هرات ښار (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٦): د هرات د کرخ ولسوالۍ اوسېدونکي د پاشتان بند د کار له درېدو شکايت کوي او وايي چې ټولې مېوه لرونکې ونې او کښتونه يې د اوبو د نشتوالي په سبب وچې شوې دي.
د سلما بند نه وروسته پاشتان بند په هرات کې له سترو رغنيزو پروژو ګڼل کېږي چې له څلورو کلونو راهيسې يې کار درېدلى دى.
د پاشتان ځيني اوسېدونکي وايي، له څو کلونو راهيسې يې ټولې مېوه لرونکې ونې او کروندې د اوبو د نشتوالي په سبب وچ شوي او ګڼ ځايي اوسېدونکي بې ځايه شوي دي.
د پاشتان کلي ملک عبدالحکيم پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى تر اوسه پورې د پاشتان بند د کار د درولو په لامل نه پوهېږي.
هغه زياته کړه: ((سږ کال د خلکو يو خروار غله د اوبو د نشتوالي په سبب سوې ده، موږ غواړو چې د پاشتان بند کار بېرته پيل شي.))
هغه زياته کړه: ((موږ نه پوهېږو چې حکومت مو ولې کار درولى دى، پنځه کاله کېږي چې اوبه نه لرو، زموږ سلګونه جريبه ځمکه له منځه تللې ده.))
هغه خبر دارى وکړ چې که چېرته حکومت د پاشتان بند بېرته پيل نه کړي، دوى به د ولايت د مقام دروازې وتړي.
په ورته وخت کې د هرات د ولايتي شورا مشر کامران عليزي وويل چې په ځلونو يې له ولسمشر نه د پاشتان کار د درولو د لامل په اړه وضاحيت غوښتنه کړې، خو تر اوسه پورې يې سم ځواب نه دى تر لاسه کړى.
خو نوموړي زياته کړه: ((په پنځو کلونو کې د پاشتان بند دېرش سلنه کار مخته تللى، موږ يې په دې کار نه لرو، که وزير نه غواړي، يا شرکت نه شي کولى کار يې مخته يوسي، بايد بل شرکت ته يې ورکړي.))
عليزي زياته کړه، ټاکل شوې وه چې د پند کار په پنځو کلونو کې بشپړ شي، خو درېدلى دى، د بند په جوړېدو سره به د سيمې اوسېدونکو ته د کار زمينه مساعده شي او زرګونه جريبه ځمکه به خړوب کړي.
په ورته وخت کې د بند انجنيران وايي چې د پروژې ٣٠ سلنه کار مخته تللى، خو کار يې د حکومت له لوري درول شوى دى.
دوى غواړي چې د حکومت له لوري دې د پروژې د څېړنې لپاره يو حقيقت موندونکى پلاوى وټاکل شي.
د پاشتان بند انجنير محسن اميري وويل چې د پاشتان بند د جوړولو لګښت ١١٧ميليونه ډالر کېږي چې د حکومت له لوري ورکول کېږي.
هغه زياته کړه: ((د بند ٣٠ سلنه کار چې عملي کار او لومړۍ سروې په کې ده، بشپړ شوى، د اصلي ديوال کيندل او د فرعي کانالونو کار شوى و، په کار لګيا وو چې کار مو بند شو.))
نوموړي وويل چې دوى هم نه پوهېږي چې د بند کار ولې درېدلى دى.
په ورته وخت کې د هرات د ځايي ادارې چارواکي وايي چې د بند د جوړېدو لپاره لېوالتيا شته، خو د کار قرار داد يې د تخنيکي او حقوقي ستونزو په سبب له څلورو کلونو راهيسې درېدلى دى.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک ته وويل:((موږ د هرات د خلکو په بيا بيا دا موضوع له مرکزي چارواکو سره شريکه کړې، اوس به يو ځل بيا د خلکو ستونزو ورسره شريکې کړو، هيله ده چې شته ستونزې حل شي، موږ ددغه پروژې د کار د پيل شاهدان يوو.))
د هرات د ځايي چارواکو په خبره، دا بند د ٤٥ ميليونه متره مکعب ابو د زېرمې او پنځوس زره جريبه کرنيزې ځمکې د خړوبولو او دوه مېګاواټ برېښنا د توليد وړتيا لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










