منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۳۰ غ.م
۱۲°ورېځ · ↑۱۵° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

” له قطر سره د ځينو هېوادونو د اړيکو پرېکون پر افغانستان هېڅ اغېز نه لري”

· ۴ دقیقې لوستل · ۶۳ کتنې

کابل(پژواک، ۱۶ غبرګولی ۹۶): ځينې شنونکي وايي، له قطر سره د ځينو هېوادونو د اړيکو پرېکون پر افغانستان هېڅ اثر نه لري، خو ځينې وايي کېداى شي قطر ته د طالبانو تګ راتګ ستونزمن او د سولې پروسه زيانمنه کړي.

په دې وروستيو کې عربي هېوادونو سعودي عربستان، مصر، بحرين ، يمن، ليبيا او متحده عربي اماراتو له قطر سره خپلې ډيپلوماتيکې او عادي اړيکې پرې او پر دغه هېواد يې تور پورې کړ چې له افراطيت او بنسټ پالنې ملاتړ کوي او دغه هېواد د خپلو مطبوعاتو له لارې د مصر د اخوان المسلمين، داعش او القاعده پيغامونه خپروي .

د راپورونو له مخې، دغو هېوادونو له دې امله دغه کار کړی چې قطر د اخوان المسلمين ډلې او په سيمه کې د ايران د تګلارې ملاتړ کوي.

خو دا چې افغان وسله وال طالبان د قطر په مرکز دوحه کې سياسي دفتر لري، ايا له قطر سره د يادو نورو عربي هېوادونو د اړيکو پرېکون به پر افغانستان او په تېره بيا د افغانستان د سولې پر پروسه څه اغېز ولري؟

د چارو شنونکی وحيده مژده په دې اړه وايي:" د خليج په حوزه کې د سعودي عربستان، قطر او يو شمېر نورو عربي هېوادونو تر منځ اقتصادي او سياسي رقابتونه روان دي او دا د دوی داخلي اړيکې دي او پر افغانستان يې ځکه اغېز نه ليدل کېږي...افغانستان نه غواړي د يادو هېوادونو په خپلمنځي ناندريو کې ځان ښکېل کړي."

خو دی زياتوي:" دا چې په قطر کې د طالبانو دفتر دی، نو قطر د افغانستان لپاره اهميت لري او افغانستان نه غواړي د وسله والو طالبانو دغه ادرس چې کېدای شي د تماس نکته وي له لاسه ورکړي."

مژده وايي، له قطر سره د يادو هېوادونو د اړيکو پرېکون به تر يوې کچې دغه هېواد ته د طالبانو تګ راتګ ستونزمن کړي ځکه چې تر اوسه به طالبانو د بحرين او عربي متحده اماراتو له لارې قطر ته سفرونه کول.

خو مژده وايي کېداى شي د دې ستونزې د حل لپاره قطر نورې لارې ولټوي.

له افغانستان څخه قطر ته د تګ راتګ ستونزه نشته، ځکه چې دغه دواړه هېوادونه خپل منځ کې مستقيمې الوتنې لري، خو افغان طالبان د افغانستان له لارې په الوتکو کې سفرونه نه شي کولاى.

د نړيوالو چارو کارپوه عبدالشکور سالنګي په دې اړه وايي چې له قطر سره د ځينو هېوادونو د اړيکو پرې کول په لنډ مهال کې د افغانستان پر وضعيت په ځانګړې ډول د سولې پر بهير اغيز نه لري؛ ځکه چې افغانستان او قطر يو له بل سره دېپلوماټيکې او فرهنګي اړېکې لري.

خو هغه زياتوي:" په اوږد مهال کې ممکن د دغو هېوادونو د اړيکو پرې کېدل د افغانستان د سولې پر پروسې ځکه اغېز ولري چې افغانستان د نړۍ د نورو هېوادونو تر څنګ له اسلامي هېوادونو غواړي چې د سولې له پروسې سره مرسته وکړي، نو دا چې د وسله والو طالبانو دفتر په قطر کې دى ممکن د اړيکو پرې کېدل د خبرو او تګ راتګ پر بهير ناوړه اغېز ولري."

خو د سياسي چارو بل شنونکى محمد حسن حقيار وايي چې له قطر سره د نورو عربي هېوادونو د اړيکو پرېکون پر افغانستان او د طالبانو پر سفرونو هېڅ منفي اغېز نه لري.

 ده د طالبانو د سفرونه په اړه وويل:" څومره چې زه خبر يم، هغوی د نړۍ ډېرو هېوادونو ته سفرونه کولای شي، يو د شا خبرې دي او يو داخلي خبري دي، څومره چې زما برداشت دى د هغوی سفرونه د ملګرو ملتونو په اجازه باندې وي او هغوی په جريان کې وي."

دی وايي:"هغه طالبان چې په قطر کې دي طبيعي ده چې له قطر نه سفر کوي، او له قطر نه چې د نړۍ هر هېواد ته وغواړي سفر کولای شي او هغه طالبان چې په پاکستان کې دي، له ځينو سره د افغانستان پاسپورټونه دي او د افغانستان پر پاسپورټونو سفرونه کوي او له ځينو سره د پاکستان پاسپورټونه دي د پاکستان په پاسپورټونو سفرونه کوي؛ زما چې څومر برداشت دى د نړۍ له خوا د طالبانو پر سياسي سفرونو باندې کوم محدوديت نشته البته په منځني کچه باندې."

هغه وويل چې قطر د امريکا له هوکړې پرته نه طالبان ساتلى شي او نه دفتر ورکولاى شي.

په دې اړه د فېسبوک يو شمېر کاروونکو هم بېلابېل نظرونه وړاندې کړي دي.

احمد زاخېلوال هم په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکي:"پر افغانستان هېڅ تاثير نه کوي ځکه چې له هر چا سره د خپل هېواد غم دی. موږ افغانان بايد په خپله خپل ګران هېواد افغانستان جوړ کړو. د لوی افغانستان په هيله."

زمزمه سوله نيازۍ وايي، له قطر سره د ځينو نورو هېوادونو د اړيکو پرې کېدل د افغانستان پر وضعيت اثر نه لري. د هغې په باور،  عربي هېوادونه هسې هم نه غواړي افغانستان کې سوله ټينګه شي.

ميرويس ترين بيا وايي، افغانستان دې هم له پاکستان سره داسې اړيکې پرې کړي لکه شپږو هېوادونو چې له قطر سره پرېکړې دي؛ ځکه چې پاکستان ترهګر روزي، امکانات ورته برابروي او امن ځايونه ورکوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست