵ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٩ غبرګولى ٩٥): د ننګرهار د ولايتي شورا رييس وايي چې په دې وروستيو کې په دې ولايت کې د تښتونو او هدفي وژنو ترڅنګ امنيتي پېښې زياتې شوې دي.

د ولايتي شورا رييس احمد علي حضرت د غبرګولي په ٩مه، پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې وويل، پرون په جلال اباد ښار کې د تښتونې دوه پېښې شوې دي.

هغه زياته کړه، دغه کسان بيا د ډېرو پيسو په بدل کې خوشې کېږي، خو تښتوونکي يې ازاد ګرځي.

احمد علي دغه راز وويل چې د ولايت په مرکز جلال اباد ښار او يو شمېر ولسواليو کې د هدفي وژنو پېښې هم رامنځته کېږي او ددې ترڅنګ امنيت ورځ تر بلې خرابيږي.

نوموړي وويل، هره ورځ خلک ولايتي شورا ته راځي او له نا امنيو شکايت کوي.

د ننګرهار د ولايتي شورا رييس پر امنيه قوماندانۍ او  ملي امنيت رياست نيوکه کړه چې  د تښتونو، هدفي وژنو په مخنيوي او په  ټوله کې د امنيت په ټينګولو کې پاتې راغلي دي.

خو د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال وايي چې ننګرهار يو سرحدي ولايت دی او ستونزې به موجودې وي؛ خو زياتوي چې دوی هم خپلې هڅې تر پخوا چټکې کړې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، يوازې په تېرو درېيو اوونيو کې ۲۸ ګډ او ځانګړي عمليات امنيه قوماندانۍ ترسره کړي  چې په پايله کې يې ۲۱۴ وسله وال وژل شوي، ۶۱ يې ټپيان کړي او ګڼ شمېر يې ژوندي هم نيولي دي.

د مشرقيوال په وينا، په دغه موده کې ۴۴ جنايي پېښې هم له دوی سره ثبت شوي، چې په تړاو يې ۴۱ کسان نيول شوي .

د امنيه قوماندانۍ وياند دغه راز  په جلال اباد ښار کې د پلو او موټر دارو ګزمو د زياتوالي خبره هم وکړه.

د مشرقيوال د معلوماتو له مخې، په ښار کې په موټر سايکل د دوو کسانو د ګرځېدو مخنيوی هم شوی، چې هم يې د غلا او هم يې د انسان وژنې په پېښو کې کموالی راوستی دى.

مدني فعال او د چارو کارپوه محمد انور سلطاني که څه هم د ولايتي شورا د رييس اندېښنه پرځای ګڼي؛ خو وايي، په دې وروستيو کې امنيتي ځواکونو د وسله والو د ځپلو او امنيت د ټينګښت په برخه کې ښې لاسته راوړنې درلودې.

هغه په اچين، هسکه مېنه، پچيراګام او چپرهار کې د داعش وسله والو ځپلو ته اشاره وکړه او زياته يې کړه: ((زموږ سرتېري يوازې د غلو د کنټرول وظيفه پر غاړه نه لري، زموږ سرتېري يوازې د هدفي وژنو کنټرول ته نه دي ناست، دوی ته يو نړيوال جنګ ور تر غاړې دی ، چې هغه کنټرول کړي.))

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه