منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۹ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

امنیه قوماندان: کونړ کې سلګونو داعشیانو فعالیت پیل کړی

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۲ کتنې

اسعداباد (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٦): د کونړ امنيه قوماندان وايي چې سلګونو داعشيانو په دغه ولايت کې فعاليت پيل کړى او د بهرنيانو له خوا ورته روزنه هم ورکول کېږي.

امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې په دغه ولايت کې د داعش ډلې کره شمېر نه دی معلوم، خو عملاً يې فعاليتونه له چپې درې ولسوالۍ څخه پيل کړي او شمېر يې سوونو ته رسېږي.

د هغه په وينا، داعش ډلې دغه راز د دغه ولايت د ناړۍ ولسوالۍ د باټاش په غرنۍ سيمه کې روزنځايونه لري او د بهرنيو داعشيانو له خوا ورته روزنه ورکول کېږي.

دى وايي چې د نورګل ولسوالۍ په مزار دره، د وټه پور ولسوالۍ په غرنيو سيمو او همدارنګه د ماڼوګي ولسوالۍ په غرنيو سيمو کې يې هم عملاً فعاليتونه پيل کړي دي.

همت وويل، داعش ډله غواړي چې په کونړ ولایت کې ځان ته دايمي استوګنځایونه پيدا کړي او له دې ځايه د هېواد نورو سيمو ته نفوذ وکړي.

د امنيه قوماندان په وينا، کونړ سخته او پېچلې اراضي او له ګاونډي هېواد پاکستان سره اوږده پوله لري نو پر همدې اساس داعش ډله غواړي چي په کونړ کې ځان ته غټې قرارګاوې پيدا کړي.

هغه وايي چې افغان امنيتي ځواکونه بشپړ چمتووالی لري، مرکزي دولت يې هم په جريان کې اچولى او ترې يې غوښتنه کړې چې د دغه ولايت امنيتي ځواکونه هم نور هم تجهيز کړي، څو د داعش پلانونه له منځه يوسي.

د کونړ امنيه قوماندان وويل چې د لمريز کال له پيل راهيسې حکومت د قاطع ماموريت په همکارۍ د کونړ ولايت په بېلابېلو سيمو کې د داعش پر ضد ١٤ بې پيلوټه هوايي بريدونه ترسره کړي دي.

د نوموړي په وينا، په دې بريدونو کې ٢٤ داعش جنګيالي وژل شوي او په زياته شمېر وسلې او مهمات يې يا له منځه وړل شوي او يا هم د دولتي ځواکونو لاسو ته ورغلي دي.

دى وايي، تر هغه به هوايي عمليات ادامه لري چې د داعش ټول مرکزونه او پټنځايونه له منځه وړل شوي وي.

جمعه خان همت وويل چې په دغه ولايت ولايت کې د ځايي اوسېدونکو تر څنګ بهرني داعشيان هم شته چې د دې ډلې د کسانو په روزنه، اکمال او بريدونو کې فعاله ونډه لري.

امنيه قوماندان زياتوي: ((له دې مخکې چې داعش ډله د افغان ځواکونو پر وړاندې کوم سرخوږى راپيدا کړي موږ د دوی پر مرکزونو په وټه پور، ماڼوګي، چپه دره او ځینو نورو سیمو کې ځمکني او هوايي عملیات ترسره کړي چې سلګونه داعشیان او د دوی مهم قومندانان مو وژلي.))

د هغه په وينا، که چېرې دوى نور هم ښه تجهيز شي؛ نو په کونړ کې به دداعش ډلې ټول فعاليتونه شنډ کړي.

همت وايي چې مرکزي دولت ورسره ژمنه کړې چې افغان ځواکونه به په مجهزو عصري درنو وسلو سمبال کړي.

ده وويل، څو ورځې مخکې داعش ډلې په چپه دره کې پر امنيتي پوستونه بريدونه کړي وو او غوښتل يې چې دا ولسوالي ونيسي او بيا نورستان ته لاره پيدا کړي.

خو امنيه قوماندان وايي چې دوى د امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول او له زياتې مرګ ژوبلې سره پر شا وتمبول شول.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه