منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۹ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د لغمان مرکز کې د ۴۸ ميليونه افغانيو په لګښت پروژې پيل شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۵ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۹۶): د لغمان مرکز مهترلام ښار د پراختيا لپاره د يو اېن هبيتات په همکارۍ د نږدې ۴۸ میلیونه افغانیو په لګښت د بېلابېلو پروژو چارې پيل شوې چې زرګونه کورنيو ته به يې ګټه ورسېږي.

دا رغنيزې او د پاکوالي چارې به د ۹ انکشافي شوراګانو له لوری مخې ته وړل کېږي چې ګڼو خلکو ته به د کار زمينه هم برابره کړي.

په همدې موخه د چنګاښ په ۲۲مه مهترلام ښار کې جوړو شويو مراسمو کې د لغمان والي سربېره د همکارو موسسو او يو شمېرو دولتي ادارو مسوولينو او عامو خلکو ګډون کړی و.

د يادو ۹ شوراګانو له ډلې څخه يې نن عملاً د دوو شوراګانو د پروژو چارې چې یو هم د سلطان غازي بابا په ښارګوټي کې ( د سولې پارک ) او بله هم د ښار د لومړۍ ناحیې په اتفاق مېنه کې د سړک، ویالو او پلچکونو د جوړولو پروژې دي پيل شوې.

د مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي وايي، د سولې تفریحي پارک چې د سلطان غازي بابا په ښارګوټي کې په ( ۳۰۳۹۴ ) متر مربع ځمکه کې جوړېږي، د پیاده رونو جوړول، موزائیک کاري، د بوټو او ګلانو کېنول او د شنو ساحو جوړول په کې شامل دي.

هغه زياته کړه چې په دغه پارک به ټولټال لس میلیونه، اته سوه شپږ نوي زره، اووه سوه اته ویشت افغانۍ لګښت راځي، چې د یو ان هبیتات، مهترلام ښاروالۍ او ولسي ونډې په کې تعین شوي.

دی وايي، د دغه پارک چارې به یې د یو کال په موده کې سرته ورسېږي او هره ورځ به په کې ۴۱ تنه کاریګر کار کوي.

د ښاروال د معلوماتو له مخې دوهمه پروژه د ښار د لومړۍ ناحیې په اتفاق مېنه کې د ( ۱۰۸۰ ) مترو په اوږدوالي د سړکونو کانکریټ ریزي، په همدې اندازه د ویالو پخول او د دوو بابو پلچکونو جوړول شامل دي.

ده زياته کړه چې د دغو چارو په جوړوېدو سره به یې په یاده سیمه کې په زرګونه کورنۍ له ګټې برخمنې شي او د دې پروژې چارې به هم په یوه کال کې بشپړې شي، چې هره ورځ به په کې ۴۱ تنو ته په کې د کار زمینه برابره وي.

د لغمان والي عبدالجبار نعیمي وويل، چې د ولایت د انکشاف لپاره یې هڅې او تلاشونه روان دي ولې لا هم ډېر کار ته اړتیا ده.

هغه زياته کړه د ابادۍ او پرمختګ په کارونو کې د زغم او سالم مدیریت تر څنګ عامه پوهاوي ته ډېره اړتیا ده، چې په دې برخه کې د ولایتي ادارو تر څنګ د ولسونو همکاري او فعاله ونډه اخیستل اړین دي او باید چې په پوره رښتینولۍ سره قدم پورته کړي.

په غونډه کې د ښاروالۍ د مشورتي شورا مرستیال حاجي حفیظ الله د ښار د انکشاف او د پرمختیايي پروژو د پلانونو د تطبیق په برخه کې د مهترلام ښاروالۍ هڅې وستايلې او منه يې وکړه، چې د دغو پروژو له چارو د نظارت تر څنګ به ولسونه دې ته هڅوي څو په کلکه د پروژو ساتنه او حفاظت وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه