منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۹ غ.و
۴°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

فارياب کې نشه يي توکي په ازاد ډول پلورل کېږي

· ۵ دقیقې لوستل · ۵۷ کتنې

 

ميمنه (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٦): په فارياب ولايت کې د دې پخلى کوي چې نشه يي توکي د ولايت په هره برخه کې په ښکاره پلورل کېږي، امنيتي او کشفي ځواکونه په دې برخه کې پر خبرتيا سربېره هم تر اوسه پورې څه اقدام نه دى کړى.

د پښتونکوټ ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالله چې د ميمنې ښار تر پله لاندې له نورو روږدو سره يو ځاى شوى او درې اولادونه لري وايي چې له اووه کاله وړاندې پر نشه يي توکو روږدى شوى، خپل ټول شته يې پلورلي، د نشه يي توکو د پلورونکو لپاره يې غلاوې کړې، د خلکو له نظره بد شوى او بالاخره يې تر پله لاندې ژوند پيل کړى.

نوموړي وويل چې نشه يي توکي يې له هرې کوڅې او ګوښې په اسانۍ سره ترلاسه کول، ځيني روږدي د نشه يي توکو د پلورونکو استازي دي، په ګرځنده ډول پر روږدو نشه يي توکو وېشي.

د ياد ولايت د المار ولسوالۍ اوسېدونکي خدر وويل چې ١٢ کاله وړاندې په ايران کې روږدى شو، له کار کولو ولوېد او اړ شو چې خپل هېواد ته راستون شي.

 هغه زياته کړه: ((کورنۍ مې انتظار وه چې له ايران نه به له ډېرو پيسو او ښو امکاناتو سره را ستون شم، ژوند به يې ورسره بدلون وکړي، خو کله يې چې وليدل له ادميت نه خلاص يم، حتى له کوره يې وشړلم، اوس د وسپنې ټوټې او د نوشابو قوطي ټولوم، کله کله غلا هم کوم او نشه يي توکي پېرم، دا توکي د ميمنې ښار په بېلابېلو سيمو کې په ازاد ډول پلورل کېږي.))

په ورته وخت کې د فراه د حج او اوقافو وزارت رياست مرستيال مولوي ګل احمد لطفي چې د نشه يي توکو سره د مبارزې محفل ته يې خبرې کولې، وويل چې نشه يي توکي د ښار په هره برخه او هټۍ کې په علني ډول پلورل کېږي، دولتي او امنيتي چارواکي ټول له دې موضوع نه خبر دي.

لطفي زياته کړه چې د خلکو  صبر او حوصله پاى ته رسېدلې. دولت بايد د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو او پلورونکو مخنيوى وکړي، له دې وروسته دې ځوانان نه هلاکوي، که چېرې د چارواکو ناغېړي وي، نو هغه ورځ لرې نه ده چې خپله هم هلاک او نابود شي.

هغه وويل چې د هر ډول نشه يي توکو کارول په قطعي ډول منع دي او د نابودۍ لپاره يې بايد ټول هڅه وکړي.

مصمم وويل چې په دغه ولايت کې د روږدو د درملنې دوه مرکزونه شته دي چې ولايتي ٥٠ بستريز روغتون او د اندخوى در وږدو عمومي روغتون په وروستيو ٩ کلونو کې د شاوخوا درې زره کسانو درملنه کړې چې ١٣٧ تنه يې ښځې دي.

د عامې روغتيا مشر وويل چې د روږدو د ډېرېدو لامل نا امني، بېوزلي، وزګارتيا، د ښار هره برخه کې د نشه يي توکو لپاره د زمينې مساعدوالى، د پوهاوي نشتوالى او کډوالي ياد کړل او وويل چې ټول بايد د درملنې لپاره روغتون ته مراجعه وکړي، خو د ښار په امنو ساحو کې د نشه يي توکو د شتون له پلور شکايت کوي.

د فارياب امنيې قوماندانۍ د ملکي برخې مرستيال نصيراحمد حکيمي د کابل ښار بېلابېلو برخو او هټيو کې د نشه يي توکو د پلور په تړاو وويل چې پلورونکي ګرځنده دي، هره شېبه له يوه ځايه بل ځاى ته ځي، کشفي او امنيتي ارګانونه نه شي کولى چې هغوى ونيسي، د هتۍ د تلاشي کولو لپاره هم د محکمې حکم ته اړتيا ده.

دا په داسې حال کې ده چې د فارياب امنيې قوماندان د مرستيال د څرګندونو خلاف د پژواک خبري اژانس خبريال د ميمنې ښار تر سيند او پله لاندې ساحو نه د ليدنې پر مهال وويل چې يو کس په ٢٧دقيقو کې ٥٣ کسانو ته نشه يي توکي ورکړل.

د فارياب امنيې قوماندانۍ مرستيال وويل چې د فارياب پوليسو د ١٣٩٥کال لومړۍ ربع کې د نشه يي توکو ٤٥ قاچاق وړونکي او پلورونکي نيولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې سپارلي دي،

د دې تر څنګ يې دوه کيلو هرويين، ٢٥ کيلو چرس، ٢٠ کيلو ترياک، ٧٠٠ ګرامه ښيښه او څه باندې ١٦٠ بوتله الکولي مشروبات ضبط کړي دي.

بلخوا د فارياب د امنيې قوماندانۍ مرستيال  وويل چې د فارياب پوليسو په ١٣٩٥ کال او د همدغه کال په لومړۍ ربعه کې ٤٥ قاچاق وړونکي او د نشه يي توکو پلورونکي نيول شوي چې عدلي او قضايي ارګانونو ته يې سپارلي او دوه کيلو هيروين، ٢٥کيلو چرس، ٢٠ کيلو ترياک، ٧٠٠ ګرامه ښيښه او څه باندې ١٦٠بوتله الکولي څښاک نيولي دي.

د فارياب امنيې قوماندانۍ مرستيال زياته کړه چې د ځينو بهرنيو بنسټونو له لوري وړاندې شوې شمېرې څرګندوي چې د فارياب په کچه شاوخوا ٣٠ زره کسان پر نشه يي توکو روږدي دي.

د فارياب د پوهنې مشر غلام سخي بيان له نشه يي توکو سره د مبارزې د تنظيم مراسمو ته په خبرو کې د ولايت مشرتابه ته ډاډ ورکړ چې ٣٥٠زره زده کوونکي لري د نشه يي توکو يو روږدى هم په کې نشته.

خو د پژواک خبريال وايي، داسې ماشومان هم شته چې تر پله لاندې د نشه يي توکو پلورونکو ته د نشه يي توکو کڅوړې رسوي او دا څرګندوي چې ماشومان هم د نشه يي توکو په پېر او پلور کې ښکېل دي.

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د وړاندې کړو شمېرو له مخې، اوسمهال په هېواد کې څه باندې درې نيم ميليونه روږدي شته چې ٢.٩ سلنه يې ښځې جوړوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول فيچرونه