جلال اباد (پژواک، ١٩ چنګاښ ٩٦): په ننګرهار ولايت کې د پنځوس ميليونه افغانيو په پانګونې يو خصوصي روغتون جوړېږي چې ورسره به پاکستان ته د ناروغانو د تګ مخه ونيول شي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د چنګاښ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه روغتون د تورخم- جلال اباد پر لويه لاره د بهسودو ولسوالۍ د ثمرخېلو په سيمه کې جوړېـږي.
هغه زياته کړه چې روغتون د هېواد د يوه پانګوال انجنير زرغون شاه له لوري د پنځوس ميليونه افغانيو په لګښت جوړېږي او نن يې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
خوږياڼي د خصوصي سکتور له خوا د روغتيا په برخه کې دا ستره پانګه وبلله او زياته يې کړه چې په دغه روغتون کې به د درملنې ټول مجهز وسايل شتون لري.
د نوموړي په وينا، د روغتون له جوړېدو سره به پاکستان ته د ناروغانو د تګ مخه ونيول شي او همدلته به يې درملنه کېږي.
د ياد روغتون مسوول انجنير زرغون شاه پژواک اژانس ته وويل چې د دغه روغتون د جوړېدو چارې په په درېيو کلونو کې بشپړې شي.
هغه زياته کړه چې په دغه روغتون کې به د تشخيص او درملنې لپاره ټول عصري وسايل راوړل کېږي او اسانتياوې به برابرې شي.
دى وايي چې په روغتون کې به د افغانانو تر څنګ بهرني ډاکټران هم د ناروغانو درملنه کوي.
زرغون وايي چې په روغتون کې د زړه ځانګړې عصري څانګه فعالوي، دغه راز د پښتورګو د ناروغۍ د درملنې لپاره عصري وسايل او د وينې د تلسميا د ناروغانو لپاره د وينې بانک جوړوي.
د هغه په وينا، د وينې بانک به خيريه وي او په وړيا توګه په د تليسميا ناروغانو ته وينه ورکول کېږي.
د دغه روغتون بنسټ اېښودونکى وايي چې د جمعې په ورځ به وړيا درملنه کېږي او په نورو ورځو کې به بېوزلو ته ځانګړى تخفيف ورکول کېږي.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې خصوصي روغتونونه سوداګريزه بڼه لري، وويل: ((موږ تجارت نه کوو، زموږ موخه د هېوادوالو خدمت دى؛ ځکه چې هر کال زرګونه هېوادوال نورو هېوادونو ته درملنې لپاره ځي او ډېر لګښتونه پرې راځي.))
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مطبوعاتي مسوول انعام الله مياخېل د دغه روغتون د جوړېدو چارې د ننګرهاريانو په ګټه وبللې خو د دغه روغتون له مسوولينو يې وغوښتل، داسې امکانات برابر کړي چې د ننګرهار د دولتي روغتونو په واک کې نه وي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، د زړه د عملياتو د برخې فعاليدو او دغه راز د اېم ار اي يا د ټول بدن د معاينې د ماشين د فعالولو خبره وکړه او زياته يې کړه، دا هغه څه دي چې د ننګرهار عامې روغتيا رياست يې نه لري نو خلکو ته به يې ډېره ګټه ورسېږي.
مېاخېل زياتوي، که دغه جوړېدونکی کمپلېکس ياد امکانات برابر کړي؛ نو پاکستان او نورو هېوادونو ته د ناروغانو د تګ په مخنيوي کې به ګټور تمام شي.
د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي بدرالدين هم د دغه روغتون پر جوړېدو خوښي وښوده او ويې ويل چې دې سره به پاکستان ته د ناروغانو په وړلو کې کمښت راشي.
هغه زياته کړه: ((زما مور د معدې تکليف درلود، موږ څو ځله پېښور ته بوتلله، که دلته امکانات برابر شي، نو له ډېرو ستونزو به خلاص شو.))
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









