منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۶ غ.م
۴°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د باميانو سمڅ مېشتي په روژه کې د خوراکي توکو له کموالي سره مخ دي

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

باميان (پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٦): لسګونو بامياني کورنۍ چې د دغه ولايت د بودا مجسمو په څنګ کې د غرونو په زړو او تيارو سمڅو کې ژوند کوي، وايي چې له ناوړه اقتصادي وضعيت سره مخ دي او په وچه ډوډۍ او چايو سره روژه نيسي.

دغه سمڅ مېشتي وايي چې تر اوسه حکومت، خيريه موسسو او يا کوم شتمن کس ورته د مرستې لاس نه دى اوږد کړى او دوى اړ دي د هغو وشو په پخولو سره چې دکروندو څخه يې را ټولوي روژه ماته کړي او پشلمي هم په چايو او وچه ډوډۍ روژه ونيسي.

هغوى چې د بې وزلۍ له امله په غرنيو سمڅو کې اوسېږي، د پژواک خبري اژانس له خبريال سره په خبرو کې دغه راز ويلي چې په تېرو ١٥ کلونو کې د دوى د ژوند د ښه کېدو او ورته د کورونو د برابرېدو په اړه هېڅ پام نه دى شوى او ډېرې کورنۍ د روژې مبارکې مياشتې لپاره د خوراکي توکو د پېرلو توان نه لري.

مېرمن اميربيګم چې له يو کال راهيسې د خپلې کورنۍ له شپږو نورو غړو سره په يوې سمڅه کې اوسېږي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر کال له بغلان ولايته دلته راغلې او په سمڅه کې ژوند کوي.

هغې زياته کړه: ((موږ بل ځاى نه لرو،دا سمڅه هم د ژوند کولو وړ نه ده، خو اړ يو په دې سمڅه کې ژوند وکړو، دولت څو ځلې راغى موږ ته يې خبردارى راکړ چې له سمڅې څخه ووځو، تر اوسه مو بل ځاى نه دى پيدا کړى او اړ يو چې په همدې سمڅه کې خپل ژوند ته دوام ورکړو.))

هغه چې د شپږ کسيزې کورنۍ سرپرسته ده او ټول بچيان يې واړه دي، زياته کړه چې د خلکو مرستې کمې شوې دي او سمڅ مېشتي د اړتيا له مخې دلته ژوند کوي، نه کار لري، نه هم عايد او کور، خو هېڅوک يې مرستې ته نه راځي.

هغې زياته کړه: ((مېړه مې له پلخمري څخه لادرکه شو او موږ اړ شوو چې باميانو ته راشوو، درېغه موږ خپله يوازې وچه ډوډۍ ولرو چې ماشومان مو مړه نشي. نور خوراکي خو موږ ته څوک نه راکوي، دلته هېڅ کار نشته او زموږ وضعيت ډېر خراب دى.))

د دې سمڅو يوه بله اوسېدونکې مريم هم له هغو سختو ورځو شکايت کوي چې په دې سمڅو کې يې تېروي.  پژواک ته يې وويل: ((په هغه سمڅ کې چې موږ ژوند کوو، د لړم، ځنځو په شان نور حشرات شتون لري چې موږ يې له ستونزو سره مخ کړي دي.))

هغه چې له ١٦ کلونو راهيسې په دې سمڅ کې ژوند کوي، وويل چې تېر کال يې شپږ کلن زوى  لړم وچيچ، د درملنې لپاره يې هېڅ امکانات نه وو، زوى يې ډېر ژړل، بالاخره ګاونډيانو يې زوى روغتون ته ورساوه، له پېچکارۍ کولو وروسته يې وضعيت ښه شو.

خو دې ښځې زیاته کړه چې د سمڅ مېشتو ستونزې ډېرې شوې؛ ځکه د روژه ماتي او پشلمي لپاره له سبو، وچې ډوډۍ او شين چاى پرته بل څه نه لري.

مریم وویل: ((د ورځې له مخې له کښتونو شورکۍ، ګندمکې او شرشم راټولوو او و روسته پخوو.))

دا په داسې حال کې ده چې د بودا مجسمې شاوخوا کې کابو درې زره سمڅې شته او له باميانو او ځينو نورو ګاونډيو ولايتونو څخه په کې له ٢٥٠ ډېرې بې کوره کورنۍ له ستونزو ډک ژوند تېروي.

دغه سمڅې چې د بوديزم په وخت کې د بوت پرستانو له خوا ترې استفاده کېده، په را وروسته کلونو کې د بېوزلو او بېځايه شوو کسانو پر استوګنځي بدلې شوې دي.

د باميانو د والي وياند عبدالرحمان احمدي وويل چې د باميانو ځايي اداره، د روژې په مبارکه مياشت کې له بېوزلو سره د مرستې او هغوى ته د روژه ماتي ورکولو په اړه بوديجه نه لري، خو له دې سره سره هڅه کوي چې مرستندوی ارګانونه وهڅوي چې له بېوزلو او مسکينانو، په ځانګړې توګه له سمڅ مېشتو سره مرستو ته پام را واړوي.

هغه زياته کړه: ((ځايي اداره هڅه کوي چې د (اسلاميک ريليف)  نړيواله موسسه قانع کړي چې د سمڅ مېشتو لپاره ١٨٠ کورونه جوړ کړي، څو په سمڅو کې د اوسېدو ژوند یې پاى ته ورسېږي او تېر کال د سمڅ مېشتو لپاره ٢٠ کورونه جوړ شول چې هلته هغه بې وزله کورنۍ چې په لومړيتوب کې وې، مېشتې شوې.))

هغه وويل د ويجاړو شوو مجسمو شاوخوا څه باندې دوه سوه سمڅ مېشتي ژوند کوي چې له ٥٠ سلنه ډېر يې د باميان بېوزلي خلک دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه