کابل (پژواک، ۸ زمری ۹۶): د اوبو رسونې شرکت وايي، د ۱۱ ميليونه ډالرو په لګښت به د کابل ښار لس زره کورنيو ته د څښاک پاکې ورسوي.
د افغانستان د اوبو رسونې شرکت مشر انجنير حميدالله يلاني، نن په کابل کې د ممتاز ګروپ شرکت سره د دې پروژې د تړون تر لاسليک کېدو وروسته په خبري ناسته کې وويل، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د کابل ښار په څلورمه او پنځمه ناحيه کې ۱۰ زره کورنۍ په ۲۴ ساعته او دوامدار ډول د څښاک پاکې اوبه ولري.
د دې پروژې تړون، نن له غرمې مخکې په ارګ کې لاسليک شو.
يلاني زياته کړه، د دې پروژې له لارې به له يوې ټاکلې سيمې (بګراميو) څخه د څښاک اوبه ترلاسه شي او بيا به د يادو ناحيو په کورونو ووېشل شي.
د ده په خبره، د دې پروژې له لارې به د کابل ښار لپاره د اوبو رسولو ټول پلان شوي تاسيسات، پمپ سټېشونه او د اوبو پمپولو اړين وسايل جوړ کړی شي.
ده وويل: "د کابل ښار د اوبو رسونې پروژه درې فازه لري، چې نن يې د دوهم فاز تړون لاسليک شو، د دغه فاز مجموعي لګښت څه د پاسه ۱۱ ميليونه امريکايي ډالره کېږي چې نن يې د ممتاز ګروپ له شرکت سره تړون لاسليک شو چې دغه پروژه به د ۱۰۰۰ ورځو په اوږدو کې بشپړه شي."
د نوموړي په وينا، د دې پروژې (فازونو) ټول مجموعي لګښت څه د پاسه ۱۰۰ ميليونه امريکايي ډالره کېږي چې د المان پراختيايي بانک، د امريکا متحدو ايالاتو انکشافي ادارې (USAID) او د فرانسې انکشافي بانک له بلا عوضه مرسته ورکول کېږي.
هغه همداراز زياتوي، د دې پروژې په پلي کولو سره به تر ځمکې لاندې اوبو نه په غير تخنيکي ډول د ډېرې ګټه اخيستنې مخه ونيول وشي، ترڅو تر ځمکې لاندې اوبه ککړې نه شي.
د ممتاز ګروپ شرکت مشر عبدالبصير لطيفي وويل، په ډېر صداقت سره به د يادې پروژې چارې پای ته ورسوي، ځکه ياد شرکت تردې وړاندې په هرات ښار، پلخمري، تالقان، فيض اباد او زرنج ښارونو کې هم د اوبو رسونې پروژې په ښه ډول پلي کړې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










