جلال اباد (پژواک، ۱۰ چنګاښ ٩۶): د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ سلګونه اوسېدونکي وايي، د حکومت په امر له خپلو مېنو بېځايه شوي خو تر اوسه ورسره هېڅ مرسته نه ده شوې.
دغو شاوخوا څلور سوه کورنيو ته له کوچني اختره درې ورځې وړاندې حکومت اعلان کړی و چې په سيمو کې يې د داعش ضد هوايي عمليات پيلېږي او بايد خپل کورونه پرېږدي.
دغه سلګونه کورنۍ چې د هسکې مېنې ولسوالۍ له ګورګورۍ، ګاګرې، پاپين، شغال، خرکي، چګڼه، خرکنۍ، مريز کنډو، لنګرۍ کنډو، قلعه او شېخا ، شابۍ او اشرف خېلو له کليو بېځايه شوي، اوس له سختو ستونزو سره مخ دي.
د ګاګرۍ له کلي راکډه شوي عبدالرحيم د چنګاښ په ۱۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوی ته حکومت د الوتکو له لارې خبرداری ورکړ چې خپل کورونه پرېږدي او امن ځايونو ته ځانونه ورسوي.
هغه زياته کړه: ((ولسوالۍ موږ ته وويل چې ځان په څنګ کړئ، ستاسو په سيمه کې د داعشيانو پر ضد بمبار کېږي؛ نو موږ هم يوازې خپل سرونه را بهر کړي او تش لاس راغلي يو.))
دغه راز د ګورګورۍ له سيمې را کډه شوي محمد وايي، چې را کډه شوي کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي.
هغه وويل چې د اوسېدو لپاره د سرپناه، د خوراک لپاره د خوړو او حتی د څښاک اوبو له نشتوالي سره هم مخ دي او غوښتنه يې وکړه چې حکومت دې ورسره مرسته وکړي.
نوموړي وويل: ((اوس دلته په مکتوبونو، کلينيکونو، خوړونو، کنډرونو او ځينې د ونو لاندې دېره شوي يو، مشکلات مو ډير زيات دي.))
غلام فاروق چې د دې ولسوالۍ له اوغز سيمې راکډه شوی او د ولسوالۍ تر څنګ په يو کنډر کور کې اوسېږي، وايي چې تر اوسه ورسره هېڅ مرسته نه ده شوې.
دی وايي چې څو ځلې تر ولسوالۍ غوښتل شوي، خو هلته په ورتګ ورته هېڅ مرسته نه ده ورکړل شوې او زياتوي چې مرستې په خپلو منځو کې وېشي.
د سيمې يوه اوسېدونکي ۱۶ کلن عبيدالله وويل، له کله راهيسې چې دغه خلک بېځايه شوي، د دوی مکتب هم بند شوی دی.
نوموړي وويل: ((کډوال ټول په مکتبونو کې دي؛ نو مکتب هم رخصت شوی، دلته مکتبونه سرد سېره دي او رخصت نه دي.))
د هسکې مېنې ولسوالۍ د انکشافي شورا مشر او قومي مخور حاجي خليل هم وويل چې د شپولې درې له بېلابېلو ځايونو بې ځايه شوې کورنۍ په سختو ستونزو کې دي.
هغه د ولسوالۍ او ولايت په چارواکو غږ وکړ چې د دغو کورنيو د ستونزو د حل لپاره اقدام وکړي.
د هسکې مېنې ولسوال سازولي شينواری هم مني چې راکډه شوې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي او بايد ولايتي ادارې ورسره مرسته وکړي.
د ولسوال د معلوماتو له مخې، د امنيتي ځواکونو تر وروستي اعلان وروسته شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ راکډه شوې او ټول له ولسوالۍ سره نږدې په مشکلاتو کې ژوند کوي.
هغه نيوکه وکړه چې ولايتي اداره د نورو ولسواليو له بې ځايه شوو سره مرستې کوي خو د هسکې مېنې ولسوالۍ کډوالو ته يې هېڅ توجه نشته دى.
ده وويل چې پخوا يې هم له ولايتي ادارې د نورو ۳۰۰ کورنيو لپاره د مرستې امر اخېستی و؛ خو يوازې له ۱۳ کورنيو سره مرسته شوې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي بيا وايي چې دغه اقدام په هسکې مېنه کې د داعش ضد عملياتو په موخه شوى او موخه يې هم د ولس د ژوند خونديتوب دی.
هغه وويل چې له يادو کورنيو سره د مرستو لپاره د کډوالو چارو رياست ته د هغوی د سروې لارښوونه شوې ده.
تر دې وړاندې هم د ننګرهار د بېلابېلو ولسواليو اوسېدونکي له خپلو سيمو بې ځايه شوي چې ګڼو کورنيو سره يې هېڅ ډول مرستې نه دي شوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










