منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۶ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
رګبار · ↑۱۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په لغمان کې دوه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۳ کتنې

جلال اباد (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه، ٩٦) : په لغمان ولايت کې د ١٧٢ ميليونه افغانيو په لګښت د بيارغونې دوه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د زمري په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پروژو کې د څلور زره کورنيو لپاره د برېښنا شبکه او د لغمان د برېښنا امريت لپاره نوې جوړه شوې اداري ودانۍ شامله ده.

هغه زياته کړه، دغه پروژې  نن د اوبو او انرژۍ د وزير انجنير علي احمد عثماني او د لغمان والي عبدالجبار نعيمي له لوري ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

ځواک وايي، د ولايت په مرکز مهترلام او قرغيو ولسوالۍ کې د څلور زرو کورنيو لپاره د برېښنا پر جوړې شوې شبکې څه دپاسه ١٦٣ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى او پيسې يې د اوبو او انرژۍ وزارت له انکشافي بوديجې څخه ورکړل شوې دي.

د والي وياند وويل، له دې پروژې څخه څلور زره کورنۍ د برېښنا له نعمته برخمنې شوې.

د نوموړي په وينا، بله پروژه د لغمان د برېښنا امريت لپاره نوې جوړه شوې اداري ودانۍ ده، چې ۹ ميليونه او څلور سوه زره افغانۍ لګښت پرې شوی، دغه ودانۍ په درې پوړونو کې په پاخه او اساسي شکل د يوه کال په موده کې جوړه شوې.

د اوبو او انرژۍ وزير انجنير علي احمد عثماني يادو مراسمو ته د وينا پر مهال ژمنه وکړه چې دغه ولايت سره به په بېلا بېلو برخو  کې همکاري  کوي .

د يادونې ده چې دا مهال په ټول لغمان کې له موجوده شپاړس مېګاواټه برېښنا څخه د نننيو څلورو زرو کورنيو په ګډونو پنځلس زرو کورنيو ته په مرکز او قرغيو ولسوالۍ کې د برېښنا شبکه فعاله شوې چې له ګټې يې يادې کورنۍ برخمنې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه