منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۸ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ٤٥ پراختيايي پروژو تړونونه لاسليک شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۹ کتنې

کابل (پژواک، ١٨ چنګاښ ٩٦): د کليو د پراختيا وزارت وايي، د څه باندې ٣٧٨ ميليونه افغانيو په ارزښت د ٤٥ پراختيايي پروژو تړونونه لاسليک شول.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلي چې د ياد وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د کليو د پراختيا او بيارغونې چارو وزير نصيراحمد دراني نن (يکشنبه) د يوه مطبوعاتي کنفرانس له لارې د يادونو پروژو تړونونه له څو کليوالي پرمختيايي شوراګانو او خصوصي شرکتونو سره لاسليک کړل.

سرچينه کاږي، په دغو تړونونو کې چې ټوليز ارزښت يې ۳۷۸ میلیونه او ۹۰۶ زره افغانی دی، د پلونو، د اوبو د سربندونو، د اوبو رسونې کانالونو، استنادي دېوالونو او د ښوونځیو د دېوالونو جوړول شامل دي.

سرچينه زياتوي، دغه پروژې د کليو د پراختيا وزارت د سيمه ييز انسجام د برنامې تر څار لاندې په بدخشان، بادغيس، بغلان، بلخ، غور، هرات، کندهار، کونړ، خوست، کندوز، ننګرهار، پکتيا، سمنګان، سرپل او زابل ولايتونو کې پلې کېږي.

د خبرپاڼې په حواله، د دغو پروژو له ډلې د ۴۱ پروژو ۹۰ سلنه لګښت د مالیې وزارت له لوري او په ۳۸ پروژو کې ۱۰ سلنه لګښت د ځایي کلیوالي شوراګانو له لوري او د دغو ۴۵ پروژو له ډلې د دوو پروژو لګښت د هندوستان هېواد او د دوو نورو یې بیا د قزاقستان هېواد له لوري ورکول کېږي.

په خبرپاڼه کې همداراز يادونه شوې چې د دغو پروژو په پلي کېدو سره ۱۹زره او ۳۳۰ کاري ورځې رامنځته کېږي او ۱۳۲زره او ۴۸۷ ځایي اوسېدونکي به له دغو پروژو نه ګټه پورته کړي.

د کلیو د پراختیا او بیارغونې چارو وزیر له تړون کوونکو شرکتونو او پراختیایي شوراګانو نه په کلکه غوښتنه کړې چې د پروژو کیفیت او وخت باید په جدي توګه په پام کې ونیسي.

نوموړي د دې پروژو پلې کولو اصلي موخه له مارکېټ سره د کلیو او کرنیزو سیمو نښلول او د کرنیزو حاصلاتو ډېروالی په ګوته کړ او ویې وویل: "د ابو رسونې او دېوال جوړونې له پروژو نه مو موخه دا ده چې کرنیزې ځمکې خوندي او حاصلخیزه کړو او د سړک او پلونو له جوړولو نه مو موخه دا ده چې بزګران له مارکېټ سره وصل کړو."

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه