منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۴ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نا امنۍ د باميانو سيلانيان کم کړي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۷ کتنې

باميانو(پژواک، د چنګاښ۶ نېټه٩٦): که څه هم باميان د هېواد له امنو ولايتونو شمېرل کېږي، خو د ګاونډيو ولايتونو نا امنۍ دغه ولايت ته ورغلې لارې له امنيتي ګواښونو سره مخ کړې او دا چاره ددې سبب شوې دا ولايت خپل کورني او بهرني ليدونکي له لاسه ورکړي.

د باميانو د اطلاعاتو او کلتور رياست د تاريخي ابداتو د ساتنې او مراقبت عمومي مدير عبدالحميد جليا له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې په باميانو کې د ګرځندويانو کمښت بېلابېل لاملونه لري چې يو هم د الوتکې يو طرفه ټکټ(١٠٠ ډالر) او بل هم باميانو ته د ورغځېدلو لارو نا امني ده.

د نوموړي په خبره، د خلکو خراب اقتصادي وضعيت او وزګارتيا هم په دې چاره منفي تاثير کړى دى.

جليا وويل:((باميان يو سياحتي ښار او ولايت دى، په دې ولايت کې د ګرځندويانو کمښت د بېوزلۍ او بوختياوو د کمښت لامل شوى، راتلونکې کې به دا چاره د بېوزلۍ د لوړې کچې لامل شي.))

هغه زياته کړه چې پخوا به امنو کلونو کې د پسرلي او دوبي د موسمونو پرمهال ګڼ کورني او بهرني سيلانيان ورتلل، خو اوس بيخي کم شوي دي.))

د باميانو د اطلاعاتو او کلتور رياست د تاريخي ابداتو د ساتنې او مراقبت عمومي مدير زياته کړه:((تېر کال مو په لومړيو درېيو مياشتو کې ٢٥٠٠کورني او ١٥٠ بهرني ګرځندوى لرل، سږ کال بيا دا شمېره له نيمايي هم لوېدلې ده.))

هغه وويل:((د تاريخي ساحاتو شمېره د امير بند له ليدونکو جلا ده، دا شمېرې يوازې په هغه سيلانيانو او ليدونکو پورې اړه لري چې له تاريخي ساحو يې ليدنه کړې او د اطلاعاتو او کلتور رياست د تاريخي ابداتو څانګې ټکټ ورکړى دى.

باميان د افغانستان له تاريخي او لرغونو ولايتونو څخه دى چې د افغانستان لومړي ملي او طبيعي پارک بند امير او د بودا د دوو نړېدلو مجسمو پاتې شونو تاريخي او توريستي اهميت ورکړى، د باميانو اته ساحې د ملګرو ملتونو کلتوري سازمان( يونسکو) سره د کلتوري ميراثونو په نوم ثبت شوې دي.

د باميانو ښار اوسېدونکي محمد موسى رفعت پژواک ته وويل:((کله چې باميانو ته سيلانيان راځي، ټولو ته يې ګټه رسېږي، هوټلونه، ډوډۍ پخلنځي، ترانسپورټ او مالدارانو ته يې په مستقيم ډول ګټه رسېږي.))

هغه زياته کړه کله چې يو بهرنى سيلاني باميانو ته راځي، لږ تر لږه خو زر ډالر لګوي، کورني سيلانيان هم له پنځو تر لس زرو افغانۍ لګښت لري، دا لګښتونه د باميانو د اوسېدونکو د کاروبار ښه کېدو او غوړېدو لامل ګرځي.

نوموړي څرګنده کړه:((که چېرته دولت د بهرنيو سلانيانو لپاره ملاتړي پروګرامونه ولري، لږ تر لږه د ميدان ښار د مرکز نه تر جلريز ولسوالۍ پورې امنيت خوندي کړي،  له ميدان ښار نه تر تکانه سيمې او د جلريز ولسوالۍ تر محراپ پله پورې امنيت ډېر  خراب دى، ټول مسافر د دولت او طالبانو تر مرميو لاندې تېرېږي.))

د باميانو د والي وياند عبدالرحمن احمدي وايي:((موږ هيله لرو چې سږ کال له باميانو د دوو کلونو وړاندې په پرتله  سياحين او ليدونکي ولرو.))

هغه زياته کړه چې تېر کال مو د پسرلي، اوړي او مني په اوو مياشتو کې ١٨٥ توريستان لرل چې د باميانو له بېلابېلو سيمو او بند امير نه يې ليدنه وکړه، خو سږ کال د الوتنو په ډېرېدو سره په اوونۍ کې څلور الوتنې کېدې، دا شمېره به لوړه شي.))

هغه زياته کړه:((لا هم د لېدونکو او ګرځندويانو شمېره کمه ده، ځکه چې د روژې مياشت کې خلک کم سفر کوي، خو له روژې وروسته به له باميانو د ليدونکو شمېره ډېره شي.))

احمدي زياته کړه چې ځايي اداره سږ کال نوي پروګرامونه لري  چې د ګرځندويانو د هڅونې لامل به شي او ددې ترڅنګ کچالو ګل او دمبورې جشن فرهنګي مېلې چې چنګاښ مياشت کې ترسره کېږي، ګرځندوى صنعت په وده کې به مهم رول ولري.

نوموړي زياته کړه:((پخوا مو د ورېښم جشن درلود، سږ کال پرې مو دوه نور جشنونه هم اضافه کړل، دواړه به د درېيو او يا څلورو ورځو لپاره په بېلابېلو سياحتي سيمو کې تر سره شي، دا کار به له تفريح سره د ګرځندويانو لېوالتيا زياته کړه.))

هوټل لرونکي هم د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو له کمښت شکايت کوي.

حاجي طاهر چې باميانو ښار کې هوټل لري، وايي:((سږ کال چې نورو ولايتونو کې کومې کړنې او ځانمرګي بريدونه شوي، ټول په باميانو کې د سيلانيانو پر کمښت تاثير لري.))

هغه زياته کړه:((تېر کال مو روژه کې له کندهار، کابل، غزني، دايکنډي، بلخ او باميانو نه ګڼ سيلانيان لرل، په دې فصل کې مو خونې هېڅ خالي نه وې، خو سږ کال د کاروبار وضعيت چندان ښه نه دى.))

په باميانو ولايت کې د بهرنيو سيلانيانو لپاره پنځه هوتلونه خدمت کوي چې ٢٠ نور يې بيا د کورنيو سيلانيلانو لپاره دي.

 عبدالله چې له کابل نه له خپلې کورنۍ سره باميانو ته راغلى، وايي:((موږ کال کې يو ځل بند امير ته د تفرېح لپاره راځو، يوه اوونۍ دلته تېروو.))

هغه زياته کړه چې په کابل کې تفريحي ساحې ډېرې نه دي، امنيت هم نشته، خو باميان دا دواړه لري، کومه امنيتي اندېښنه نشته.

نوموړي زياته کړه:((کله چې باميانو ته ځو نو فکر کوو چې دلته ژوند رښتيا هم ښکلى دى، خلک د چاودنې او ځانمرګي بريد له وېرې پرته يو د بل تر څنګ نېکمرغه او سوله ييز ژوند کوي، خپلې شېبې په خوښۍ سره تېروي.))

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور