جلال اباد (پژواک، ۸ زمری ۹۶): د ننګرهار د بهسودو سيند پر سر د جوړ شوي دويم پول دواړو خواوو ته لا هم د سړک جوړېدو چارې نه دي پيل شوې او له امله يې د دغه ولايت د پنځو ولسواليو اوسېدونکي له ستونزو سره مخ دي.
شاوخوا پنځه مياشتې وړاندې د دغه ولايت د فوايد عامې رياست مسوولينو له پژواک سره د خبرو پر مهال ژمنه کړې وه چې د ياد سړک چارې به په نږدې ورځو کې پيل شي؛ خو د پنځو مياشتو په تېرېدو لا هم چارې نه دي پيل شوې.
پر ياد پله تېرېدونکي خلک وايي، د پول دواړو خواوو ته د سړک خاموالي نه يوازې دا چې موټرو ته تخنيکي عوارض پيدا کوي، دغه راز د موټرو د ګڼې ګوڼې زياتوالي له امله د ساعتونو ساعتونو انتظار سبب هم کېږي.
د بهسودو ولسوالۍ د دامان سيمې يوه موټر چلوونکي پژواک ته وويل: ((د بهسودو له پول څخه د بسوګۍ واده جوړ و، لومړي سر کې پول نه جوړېده، اوس چې پول جوړ دى، سړکونه يې نه جوړېږي.))
دغه راز د کامې ولسوالۍ د لين موټر چلوونکی صاحب الله وايي چې د سړک خاموالي يې هم موټر خراب کړی او هم د تګ راتګ پر مهال ساعتونه ساعتونه انتظار کوي.
دی وايي: ((هره ورځ که نه وي هفته کې يو ځل کله انجن خرابېږي او کله بل څه دا دومره پول يې جوړ کړی، موږ له دولت نه غواړو چې دا لږ شان سړک هم ورغوي.))
د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري هم له پژواک اژانس سره په خبرو کې پر حکومت نيوکه وکړه چې په ننګرهار کې يې د پروژو په پلې کولو کې تل ناغېړي کړې ده.
هغه وايي، د بهسودو پر پله باندې په ځانګړې توګه د ننګرهار او په ټوله کې د ختيځو ولايتونو خلک ځورول شوي او په بېلابېلو اوږدمهاله او لنډمهال وعدو غولول شوي دي.
د زمري په وينا، له پول نه پورې غاړه ډيرې سيمې او حتی دوه ولايتونه پراته دي او که نور يې کار ځنډېږي؛ نو خلکو ته يې مشکل هم ډېرېږي.
د بهسودو ولسوالۍ قومي مشر ميراغا منصف پژواک ته وويل چې د پله دواړو خواوو ته د سړک جوړېدو د چارو له پيله څلور مياشتې وړاندې خبر شوی خو عملي کار يې تر اوسه نه دی ليدلی.
هغه وايي، حکومت دې نور د ننګرهار خلک پر تشو وعدو نه غولوي او بايد د بهسودو پول د سړک جوړولو کې عاجل او جدي اقدام وکړي.
د ننګرهار د فوايد عامې رييس انجنير ضابط ګل منګل له پژواک سره خبرو کې يو ځل بيا تکرار کړه چې د سړک جوړېدو قرارداد یوه شرکت ته ورکړل شوی او په نږدې ورځو کې به يې عملي کار پيل شي.
دی وايي، د پول په قرارداد کې د سړک جوړېدل د وزارت کار نه دی او ښاروالۍ بیا د يادې چارې لپاره کافي بوديجه نه درلوده نو ځکه يې چارې وځنډېدې او اوس يې د فوايد عامې وزارت د جوړېدو هوډ کړی دی.
د يادولو ده، د بهسودو پول رغولو موضوع له تېرو شاوخوا پنځو کالو راهيسې روانه ده او په همدې ټوله موده کې خلکو پر پخواني پله د تګ راتګ پر مهال په ساعتونو ساعتونو انتظار کاوه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










