منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۹ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

تورخم کې د نباتاتو د صادراتو او وارداتو د څېړنې لپاره لابراتوار جوړېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۹ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۹۶): ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټي کې د کرنې او مالدارۍ ادارې په چوکاټ کې د نړیوال بانک په ۱۴ میلیونه افغانیو مالي لګښت د نباتاتو د صادراتو او وارداتو د څېړنې لپاره لابراتوار ته ودانۍ جوړېږي.

د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتره د چنګاښ په ۲۲مه پژواک ته په راستول شوې خبرباڼه کې راغلي چې د کرنې او مالدارۍ رئیس رفیع الله رحیمزي،چې د کرنې او مالدارۍ وزارت څخه راغلي پلاوي په ګډون یې ننګرهار والي سره د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ناسته درلوده په دې اړه معلومات ورکړل.

هغه وايي، د نړیوال بانک له لورې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د نباتاتو د صاداراتو او وارداتو د څېړنې په موخه د لابراتور لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل کیږي .

نوموړي زیاته کړه، د یادې ودانۍ د جوړولو په موخه یې د ځمکې د انتقال ټولې قانوني چارې ترسره کړي او د ننګرهار والي په مشرۍ یې د ګمرک له ادارې څخه د چارو د پیلولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه .

د ګمرک رييس الهام الدین مظهر وویل، په تورخم ښارګوټي کې له ګمرک سره څېرمه د نباتاتو د قرنطین لابراتوار اړین دی او د قانون په چوکاټ کې يې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه .

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د کرنې او مالدارۍ وزارت څخه مننه وکړه چې د لابراتوار ودانۍ په موخه یې له نړیوال بانک څخه دغه ولایت ته ۱۴ میلیونه اففانۍ ځانګړې کړې .

هغه خوښي وښوده، د ودانۍ تر جوړېدو وروسته به د ۲ سوه زره امریکایي ډالرو په لګښت په یاده ودانۍ کې مجهز لابراتوار جوړ او فعال شي چې له  مخې به يې د تورخم له لارې د هر ډول بې کیفیته نباتاتو د را انتقالیدو مخنیوی وشي .

د ننګرهار والي د یادو چارو د ترسره کېدو په برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او سپارښتنه یې وکړه،ترڅو ژر تر ژره عملي چارو ته زمینه برابره کړي .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه