منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۹ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د نورستان مرکزي زندان له تېرو پنځلس کلونو راهيسې ودانۍ نه لري

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۰ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۹ زمری ۹۶): د شاوخوا پنځلس کلونو په تېرېدو د نورستان مرکزي زندان لاهم ودانۍ نه لري او زندانيان د يوې ويجاړې خټينې ودانۍ په نيمه ړنګو خونو کې ساتل کېږي.

د  زندان موقعيت په داسې يوه سيمه کې دی چې د دغه ولایت خلک یې بانډه بولي او همدغلته د زندانيانو د ساتلو ترڅنګ د محبس اداري او نورې چارې ترسره کیږي.

د  دغې خټينې دوه پوړيزه ودانۍ لاندې برخه  د مخابرې او تخنیکي توکو لپاره ځانګړې شوې او دویم پوړ کې یې د مسوولینو ادارې خونه  ده.

د زندان امنیتي مرستیال سمونیارسمیع الحق وايي، په دغې ودانۍ کې پخوا څاوري ساتل کېدل چې اوس هم دوی په کې له ستونزو مخ دي.

هغه وويل: ((دلته څاروي ساتل کېدل اوس موږ  لاس پرې وواهه او د ځان لپاره مو جوړ کړی، ورږې اوسپږې هم په کې موجودې دي؛ زموږ  پرسونل له مشکلاتو سره مخ ده اوونۍ کې دوه درې ځله لمر ته کالي هواروو، اوس ګوره دا تیر دلته مات دی او زموږ  د مرګ خطر شته .))

د نورستان زندان کې ټول څلور بندیان د بېلابېلو جرمونو په تور د بند شپې تېروي؛ خو د زندان لپاره د ودانۍ نشتوالی د مسوولینو لپاره ځکه د اندېښنې خبره ده چې هره شېبه د بندیانو د تېښتې وېره لري.

د زندان مرستیال وايي، پخوا به د دغې زړې ودانۍ په لومړي پوړ کې بندیان او په دويم کې دوی اوسېدل؛ خو اوس یې په خپل لګښت یوه کوټه د دې لپاره جوړه کړې، چې زندانیان په کې وساتي.

نوموړي زياته کړه : ((د هغوی پوښتنه کېږي، زموږ پوښتنه نه کیږي، بشري حقونو والا راځي پوښتنه کوي، که چېرې زموږ پوښتنه کېدلی، د بندیانو غوندې یوه کوټه خو به موږ ته هم جوړه شوې وای، ولایت مقام ته مو ویلي، قوماندان ته هره ورځ وایو، والي  ته مو جلسه کې ویلي؛ خو توجه نه کوي.))

د نورستان امنیه قوماندان مل پاسوال غلام محي الدین سروري بیا د دغې ستونزې د دوام لامل پخواني مسوولین ښيي او وايي چې د هغوی نه پاملرنې له امله زندان ته ودانۍ نه ده جوړه شوې.

هغه وايي : ((مسوولینو چې دلته کار کړی، دغې خبرې ته یې پاملرنه  نه ده کړې، کوښښ یې نه دی کړی. ما د کورنیو چارو وزارت مسوولین او د تعمیراتو معينیت په جریان کې کړي، هغوی وعده کړې چې په راتلونکي کال کې به راته تخصیص ځانګړی او محبس به له دې حالت څخه وباسو.))

د نورستان د ولايتي شورا رييس سعدالله پاينده زوی هم پژواک سره د خبرو پرمهال وويل چې له تېرو پنځلسو کلونو راهيسې د نورستان خلکو او  ولايتي شورا په ځلونو دا ستونزه هم له ولايتي ادارې او هم يې له له مرکزي ادارې سره شريکه کړې؛ خو تر اوسه نه ده حل شوې.

د هغه په وينا، ستونزه به تر  ډېره په ولايتي کچه هم وي، چې ستونزه يې نه ده حل کړې، خو ټينګار يې وکړ چې مرکزي ادارې تل نورستان سره د مور او ميرې چلند کړی او دا يې ښه بېلګه ده.

که څه هم د نورستان ولايت په بېلابېلو برخو کې ستونزې او مشکلات موجود دي، خو د زندان لپاره د ودانۍ نشتوالی هغه ستونزه ده چې په دغه ولايت کې له زندانه د بنديانو په تېښته کې هم مرسته کولی شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه