پل علم (پژواک، ١٧ چنګاښ ٩٦) : په لوګر ولايت کې د کډوالو د ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې د جوړونې کار پيل شو.
د لوګر د والي وياند سلم صالح د چنګاښ په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې پروژې د کار د پيل په مراسمو کې مرستيال والي قمر الدين شکېب، د کډوالو امر احمد صالحي او د سيمې مشرانو ګډون کړى وو.
هغه زياته کړه، د اوبو دغه شبکه د وزير کلا په سيمه کې د کډوالو په ښارګوټي کې جوړېږي، چې څه باندې نهه ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
صالح وايي، په دې پروژه کې يوه ژوره څاه، د اوبو کانکريټي زېرمه، احاطوي دېوال ، تخنيکي خونه او د پمپ سولرونه شامل دي.
د والي وياند وويل، ياده زېرمه د ۶۳ متره مکعب اوبو د زېرمه کېدو وړتيا لري چې د مهاجرينو راستنېدونکو چارو وزارت لخوا په درېيو مياشتو کې جوړيږي.
د نوموړي په وينا، دغه شبکه به د اوس لپاره ۴۷۰ کورنيو ته اوبه ورکوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










