منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۹ غ.و
۴°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

مسافر د الوتنو له ځنډېدو شکايت لري

· ۷ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

کابل (پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٦): ځيني مسافر د هېواد د  هوايي شرکتونو په الوتکو کې د الوتنو له ځنډ شکايت کوي او وايي چې ځينې الوتنې د ساعتونو لپاره ځنډېږي.

د اريانا دولتي او کام اير هوايي خصوصي شرکتونه مني چې په ځينو الوتنو کې د بېلابېلو لاملونو په سبب ځنډ رامنځته کېږي، خو د يادې ستونزې د حل هڅه کوي.

د صافي خصوصي هوايي شرکت چارواکي وايي چې پخوا يې الوتنو کې ځنډ و، خو دا ستونزې له يوې مياشتې راهيسې لرې شوې ده.

په الوتنو کې د ځنډ خبره داسې مهال مطرح کېږي چې په ټکټونو کې له مسافرو غوښتنه دا وي چې له الوتنې درې ساعته وړاندې دې هوايي ډکر کې حاضر وي او په يوه ډول دا خبردارى هم ورکړل شوى چې د مسافرو د پلټنې غرفې ٤٥ دقيقې وړاندې تړل کېږي.

خو د ځيني نور خلک چې د هېواد فعالو درېيو شرکتونو(اريانا، کام اير او صافي) کې کورني او بهرني سفرونه کوي، وايي چې څو ځله د الوتنو له ځنډ سره مخامخ شوي او کله کله په الوتنو کې د چارواکو سفر هم ځنډول کېږي.

اريانا شرکت

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو ادارې لومړي مرستيال خان جان الکوزى چې د يوه سوداګریز پلاوي په مشرۍ يې د ١٣٩٦ کال د چنګاښ په ٧مه نېټه له کابل نه ارومچي ته الوتنه درلوده، وايي چې دا الوتنه شاوخوا دوه ساعته د پيلوټ د غوسې په سبب وځنډول شوه.

هغه وويل چې د الوتکې د دغه الوتنې مسافرو يوازې يو ساعت د هوايي ډګر هغه بس کې تېر کړل چې مسافر تر الوتکې پورې رسوي.

نوموړي زياته کړه چې له ناپايه انتظار وروسته دوى بېرته د الوتنې انتظار ځاى ته راوړل شول، څو دا مسئله له پيلوټ سره حل شي.

د کابل اوسېدونکى وحيدالله خان زاده چې د اريانا هوايي شرکت د ١٣٩٦کال د سرطان ١٤مې نېټې په (FG-332) ګڼه الوته کې يې له  ارومچي نه کابل  ته سفر درلود، ویې ويل چې په ارومچي هوايي ډګر کې مسافر د شاوخوا يوه ساعت لپاره الوتنې ته انتظار وو.

د نوموړي په خبره، ټاکل شوې وه چې الوتکه په ٥:٠٦ بجو الوتنه وکړي، خو په ٧:٣٥بجو والوته.

خانزاده وويل چې د اريا هوايي شرکت د الوتکې يې عملې ويل چې د لسګونو نورو مسافرو په تمه دي او په راتګ سره به يې الوتنه وکړي.

هغه وويل چې د شاوخوا يوه نيم ساعت په تېرېدو سره يوازې يو کس الوتکې ته را پورته شو او الوتکه والوته.

د هېواد ځيني اوسېدونکو  د الوتنو د ځنډ په تړاو د پژواک خبري اژانس د پوښتنې په ځواب کې چې پر فېسبوک پاڼه يې مطرح کړې وه، وويل چې دا ستونزه شته ده.

ملينا کوثر ليکلي چې شاوخوا درې مياشتې وړاندې يې د ترکيې له انقرې ښار نه افغانستان ته په اريانا الوتکه کې الوتنه درلوده او ټاکل شوې وه چې د شپې دوې بجې الوتنه ولري، خو زياته يې کړه: ((کله چې دوې بجې شوې راته وويل شول چې الوتنه راتلونکې شپې ته وځنډېده.))

د کندهار اوسېدونکي نثار احمد بارک ليکلي چې د کال په ترڅ کې يې څو ځلې له کندهار نه ډيلي ته د اريانا افغان هوايي شرکت الوتکه کې تګ راتګ کړى، خو الوتنه يې هر ځل ځنډېدلې ده.

نوموړي له دولت وغوښتل چې دغه دولتي شرکت ته ډېره پاملرنه وکړي، کيفيت يې ښه کړي او تخنيکي ستونزې يې له منځه يوسي.

د اريانا هوايي شرکت تجارتي مشر عبدالعلي فروغ وويل چې د شرکت ټولې الوتنې له ځنډ سره نه مخ کېږي، خو کله کله ځينې الوتنې د بېلابېلو لاملونو په سبب ځنډېږي.

نوموړي زياته کړه چې په ځينو مواردو کې تخنيکي ستونزې، د هوا خرابي، په هوايي ډګر، رنوې او (VIP) الوتنې د دې لامل ګرځي چې ټاور (د ډګر د مراقبت برج) تر نيم ساعت پورې پيلوټ ته د الوتنې اجازه ورنه کړي.

فروغ څرګنده کړه چې يو کس لس ځله الوتنه لري، نه ځنډېږي، خو ممکن کوم الوتنه يې وځنډېږي.

د نوموړي په خبره، په الوتنو کې ځنډ په اريانا هوايي شرکت پورې اړه نه لري، بلکې يوه عمومي ستونزه ده، هېڅ کوم شرکت د نړۍ په کچه له دې ستونزې خلاص نه دى.

هغه وويل چې هر وخت يو يا يونيم ساعت ځنډېږي، دا د ټولو الوتکو لپاره يوه عادي موضوع ده.

 نوموړي د يوه مسافر د دې څرګندونو په اړه چې ګني د ١٣٩٦ کال د چنګاښ په ٧مه نېټه يې په (FG-331) ګڼه الوتنه کې د چين ارومچي ته الوتنه درلوده او په هغه ورځ پيلوټ غوسه شوى و او الوتنه يې يو نيم ساعت وځنډوله، وويل: ((پيلوټ نه شي غوسه کېدلى، دلته سيستم او نظام دى، له کوم موجه دليل پرته غوسه نه شي کولى.))

د هغه په خبره، هر وخت چې پيلوټ غوسه شي، فکر يې ارام او پر اعصابو مسلط نه وي، د الوتنې اجازه نه ورکول کېږي؛ ځکه چې د مسافرو ژوند د پيلوټ په کړنو پورې تړلى او اصولاً دې الوتنه نه کوي.

د کام اير شرکت

عبدالله حميد چې د کام اير په الوتکه کې يې له هرات څخه کابل او د هغو برعکس الوتنه کړې ده، ليکلي چې ډېر وخت د دغه شرکت الوتنې ځنډېږي.

هغه د الوتنو د ځنډ په اړه د جزئياتو له وړاندې کولو پرته وويل: "بايد موږ ته د شکايتونو مرجع وټاکل شي، څو د الوتنو د ځنډېدو په اړه خپل شکايتونه ثبت کړو."

خو نقيب هارون خېل په خپله فېسبوک پاڼه ليکلي: "د کام اير په الوتکه کې مې په شپږو بجو الوتنه درلوده، درې ساعته مخکې هوايي ډګر ته ورسېدم؛ خو الوتکه له پروازه درې ساعته مخکې نه وه؛ ځکه په دې الوتکه کې د پارلمان يوه وکيل الوتنه درلوده، د خپل بېړني کار لپاره يې درې ساعته مخکې الوتنه کړې وه او ډېر مسافر يې پر ځاى پرېيښي وو."

د کام اير هوايي شرکت تجارتي مسوول سليمان عمر هم تاييد کړې چې ځينې الوتنې ځنډېږي.

هغه زياته کړه، ډېر وخت چې لوړ پوړي حکومتي چارواکي سفر ولري، د هېڅ شرکت الوتکې ته د پرواز اجازه نه ورکوي او په همدې دليل الوتنې ځنډېږي.

خو هغه وويل: "موږ يوازېنى شرکت يو چې د ټيلېفوني خدماتو وړاندې کولو مرکز لرو او که چېرې الوتنې نيم ساعت هم وځنډېږي، يوه ورځ مخکې او يا په هماغه ورځ مخکې له دې چې مسافر هوايي ډګر ته راشي، خبر ورکوو."

صافي شرکت

په هندوستان کې افغان محصل، سيد عباس سادات وويل: "د روان کال د جون په ١٧مه مې په صافي الوتکه کې له کابل څخه مې ډيلي ته الوتنه درلوده، چې دغه الوتنه درې نيم ساعته وځنډېده، ټاکل شوې وه چې په يوه نيمه بجه الوتنه وکړي؛ خو د ماښام په شپږو بجو يې الوتنه وکړه."

هغه ادعا کوي چې د دوو تېرو کلونو په اوږدو کې يې د مختلفو کورنيو شرکتونو په الوتکو کې کابل او ډيلي ته سفرونه کړي او ډېر وخت الوتنې ځنډول شوې دي.

دغه راز د صافي هوايي شرکت يوه مسوول وويل چې  پخوا د دغه شرکت د الوتکو ځينې الوتنې ځنډېدې؛ خو له کابو يوې مياشتې را هيسې دغه ستونزه حل شوې ده.

د هغه په وينا، د تخنيکي ستونزو، الوتکو د کمښت او ډېرو سفرونو له امله ځيني وخت الوتنې د ١٥دقيقو تر نيم ساعت ځنډېدېږي؛ خو هېڅکله تر دې ډېرې نه دي ځنډېدلې.

د افغانستان د هوايي چلند خپلواکې ادارې وياند قاسم رحيمي وويل چې د کورنيو شرکتونو  د الوتکو د پروازونو د ځنډ خبرونه ورته رسېدلي  او د دې ستونزې د حل لپاره تېره ورځ "د چنګاښ٢٠مه" د اریانا، کام اير او صافي هوايي شرکتونو له مسوولينو سره يې ناسته ترسره کړه.

هغه زياته کړه چې ټاکل شوې ده راتلونکې اوونۍ ياد شرکتونه له ستونزې څخه د وتلو لپاره خپله طرحه د هوايي چلند له خپلواکې ادارې سره شريکه کړي.

هغه وويل که د دغو شرکتونو ‌طرحې جامع او بشپړې وې، له تعديل پرته به عملي شي؛ خو که بيا کتنې ته يې اړتيا درلوده، بدلونونه به په کې راشي؛ څو د شرکتونو ترمنځ سالمې سيالۍ رامنځته شي او ډسپلين مراعاتول، د خدماتو د کيفيت وړاندې کول پر ځان لازمي وګڼي او بالاخره مشتريان هم هغه شرکت ته مراجعه وکړي چې د خدماتو وړاندې کول يې ښه او په خپل وخت سره ترسره کوي.

هغه د دې په بيانولو سره چې د هوايي چلند خپلواکه  اداره د خلکو اقتصادي وضعيت او هوايي شرکتونو ستونزو ته په پام سره په هېواد کې د هوايي ترانسپورټ خدمتونو وړاندې کولو د طرزالعمل پر طبيق ټينګار کوي، زياته کړه چې د هر شرکت له خوا چې له دې مقرراتو، قوانينو او  طرزالعمل څخه سرغړونه کېږي، تر قانوني تعقيب لاندې نيول کېږي.

رحيمي وويل چې د هوايي شرکتونو په الوتنو کې ځنډ، سرغړونه ګڼل کېږي او هڅه کېږي چې د شرکتونو په موافقه او ژمنې سره مناسبه او هر اړخيزه حل لاره پيدا شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه