فراه (پژواک، ١٠ زمرى٩٦): د فراه ولايت د بخش اباد بند په ساحه کې د ٦٤٠ متره په ژوروالي سره د ١٣ څاه ګانو جيوتخنيک او د دغه بند د توپوګرافي کار بشپړ شوى او د بند تفصيلي ډيزاين ۳٥ سلنه مخ ته تللى دى.
دغه مطلب د اوبو او انرژۍ وزارت په خبرپاڼۀ کې راغلى او په کې ويل شوي چې د بند د ٤٦ کيلومتره اصلي کانال په شمول د بند په ټولو برخو کې د دغه بند د توپوګرافي کار بشپړ شوى او د ٤٢ نور کانال د سروې کار دوام لري او د بند په سيمه کې د يادو ١٣ څاه ګانو ټول جيوتخنيک کار بشپړ شوى دى.
د اوبو او انرژۍ وزارت د نشراتو امريت ليکلي چې د بند ښي لوري کې د اوبو د ګردان تونل په برخه کې د تحقيقاتي دوو څاه ګانو د کېندلو کار د روانې اوونۍ په اوږدو کې پېلېږي او د دغه بند د سړک جوړولو کار هم دوام لري.
د دغه بند د تفصيلي ډيزاين تړون ١٣٩٥ کال د غبرګولي په وروستيو کې د هلمند ساختماني تصدۍ او هايدرووارک ايټاليايي شرکت سره لاسليک شوى دى. دغه بند د فراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ په فراه رود سيند جوړېږي.
د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دغه بند د يو اعشاريه درې ميليونه متره مکعب اوبو د ذخيره کولو وړتيا لري او دغه راز ٢٧مېګاواټه برېښنا د توليد وړتيا هم لري او په فراه کې به زرګونه کورنۍ روښانه کړي.
له بلې خوا د ياد بند په جوړېدو به تر ٦٨زره هکټاره ځمکه خړوبه شي.
د فراه اوسېدونکي د بخش اباد بند د جوړېدو په پروژه کې د پرمختګ له امله خوښي څرګندوي.
د فراه ولايت د مرکز د پنځمې ناحيې اوسېدونکي امين الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه بند جوړېدل د افغانستان په ځانګړې توګه د فراه د خلکو لپاره ډېر ارزښت لري.
هغه د هېواد له امنيتي ځواکونو او د دولت له وسله والو مخالفينو څخه وغوښتل چې د دغه بند د امنيت د خونديتوب لپاره دې هڅې وکړي؛ څو د فراه د (بخش اباد بند جوړېدو) دغه ارماني هيله پوره شي.
دغه راز په فراه ولايت کې د طالبانو مطبوعاتي مسوول ملا سيف الله هم څه وخت مخکې اعلان وکړ چې طالبان د عام المنفعه پروژو او د بخش اباد بند له جوړېدو ملاتړ او ننګه کوي او بخش اباد بند د جوړېدو پروژې د امنيت په خونديتوب کې مرسته کوي.
د دغه ولايت خلکو درې ورځې وړاندې، په افغانستان کې د بندونو د جوړېدو په اړه د ايران د ولسمشر د خبرو په غبرګون کې د هېواد په مختلفو سيمو کې د بندونو په ځانګړې توګه د بخش اباد بند د جوړېدو لپاره د افغانستان د حکومت له اقداماتو د ملاتړ اعلان وکړ.
خو د افغانستان حکومت وايي چې د بندونو جوړېدل د افغانستان حق دى او د ګاونډيو هېوادونو لپاره ګواښ نه دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










