منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۲ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په نوروستان او پکتیا کې د اوبو درې کانالونه جوړېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۲ کتنې

کابل (پژواک، ١٠ زمرى ٩٦): په نورستان او پکتيا ولايتونو کې د ١٩ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو د درېيو کانالونو د جوړېدو چارې پيل شوې.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوې چې د زمري په ١٠مه د کرنې او اوبو لګولو وزارت له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د نورستان د پروزنز او شنيګل کليو د کانالونو د جوړونې چارې پرون ناوخته پيل شوې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه دوه کانالونه په ټوليزه توګه ٤٠٩١ متره اوږدوالى لري چې چارې به يې د يو کال په موده کې بشپړې شي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې یاد کانالونه د ١٥،٥ ميليونو افغانيو په لګښت جوړېږي چې پيسې يې د کرنې وزارت له لوري ورکول کېږي.

د يادو کانالونو له جوړېدو سره به د پرونز او شنيګل سيمو ٥٣٠ جريبه کرنيزه ځمکه خړوبه شي.

دغه راز په اعلاميه کې راغلي چې د پکتيا په احمدابا ولسوالۍ کې هم د يو کانال د جوړېدو چارې پيل شوې دي.

سرچينه وايي چې د دغو کانال پر جوړېدو ٤،٣  افغانۍ لګښټ راځي چې د سويس هېواد له خوا ورکول کېږي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دغه کانال په جوړېدو سره به ٤٥٢ جريبه کرنيزه ځمکه د اوبو تر پوښښ لاندې راشي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د اوبو د يادو شبکو په  جوړېدو سره به ٤٠ سلنه د اوبو د ضايع کېدو مخه ونيول شي او تر څنګ به يې د کرنيزو محصولاتو کچه هم ١٥ سلنه لوړه شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه