منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۳ غ.م
۴°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

ځينې بهرني وګړي په اسانۍ سره د افغاني تابعيت تذکرې ترلاسه کوي

· ۸ دقیقې لوستل · ۱۲۴ کتنې

کابل (پژاوک،٣٠غبرګولى٩٦): په داسې حال کې چې ځينې هېوادوال نه شي کولى، د تابعيت تذکرې په اسانۍ ترلاسه کړي، خو په ځينو مواردو کې بهرني وګړي د افغاني تابعيت تذکرې په اسانۍ سره ترلاسه کولى شي.

سره له دې چې د تابعيت تذکرې په برخه کې ستونزې په ټول هېواد کې موجودې دي، خو د بېلګې په توګه په دې راپور کې يواځې په کابل، هرات او ننګرهار کې دې ستونزې ته اشاره شوې ده.

په دې برخه کې د هرات يو شمير اوسېدونکي په دې باور دي چې د سرحدونو نه کنټرول د دې لامل شوى چې د ګاونډيو هېوادونو ځينو اوسېدونکو په اروپايي هېوادونو کې د استوګنې ترلاسه کولو په موخه د افغانستان تابعيت تذکرې جوړې کړي.

د هرات د شينډنډ ولسوالۍ قومي مشر تورمحمد ظريفي پژواک خبري اژانس ته وويل، په سرحدونو کې د نه کنټرول له امله، ايرانيان دې ولايت ته ورځي او د افغانستان د تابعيت تذکرې ترلاسه کوي.

هغه زياته کړه: ((په دې ولايت کې د ايرانيانو او افغانانو ترمنځ فرق نه کېږي او دلته په شينډنډ کې دغه خلک پيسې ورکوي او په اسانۍ سره تذکره ترلاسه کوي.))

دغه راز د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکي نصير احمد پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د يو يا دوه شاهدانو په درلودو سره د تذکرې اخيستل ډېر ساده کار دى.

هغه وايي: ((په ولسوالۍ کې پيسې ورکوي او دوه کسه شاهدان پيدا کوي، بيا د هر هېواد چې وي، تذکره ترلاسه کولى شي.))

د شينډنډ ترڅنګ دغه ستونزه د هرات په نورو ولسواليو کې هم شته .

د هرات د غوريانو ولسوال سيد عبدالکريم زاهد پژواک ته وويل: ((تېر کال دوه ځلې له هغو کسانو سره مخ شولو چې غوښتل يې جعلي تذکرې جوړې کړي چې د پوليسو له خوا ونيول شول.))

هغه زياته کړه، بهرنيان له افغاني تذکرو څخه په هېواد کې د ناامنۍ او په اروپايي هېوادونو کې د تابعيت اخيستو په موخه ګټې پورته کوي.

په هرات کې يوې سيمه ييزې سرچينې د نوم له اخيستو پرته پژواک ته وويل چې د دې ولايت د ولايتي شورا څو غړو د هغو کسانو د تذکرې عريضه تاييد کړې چې افغانان نه دي.

هغه وايي، د ولايتي شورا د دې غړو دوسيې څارنوالۍ ته سپارل شوي او په دې برخه کې پلټنې روانې دي.

خو ولايتي شورا بيا دغه څرګندونې ردوي.

د دې شورا غړي مهدي حديد پژواک ته وويل: ((تر اوسه د دې شورا له لوري هېڅ بهرنى د تذکرې اخيستو لپاره نه دى تاييد شوى، خو امکان لري له هغو افغانانو سره د تذکرې اخيستو په برخه کې مرستې شوې وي چې له پخوا نه په ايران کې ژوند کوي.))

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد په دې ولايت کې د تذکرو جعل نه ردوي، خو زياتوي چې تر اوسه له داسې کومي قضيې سره نه دي مخ شوي چې بهرنيانو ته دې د افغانستان تذکره ورکړل شي.

هغه وايي، بهرنيو ته د تذکرې ورکول د قانون خلاف عمل دى او که هر څوک په دې برخه کې ونيول شي، نو سزا به ورکړل شي.

دغه راز د هرات د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې عمومي امر خواجه حکمت الله حبيبي پژواک ته وويل، هره ورځ د جعلي تذکرو د جوړولو له يوې يا دوو پېښو سره مخ کېږي.

هغه وايي: ((ځيني کسان شته دي چې د جعلي تذکرو د جوړولو لپاره يې جعلي ټاپې جوړې کړي چې هغوى موږ نيولي، عدلي او قضايي ارګانونو ته مو معرفي کړي دي.))

هغه دا هم وويل چې يو شمېر افغانان د افغانستان د تابعيت تذکرې د ترلاسه کولو په برخه کې له بهرنيانو سره مرستې کوي.

ده زياته کړه: ((که يو افغان يو خارجى راولي او وايي چې دا زما زوى او يا هم ورور دى، نو موږ مجبور يو چې تذکره ورکړو، خو زموږ له خوا کله هم کوم بهرني ته تذکره نه ده ورکړل شوې.))

د حبيبي د معلوماتو له مخې، پنځه کاله وړاندې يوه ايراني د افغانستان د تابعيت تذکره ترلاسه کړې وه چې بيا په سعودي عربستان کې ونيول شو او تر اوسه زنداني دى.

ده وويل، د بريښنايي تذکرو په وېشل کېدو سره به دغه ستونزه تر ډېره بريده کمه شي.

ياده ستونزه د هرات ترڅنګ په نورو ولايتونو کې هم شته، خو په ننګرهار کې ددې برخې چارواکي وايي چې د جعلي تذکرو د جوړېدو مخه يې اوس نيولې ده.

د دې ولايت د نفوسو د احوالو د ثبت اداره وايي، پخوا په دغه ولايت کې د غير قانوني تذکرو جوړېدو په اړه راپورونه موجود و؛ خو اوس دوی د امنيتي ارګانونو په همکارۍ ياده ستونزه حل کړې ده.

د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې امر حفيظ الله پهلوان پژواک خبرى اژانس ته وويل، پخوا په مرکز او ولسواليو کې داسې تذکرې هم جوړېدې، چې د تذکرې څښتن به موجود نه و، خو اوس يې مخه نيول شوې ده.

هغه زياته کړه، اوس يې شرايط سخت کړي او تر هغه وخته چې خپله شخص حاضر نه وي او د پلار تذکره له ځانه سره ونه لري؛ نو تذکره نه ورکول کيږي.

د ده په وينا، د دغې ستونزې د حل لپاره په مرکز جلال اباد ښار او ولسواليو کې د تذکرې ورکړې مامورينو صلاحتيونو هم زيات شوي، چې تر  ډېره يې دغه ستونزه حل کړې ده.

پهلوان وايي، هره مياشت په ولسواليو کې د تذکرو وېش له مامورينو سره غونډې لري او هغوی ته د غايب شخص لپاره د تذکرې د نه ورکړې سپارښتنه کوي.

په ننګرهار کې د ودان موسسې مسوولين هم وايي، د دوی د څار په پايله کې د ننګرهار د نفوسو د احوالو د ثبت په اداره کې فساد کم شوی دی.

ودان موسسې دغه راز د نفوسو د احوالو د ثبت په امريت کې د شکايتونو يو صندوق هم نصب کړی چې خلک خپلې ستونزې له دې لارې هم له دوى سره شريکې کړي.

د دې موسسې استازي شمس الحق هاشمزي پژواک ته وويل، د دوى پلاوى هره اوونۍ له دغه رياست څخه ليدنه کوي او د ليدنې په نتيجه کې دې پايلې ته رسېدلي، چې ستونزې تر ډېره حل شوې دي.

دغه راز په کابل کې هم خلک د تابعيت تذکرې د ترلاسه په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په کابل کې د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې مخې ته هره ورځ ډېره ګڼه ګوڼه وي، خلک د خپلو نومونو د اصلاح، د نويو تذکرو ترلاسه کولو او يا هم تاييد په موخه دې ادارې ته ورځي.

د دې ادارې مخې ته د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونکي ٢٥کلن نوراغا پژواک ته وويل، د تاييد په موخه يې خپله تذکره ورکړې، خو اوس يې تذکره ورکه شوې ده.

هغه وايي: ((درې هفتې مخکې مې تذکره ورکړه چې تاييد يې کړي، خو نن يې راته وويل چې تذکره دې ورکه شوې ده.))

نور اغا وايي، څو تنو کمېشنکارانو د پيسو ترلاسه په موخه د دې ادارې ټول سيستم له ستونزو سره مخ کړى دى.

دغه راز د پکتيا دسيدکرم ولسوالۍ اوسېدونکي صديق الله پژواک ته وويل چې څه موده وړاندې يې کورنۍ له پاکستانه را ستنه شوې ده.

دى وايي: ((له پاکستانه نوي راغلي يو، د مکتب لپاره تذکره په کار ده، دا څلور ورځې کېږي چې منډې وهو، څوک تذکره نه راکوي.))

د کابل د بګراميو ولسوالۍ د الوخېلو سيمې اوسېدونکى جاوېد هم ورته ستونزې ته اشاره کوي او وايي، د تذکرې ترلاسه کول ستونزمن کار دى.

هغه هم د کمېشنکارانو او واسطه لرونکو خلکو له شتونه شکايت وکړ او ويې ويل:”دلته ډېر کارونه روان دي، واسطې والا ډېر زيات دي، يا کس، کس پېژني او يا هم پيسې ورکوي او خپل کار پرې کوي.”

د اړوندې موضوع په اړه په کابل کې د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې مشر همايون محتاط پژواک ته وويل، امکان لري چې ځينو بهرنيانو د افغاني تابعيت تذکرې ترلاسه کړې وي، خو تر اوسه داسې کومه قضيه نه ده تر سترګو شوې چې دا موضوع ثابته کړي.

هغه وويل: “زموږ کشفي ارګانونه په دې برخه کې د هغو خطراتو په اړه چې له سرحدي ولايتونو متوجه دي، په جدي ډول څارنه کوي، خو تر نن ورځې هېڅ داسې قضيه موږ ته نه ده وړاندې شوې چې دا ثابته کړي چې کوم بهرني کس افغاني تذکره اخيستې وي.”

دى وايي، سره له دې چې په هرات ولايت کې ډېرو دولتي او نادولتي ادارو د يو کس د هويت تصديق کړى، خو دا چې شکمن وو، تذکره ورنه کړل شوه.

دغه راز هغه د جعلي تذکرو په اړه وويل:”جعلي تذکرې ډېرې زياتې دي، موږ د ورځې څو جعلي تذکرې ترلاسه کوو او ډېر کسان مو عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي دي.”

هغه وايي، عدلي او قضايي ارګانونو ته په معرفي شويو کسانو کې د دې ادارې کارکوونکي هم شامل دي.

د محتاط د معلوماتو له مخې، په تېرو اتو مياشتو کې ۴۰۰ جعلي تذکرې نيولي او باطلې کړې يې دي.

هغه په ځينو وختونو کې د مراجعنيو د کار د ځنډ لامل تر حده زيات د مراجعينو ډېروالى، د دې ادارې د تشکيل کموالی او د متقاضي کس له لوري د معلوماتو نه پوره والی بولي.

محتاط وايي، دې ادارې ته د هېواد په کچه هره ورځ شاوخوا ۶۴زره کسان د بېلابېلو خدمتونو په موخه مراجعه کوي.

ده زياته کړه :”موږ په مرکز کې ۹۰ تنه کارمندان لرو او هر ورځ نږدې شپږ زره کسان د پېژندپاڼو د اخيستو، د پېژندپاڼو د تاييدي او نورو بېلابېلو موضوعاتو په موخه  مراجعه کوي.”

هغه د رشوت، واسطې او کمېشنکارانو په برخه کې په خپله مراجعين ګرم وبلل او زياتوي، ډېرى مراجعين د دې لپاره چې خپل کار په ډېر لنډ وخت کې ترسره کړي، کمېشنکارانو ته مراجعه کوي او يا هم بېلابېلې ناقانونه لارې لټوي.

محتاط وايي، د برېښنايي تذکرو په وېش سره به تر ډېره بريده د جعلي تذکرو د وېش مخه ونيول شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې حکومتي چارواکو ويلي وو چې د تابعيت په تذکرو کې د جعل د مخنيوي او اسانتياوو د رامنځته کولو په موخه به برېښنايي تذکرې توزيع کړي، خو د کلونو په تېرېدو سره تر اوسه د برېښنايي تذکرو وېش نه دى پيل شوى.