منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په ازرې ولسوالۍ کې د يوه جومات د جوړېدو چارې پيل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۱ کتنې

پل علم (پژواک،١١چنګاښ٩٦): د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د ١٢٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت د يوه جومات د جوړېدو چارې پيل شوې.

د ازرې ولسوال حميدالله حميد د چنګاښ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه جامع جومات د ١٢٠زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړيږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د دې جامع جومات مالي لګښت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري ورکول کېږي.

ولسوال وايي، دغه جامع جومات په دوو پوړونو کې په اساسي توګه جوړيږي او په يو وخت کې زر کسان کولى شي لمونځ په کې وکړي.

د هغه په وينا، د دې جومات لپاره د ولسمشر محمد اشرف غني له حکم سره سم درې جريبه ځمکه ځانګړې شوې چې د جوړېدو چارې به يې د نهو مياشتو په موده کې بشپړې شي.

دغه راز د لوګر د ولايتي شورا غړي عبدالولي وکيل پژواک ته وويل چې په تېرو ١٤کلونو کې دغه شان لويه پروژه په ازره کې نه وه پلې شوې.

هغه زياته کړه: ((جومات د مسلمانانو لپاره يو مقدس ځاى دى او د دغه شان جوماتونو جوړول د حکومت او ملت ترمنځ واټن هم کموي.))

د لوګر د حکومتي چارواکو د معلوماتو له مخې، په تېر يو کال کې دا يوولسم جومات دى چې په دې ولايت کې يې د جوړېدو چارې پيليږي.

ازره د لوګر له ناامنو ولسواليو څخه ده چې له تېرو ١٤کلونو راهيسې يې لويه لار له مرکز پل علم سره تړل شوې ده او اوسېدونکي يې د ننګرهار له لارې لوګر ته تګ راتګ کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه