منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۸ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولسمشر د زنبق څلورلارې چاودنه کې د زیانمن شوو ښوونځیو د رغولو سپارښتنه وکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۹۵ کتنې

کابل (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٦): ولسمشر غني د زنبق څلورلارې په پېښه کې د زيانمن شوو ښوونځيو د بيارغولو سپارښتنه وکړه.

د کابل د زنبق څلورلارې د غبرګولي د لسمې په ځانمرګي خونړي بريد کې چې له چاودېدونکو توکو ډک ټانکر په واسطه ترسره شو، لږ تر لږه ١٥٠ کسان په کې ووژل شول او تر ٣٥٠ ډېر ژوبل شول.

په دې پېښه کې لسګونو دولتي او غير دولتي ودانيو ته هم زيان واوښت.

له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار زرغونې لېسې ته ولاړ او د زنبق څلورلارې پېښه کې یې د دې لېسې زیانمن شوې برخې وکتلې.

سرچينه کاږي، ولسمشر د ښار جوړولو او مالیې وزاتونو ته سپارښتنه وکړه چې د زنبق څلورلارې په تروریستي پېښه کې زیانمن شوي ښوونځي دې ژر ورغوي.

سرچينه زياتوي، دغه راز ولسمشر د دې لېسې له ښوونکو او زده کوونکو سره په کتنه کې د زده کړې په برخه کې د ښوونکو هڅې او د زده کوونکو لوړ مورال وستایه.

د یادې لېسې زده کوونکو ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې په قوي روحیه به خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او تروریستي بریدونه د دوی د زده کړو  پر وړاندې نه شي خنډ کېدای.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه