چاريکار(پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٦): يو سړى چې د پروان په بند کې زده کړې کوي، وايي:” اوس لیکل او لوستل کولای شم، دومره خوښ يم چې وايم دريغه څو کاله مخکې بندي شوى واى چې زده کړه مې کړې واى.”
دغه څلويښت کلن سړى چې عبداللطيف نومېږي او د پروان ولايت د مرکز “تتمدره” سيمې اوسېدونکى دى، په ١٣٩٤ کال کې د دولت ضد فعاليتونو په جرم پر پنځه کاله بند محکوم او بندي شوى دى.
هغه له کوچني اختره دوه ورځې وړاندې له يو شمېر نورو بنديانو سره يو ځاى د دغه بند په يوه خونه کې د ليک او لوست پر زده کړې لګيا و او په دقت سره يې د تختې او درس پر لوري چې د يوه استاد له خوا ورته ورکول کېده، پام اړولى و.
عبداللطيف له درسه تر وزګارتيا وروسته، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نږدې نهه مياشتې وړاندې د دغه زندان د زده کړې ترلاسه کولو په پروګرام کې شامل شوى دى.
د هغه په وينا، له هغه وخته چې د سواد زده کړې په پروګرام کې شامل شوې دي، د زنداني کېدو احساس نه کوي.
نوموړى زياتوي: “یو وخت و چې د کتاب کرښې مې کتلې تورې معلومېدې او نه پوهېدم چې څه ليکل شوي، له ځان سره مې ويل درېغه چې لوستل مې کولاى شواى، اوس د خداى په فضل سره هم ليکل کولاى شم او هم لوستل، ټ
وله ورځ په ليک او لوست تېروم، ډېر خوښ يم، ان دومره خوښ يم، وایم کاشکې څو کاله مخکې بندي شوى واى چې سواد مې زده کړى واى.”
عبداللطيف وويل چې بنديانو له خپلو استادانو څخه د لمانځه، روژې او ډېر نور ديني مسايلو په اړه هم ډېر څه زده کړي دي او په همدې دليل نه يوازې دى، بلکې په دغه پروګرام شامل نور بنديان هم د بند په خونو کې د خوشالۍ احساس کوي.

د پروان ولايت د جبل السراج ولسوالۍ د ” قلعه سحرا” اوسېدونکى ٢٤ کلن نصيراحمد چې له يو کال راهيسې د خپل تره زوى د قتل په تور بندي شوى هم له څلورو مياشتو را په دېخوا په بند کې د سواد زده کړې په دغه پروګرام کې شامل شوى دى.
هغه چې تر اوسه يې دوسيه نهايي شوې نه ده او د بند وخت يې نه دي معلوم وايي: “څلور مياشتې مخکې مې هېڅ لوستل نه شو کولاى، اوس ليک لوستلاى شم او لږ لږ ليکل مې هم زده کړي، هڅه کوم چې ډېر يې زده کړم.”
د پروان ولايت د سرخ پارسای ولسوالۍ د درې اوسېدونکى، پنځوس کلن رسول داد چې د خپل تره زوى د وژلو په جرم کې پر برخې اخيستو له امله پر شپږ کاله بند محکوم شوى او پنځه کاله يې تېر کړى، هغه هم په بند کې ځينې ديني مسايل زده کړي دي.”
هغه د دغه پروګرام تر ټولو لایق زنداني دى او د دغه پروګرام په لاره اچولو څخه خوښ دى؛ خو په زندان کې د بنديانو لپاره د مشخصې درسي خونې د نه شتون او د درسي کتابونو او کتابچو د کمښت له امله شکايت لري.
د هغه په وينا، هغوى په هغه خونه کې چې د ٣٤ بنديانو د ليليه ده، درس وايي او دا کار د هغو بنديانو لپاره د مزاحمت رامنځ ته کېدو لامل شوى، چې لوستي دي او سواد زده کړې ته اړتيا نلري.
دى د پروان ولايت د سواد زده کړې د امريت له مسوولينو څخه غواړي چې د دې ستونزې په هوارېدو کې اقدام وکړي.
ومو غوښتل چې له هغو بندي مېرمنو سره هم خبرې وکړو چې د سواد زده کړې په دغه پروګرام کې شامل دي، خو د زندان مسوولينو اجازه رانه کړه.
خو د دغه زندان د سواد زده کړو پروګرام يو استاد دلاور وايي چې د زنداني مېرمنو او سړو لپاره د ښوونيز معيارونه يو شان دي.
هغه د جزئياتو ورکولو پرته وويل چې په دغه بند کې سلګونه بندي مېرمنو او سړو د ليک لوست پر زده کړه سربېره ځيني ديني مسايل هم زده کړي او ځينو يې د خپلو عقیدو له مخې په بند کې د شته حافظانو په مرسته قران کريم حفظ کړى دى.
د هغه په وينا، بنديان اعتراف کوي چې که پوهه او سواد يې درلوداى، په جرم يې لاس نه پورې کاوه.
هغه زياته کړه: “هیله لرم، کله چې دغه بنديان له زندان څخه آزادېږي، بل جرم ونه کړي.”
د پروان د معارف رياست د سواد زده کړې د امر، عبدالوکيل قدوسي د معلوماتو له مخې، په دغه زندان کې په پنځو وروستيو کلونو کې د مېرمنو او نارینه و په شمول ٥٠٠ بنديان د سواد زده کړې په پروګرام کې شامل شوي او د دغه کار له امله د بنديانو په چلند کې مثبت بدلون راغلى؛ ځکه د سواد په ترلاسه کولو سره په بند کې نور کتابونه هم مطالعه کوي.
هغه د درسي ټولګي د نه شتون او دغه راز د درسي کتابونو او کتابچو د کمښت له امله د بنديانو ستونزې تاييدوي؛ خو وايي هڅه کوي چې دغه ستونزې لرې کړي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د هر نهه مياشتني پړاو لپاره د دوو استادانو له خوا د سواد زده کړې په پروګرام کې شاملو بنديانو ته تدريس کېږي او د پروګرام برخه وال د درېيم ټولګي په کچه فارغېږي.
هغه زياته کړه چې دغه بنديان کولاى شي د درېيم ټولګي سند په لرلو سره، له زندان څخه تر ازادېدو وروسته نور درسوونه ته د ليک لوست زده کړو په ښوونځيو او نورو دولتي او خصوصي ښوونځيو کې دوام ورکړي.
د مسوولينو د معلوماتو له مخې، اوسمهال په دغه زندان کې په مختلفو جرمونو تورن ٤٥٠ بنديان شتون لري چې له دې ډلې ٣٠ يې مېرمنې دي.










