کابل (پژواک،١٧ چنګاښ ٩٦): د سالنګ نوي تونل د مطالعاتو او تفصيلي ډيزاين تړون چې ١٩،٦ ميليونه ډالره لګښت لري، د فوايد عامې وزارت او يو استراليايي شرکت ترمنځ لاسليک شو.
د سالنګ تونل هندوکش غرونوکې شاوخوا ٥٢ کاله وړاندې جوړ شوى، ٢،٧ کيلومتره طول لري او شمال له مرکز،ختيځو او سوېلي ولايتونو سره او له دې لارې مرکزي اسيا له سوېلي اسيا سره نښلوي.
د فوايد عامې وزارت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې د سالنګ نوى تونل د بغلان له دوشاخ څخه د پروان ولايت له اولنګه د ١٢ کيلومترو په اوږدوالي جوړ شي.
د سرچينې په وينا، جاپان د سالنګ نوي تونل پروژې لپاره، ٣٢ ميليونه امريکايي ډالر له افغانستان سره مرسته کړې چې شاوخوا ١٩،٦ ميليونه به يې پر تخنيکي مطالعاتو او تفصيلي ډيزاين کې ولګول شي.
د فوايد عامې وزيرمحمود بليغ نن له استراليايي شرکت سميک SMEC سره د سالنګ نوي تونل د تخنيکي مطالعاتو او تفصيلي ډيزاين تړون مراسموکې وويل چې د دې پروژې تخنيکي مطالعات او تفصيلي ډيزاين به راتلونکو دوه نيمو کلونوکې بشپړشي.
هغه زياته کړه چې د سالنګ اوسنى تونل، شاوخوا پنځوس کاله وړاندې د وخت شوري اتحاد له لوري جوړ شو؛ خو هېواد کې د نامناسبو شرايطو له امله، دې تونل ته جدي زيان اوښتى او اړتيا ده چې بديله لار ولټول شي.
د ياد وزارت وياند مهدي روحاني وويل چې دولت د سالنګ نوي تونل ترڅنګ، د پنجشېرخاواک- بغلان خنجان او د بغلان دوشي – باميانو نورې بديلې لارې په پام کې نيولې دي چې لومړني کارونه يې هم پرمخ تللي دي.
د حکومت اجراييه رييس عبدالله عبدالله چې يادو مراسمو کې خبري کولي، وويل :" خوشحاله يم چې نن د تړون لاسليک کولو شاهدان يوو چې د هېواد اقتصادي، ترانسپورټي او ترانزيټي وضعيت غوړېدو په برخه کې ځانګړى اهميت لري."
نوموړي زياته کړه چې د سالنګ لويې لارې جوړول د افغانستان له ولس سره د ملي يووالي حکومت له ژمنو څخه دي، اوسنۍ لار د لېږد رالېږد، ترافيکو تګ راتګ، سوداګريزو او اقتصادي فعاليتونو لپاره بسنه نه کوي؛ نوځکه حکومت د بديلو لارو جوړولو په لټه کې دى.
هغه په ډاګه کړه چې همدا اوس د دوشي – باميانو پر لويه لار کار روان دى او د خاواک سړک په اړه هم لومړني ګامونه اخيستل شوي دي.
د حکومت اجراييه رييس، د سالنګ لارې جوړولو کې د ځنډ له امله له خلکو څخه د بښنې غوښتلو ترڅنګ د فوايد عامې وزارت ته لارښوونه وکړه چې د بيارغونې دې پروژې تر بشپړېدو دې د خلکو تګ را تګ او ترافيکو لپاره اړينې اسانتياوې چمتو کړي.
نوموړي وويل چې د سالنګ لويې لارې جوړول به سيمه کې د لېږد رالېږد، ترانزيټ او له مرکزي اسيا سره د سوېلي اسيا نښلولو په برخه کې د پام وړ رول ولوبوي.
د اسيايي پراختيايي بانک مشرتوماس پنيلا هم د افغانستان اقتصادي ودې او پراختيا په برخه کې د سالنګ لويې لارې جوړول اغېزمن وبلل ويې ويل چې د دې لويې لارې بيارغول او جوړول نه يوازې د افغانستان کرنې او اقتصاد برخې ته، بلکې د سيمې ترانسپورټي او ترانزيټ سيستم لپاره هم اهميت لري.
په کابل کې د جاپان سفير ميت سوجي سوزوکا، افغانستان د سيمې نښلونکى پول وباله ويې ويل چې د دې هېواد جغرافيايي موقعيت ځانګړى اهميت لري.
هغه يادونه وکړه چې جاپان تل د افغانستان د باور وړ ملګري په توګه له دې هېواد سره مرسته کړې ده.
د نوموړي په وينا، تېرو پنځلس کلونوکې جاپان له افغانستان سره په بېلابېلو برخوکې ٦، ٢ميليارده امريکايي ډالره مرسته کړې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










