جلال اباد (پژواک، ۱۱ چنګاښ ٩۶): د ننګرهار په څلورو ولسواليو کې مېشت د خوږياڼو او حصارک قومونو له دولت څخه وغوښتل چې په دغو ولسواليو کې دې رغنيزو او بنسټيزو پروژو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
دوی دغه راز په خپلو سيمو کې د اشخاصو له لاسوهنې سره مخالفت وکړ او ټينګار يې وکړ، که حکومت د دغې سيمې د امنيت لپاره هره پرېکړه کوي؛ نو خپله دې له دغو قومونو سره په اړيکه کې شي.
که څه هم د خوږياڼو او حصارک قومونو مستقيما د چا نوم ياد نه کړ؛ خو ظاهراً يې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي ظاهر قدير هغو څرګندونو ته اشاره وه، چې په پچيراګام ولسوالۍ کې يې د ولسي پاڅون کوونکو د ملاتړ په خاطر کړې وه.
د خوږياڼو قوم اړوند د خوږياڼو، شېرزادو او پچيراګام ولسواليو او د حصارک قوم اړوند د حصارک ولسوالۍ سلګونه مخورو او قومي مشرانو د چنګاښ په ۱۱مه د ننګرهار د قبايلو چارو په رياست کې د يوې سترې غونډې پرمهال دغه غوښتنې وکړې.
دوی دغه راز په پچيراګام ولسوالۍ کې د داعش ضد حکومتي عملياتو ستاينه وکړه او ټينګار يې وکړ چې يو شمېر اشخاص دې د خپلو شخصي ګټو په خاطر په دغه ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د فعاليتونو د تخريب څرګندونې نه کوي.
د اجراييه رياست سلاکار او د خوږياڼو ولسواليو کې يو تن قومي مشر محمد امان خيري د يادې غونډې په څنډه کې خبريالانو ته وويل، په خپله سيمه کې له حکومت پرته د هېچا لاسوهنه او څرګندونې ورته د منلو وړ نه دي.
هغه زياته کړه، که تر دې وروسته هر چا د خوږياڼو او حصارک قومونو په ولسواليو کې لاسوهنه وکړه د دغو قومونو له کلک غبرګون سره به مخ شي.
دی وايي،اوسمهال په پچيراګام ولسوالۍ کې امنيتي وضعيت ښه شوی او بايد حکومت رغنيزو پروژو ته مخه کړي.
د خوږياڼو دغه قومي مخور د ولايتي ادارې د هغې پرېکړې په اړه هم د تجديد نظر غوښتنه وکړه، چې په خبره يې د ولسي پاڅون کوونکو د وسله وال کولو په اړه يې کړې ده.
نوموړي زياته کړه: (( ولايت پرېکړه کړې، چې خوږياڼو قومونو ته به ۳۰۰ ميله وسله ورکوي، چې خپلې ځمکې وساتي؛ خو زه وايم دا وسلې کمې دي او ساحه ډيره ده؛ نو بايد په سوونو ميله نوره وسله هم راکړل شي، څو موږ د خپلو سيمو ساتنه په خپله وکړو.))
د خوږياڼو يو بل قومي مشر ملک شېرزمين خوږياڼي هم وويل، حکومت دې د دغو ولسواليو امنيت ته پوره پاملرنه وکړي او دغه راز يې غوښتنه وکړه چې د دغو ولسواليو د امنيت د تامين په خاطر دې ولسي پاڅون کوونکي تجهيز کړي.
هغه وويل، دولت دې نور د ولس په سر لوبې نه کوي او بايد د دغو ولسواليو د دايمي امنيت د تامين په خاطر کوټلي ګامونه پورته کړي.
د دغې ولسوالۍ د ځوانانو د يوې شورا مشر عزيز خوږياڼي وويل، حکومت لکه د دغو ولسواليو د نورو قشرونو ترڅنګ ځوانانو ته هم هېڅ پاملرنه نه ده کړې او ګڼ شمېر ځوانان بې روزګاره ګرځي.
هغه وويل، له يوې خوا ځوانانو ته د تعليم سمه زمينه نه ده برابره او له بلې خوا ورته په دندو کې هم پوره وخت نه ورکول کېږي.
د غونډې ګډونوالو په پای کې يو پرېکړه ليک هم صادر کړ چې په کې دغو ولسواليو ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه شوې وه.
په ياد دوولس ماده ييز پرېکړه ليک کې غوښتنه شوې چې حکومت دې په دغو څلورو ولسواليو کې د بيا رغوونې او ملي پروژې پلې کړي او دغه راز دې روغتيا، پوهنې او کرنيزو برخو ته هم پاملرنه وکړي.
په پرېکړه ليک کې راغلي، که حکومت په دغو ولسواليو کې رغنيزې او بنسټيزې پروژې پلې کړي؛ نو ساتنه به يې دوی په خپله وکړي.
دوی دغه راز غوښتنه وکړه چې د کابل دويم لين سړک چې د خوږياڼو، شېرزادو او حصارک له ولسواليو تېريږي، کارونه يې غير معياري روان دي او بايد ورته جدي پاملرنه وشي.
د يادولو ده چې د ننګرهار دغه څلور ولسوالۍ تر ډيره نا امنه دي او ډېر کله ترې د نا امنۍ خبرونه خپرېږي.
څه موده وړاندې داعش ډلې يو ځل بيا په پچيراګام ولسوالۍ بريدونه وکړل چې لا هم ورسره امنيتي ځواکونه په جګړه بوخت دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










