منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۹ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په لغمان کې د دوو پروژو چارې پيل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۰ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٢٥ چنګاښ ٩٦): په لغمان ولايت کې د څه باندې لس میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو ټولګټو پروژو چارې پیل شوې.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د چنګاښ په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پروژې د د امریکا د متحده ایالاتو د پرمختیايي ادارې (USAID) په چوکاټ کې د افغانانو د هیلو ترسره کولو لپاره ځواکمن مرکزیت (شهر) برنامې په مالي او تخنیکي مرسته په  سلطان غازي ښارګوټي او مهترلام ښار اړوندو سيمو کې پلي کېږي.

هغه زياته کړه چې نن د دې پروژو د بنسټ ډبرې اېښودو په مراسمو کې والي عبدالجبار نعيمي، ځايي چارواکو او د سيمې مخورو برخه اخيستې وه.

د نوموړي په وينا، د عامه تفریحي پارک پروژه چې د سلطان غازي بابا ښارګوټي په درېیمه ناحیه کې په (۲۳۰۴۰) متره مربع ځمکه جوړېږي د پلې لارو جوړول، د بوټو او ګلانو کېنول، د احاطې، د درې فلزي دروازو او فلزي کټارې جوړول، د پارک هموارول، د اوبو رسونې سیستم فعالول، د اوبو د څاګانو کيندل، د شنو ساحو جوړول او دغه راز د نارینه و او ښځینه وو لپاره د تشنابونو د اسانتياوو رامنځته کول په کې شامل دي.

دى وايي چې پر دې پروژې ۶ میلیونه ۹۷۸زره ۳۷۳ افغانۍ لګښت راځي چې د شهر برنامې له لوري تمویلېږي او په ټولیزه توګه ۴۵۰۰ کسانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.

د والي وياند وويل چې دا پروژه به په څلورو مياشتو کې بشپړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

ځواک وايي چې دويمه پروژه د ښار دننه په دوو ساحو کې د ۸۴۵،۵ مترو په اوږدوالي د ویالو پخول او د یو شمېر پلچکونو د جوړولو پروژه چې په ټوله کې پرې درې میلیونه، یو سل نهه نوي زره، څلور سوه درې اتیا افغانۍ لګښت راخي، د مهترلام ښاروالۍ په بودیجه جوړېږي.

د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د دغه ولايت خلکو ته ډاډ ورکړ چې په نږدې راتلونکي کې به د ولسي تړون د برنامې له لارې هم د ښار د انکشاف او لا ښکلي کېدو او دغه راز د ولسونو د هوساینې په خاطر مختلفې برنامې تطبیق او عملي شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه