منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۲ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کندهار ښار کې د ۳۰ پرمختیايي پروژو چارې روانې دي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۱۶ کتنې

کندهار (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۹۶): د تېر په پرتله د کندهار ښاروالۍ عواید لوړ شوي چې له مخې یې په کندهار ښار کې د پرمختیايي چارو په پلي کولو کې پاموړ چټکوالی راغلی دی.

همدا اوس په کندهار ښار کې د ۳۰ پرمختیايي پروژو چارې روانې دي چې د خلکو د خوښۍ او هیله مندۍ سبب شوې دي.

په دې اړه د کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل پژواک خبري اژانس ته وویل، له کابل ښاروالۍ وروسته کندهار ښاروالي دویمه هغه ده چې تېر کال یې تر ټولو ډېر عواید راټول کړي وو.

هغه تېر کال د راټولو شوو عوایدو کچه ۵۱۰ میلیونه افغانۍ وبلله او زیاته یې کړه چې په همدې کال یې د ۳۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت  ګڼې پرمختیايي پروژې هم پلې کړې دي.

د ده په خبره، په دغو پروژو کې د سړکونو پراخول، د نوو سړکونو ویستل، د پلیو لارو او پلونو جوړول، د ترافیکي برېښنايي څراغونو نصبول او نور شامل دي.

هغه دغه راز یادونه وکړه چې اوسمهال د کندهار ښاروالۍ ټولې محاسبوي چارې کمپیوټري شوي چې پر بنسټ یې د فساد کچه ټيټه شوې او په کارونو کې تر ډېره بریده روڼتیا راغلې ده.

دی وايي، د کندهار ښاروالۍ اداره د ښار په ۱۵ ګونو ناحیو کې متوازنې پراختیا ته ژمنه ده او همدا اوس په کې له ۳۰ د ډېرو پراختیايي پروژو چارې روانې دي چې شاوخوا ۲ میلیونه ډالر لګښت ورباندې راځي.

هغه زیاته کړه په دغو پرژو کې د احمد شاهي جادې پراختیا او جوړول، د کوټ بابا او علامه حبيبي واټ پراخول، په ۹مه ناحیه کې ۱۱ کیلومتره سړک جوړول، د ښار سرسبزه کول، د ترافیکي نښو لګول، په سولر برېښنا د سړکونو روښانه کول او نور شامل دي.

د پرمختیايي چارو په لړ کې ده یادونه وکړه چې همدا تېره ورځ یې د کندهار ښار د سمسورتیا په موخه د پاک او زرغون ښار دوه کلن پروګرام پیل کړ.

ولسمل وویل، د پاک او زرغون ښار په نوم دغه پروګرام د USAID په مالي ملاتړ د هبيتات موسسې  او کندهار ښاروالۍ له خوا تمویل او پلی کېږي.

هغه زیاته کړه، د کندهار ښار په ۱۵ ناحیو کې د تفریح ځایونو جوړول، د چریو ویستل، د ښاري فرهنګ په اړه عامه پوهاوی او نور د دغه پروګرام مهمې برخې جوړوي.

د ده په خبره، دغه پروګرام به په دوو کلونو کې د ۱،۸ میلیونه ډالرو په لګښت  پلی شي چې خلکو ته به په کې کاري فرصتونه هم برابر شي.

ښاروال په دې لړ کې د ښاروالیو په نړیوال پارلمان کې د غړیتوب یادونه هم وکړه چې په مرسته به یې کندهار ښاروالي د ښاري پراختیا په برخه کې نړیوالې مرستې هم راجلب کړي او کندهار ښاروالي به د نړۍ له پرمختللو ښاروالیو سره ونښلوي.

د ښاروالانو د نړیوال پارلمان GPM د نړۍ په کچه د ښاروالانو د وړتیاوو لوړولو او د ښارونو لپاره د ستراتېژیو او پالیسیو جوړولو لوړه هسته ده.

د هېواد په تاریخ کې لومړی ځل دی چې کندهار ښاروالي د ښاروالیو د نړیوال پارلمان غړیتوب تر لاسه کوي.

کندهار ښاروالي د دې تر څنګ د ښارونو او سیمه ییزو پلانرانو د نړیوال سازمان (ISOCaRPP) او د پایدارو ښارونو د نړیوال سازمان (ICLEI) غړیتوب هم لري.

ښاروال وايي، د کندهار ښاروالۍ نړیوالتوب د دوی پر کارونو او چارو مثبت اغېز کوي.

ولسمل پر خلکو غږ وکړ چې که د صفايي ټکس او نور مالیات پر وخت تحویل کړي، نو په کندهار ښار کې به رغنیزې چارې او پرمختیايي پروژې لا ډېرې او ګړندۍ شي.

څو ورځې مخکې چې د ولسمشر یو شمېر سلاکارانو او د ولسي جرګې غړو کندهار ته سفر کړی و، د کندهار ښاروالۍ کارونه یې ستایلي وو او ویلي یې وو چې ولسمشر به وهڅوي څو ښاروالۍ ته اضافي بودیجه ورکړي.

د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، تر بل هر وخت د کندهار ښاروالۍ فعالیتونه او کارونه محسوس دي او دغه اداره توانېدلې په تېرو دو کلونو کې خلکو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

د اجمل خان په نوم د کندهار ښار یوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، کندهار ښاروالۍ د پخوا په پرتله په کندهار ښار کې پرمختیايي کارونه چټک کړي او خلکو ته یې اړین خدمات رسولي دي.

هغه زیاته کړه، له پلي شوو پرمختیايي پروژو سره د ښار بڼې بدلون کړی، ترافیکي ګڼه ګوڼه په کمېدو ده او ښکلا یې ډېره شوې ده.

د کندهار ښار بل اوسېدونکی قدرت الله کامران وايي، د پرمختيایي چارو په لړ کې مهمه خبره دا ده چې په زرګونو خلک په کارونو بوخت شوي دي.

هغه زیاته کړه، د دې تر څنګ ښاروالۍ هڅه کړې چې له پانګه والو سره په شراکتي بڼه مارکېټونه جوړ کړي چې خلکو ته په کې د کار او سوداګرۍ زمینه هم برابره شوې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه