منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۳ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په پنځو ولايتونو کې شپږ بنسټيزې پروژې عملي کېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۴۶ کتنې

کابل(پژواک، ١٠ زمرى ٩٦): د  فوايد عامې  وزير وايي چې تر راتلونکې يوې اوونۍ پورې به په کندهار، تخار، پنجشير، فارياب او غزني ولايتونو کې د سړک او پله جوړونې شپږ پروژې د دولت له بوديجې او د جاپان په مالي مرسته پيل شي.

د يادو شوو پروژو قرار داد نن د فوايد عامې د سرپرست وزير محمود بليغ او د سړک جوړونې د کورنيو شرکتونو د استازو ترمنځ په کابل کې لاسليک شو.

بليغ  وویل چې پروژې يې په پنځو ولايتونو کې د خلکو ترمنځ د ارتباطي اسانتياوو په موخه پلان کړې دي.

هغه زياته کړه چې د ٢٣.٩ کيلومتره په اوږدوالي او اووه متره پلنوالي د شورابک- سپين بولدک سړک د لومړۍ برخې قير کول چې دوه متره څنډه، ٢٦ پولګوټي هم د ٤٧٨ ميليون او ٥١٩زره افغانيو په لګښت په کې شامل دي، د دولت په لګښت پلي کېږي.

د وزير په خبره، دا سړک ٩٢ کيلومتره دى چې په څلورو پړاوونو کې جوړېږي، لومړى پړاو به يې تر راتلونکو ١٢ مياشتو پورې بشپړ او ګټه اخيستنې ته وسپارل شي.

د وزارت سرپرست وويل چې دويمه پروژه کې د تخار ولايت د اشکمش ولسوالۍ د بنګي سړک پخول راځي چې ١٠.٢کيلومتره اوږدوالى، ٩ متره پلنوالى او دوه متره څنډې، ١٦٦٠متره استنادي دېوال، ١٠ پولګوټي، په کې شامل دي، د دولت د ١٨١ميليون او ٣٨٢ زره افغنيو بوديجه او د جاپان پر مالي مرسته په ١٧مياشتو کې جوړېږي.

د بليغ په خبره، ددې واټ په جوړېدو سره به د بنګي او اشکمش ولسواليو څه باندې اويا زره اوسېدونکي له اسانتياوو برخمن شي.

د دوه نيم کيلومتره اوږدو والي، ٤٣ميليون او ٤٦١زره افغانيو په لګښت د پنجشير د پياوشت او رخه ولسوالۍ سړک پخول، د فارياب د بلڅراغ ولسوالۍ او ميمنې ښار ترمنځ د ٢٠ ميليونه افغانيو په لګښت د ٤٣ متره اوږده او اته متره پلن وسپنيز/کانکړيټي پول جوړول، تخار ولايت کې د ٤٠ ميليونه افغانيو په لګښت  د فوايد عامې رياست کمپ د ١٥١٩ متره اوږده حفاظتي او استنادي دېوال جوړول، هغه پروژې دي چې د افغان حکومت د بوديجې او جاپان په مالي مرسته جوړېږي او ټاکل شوې چې تر يوه بل کال پورې ګټه اخيستنې ته وسپارل شي.

د فوايد عامې  وزارت سرپرست د يادو پروژو له تر سره کوونکو شرکتونو وغوښتل چې خپلې پروژې د قرار داد له متن او ژمنو سره سم د وزارت له استازو سره په مشوره عملي کړي.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي سيد محمد اخند د پروژې د لاسليک په اړه د خوښۍ څرګندولو تر څنګ وويل چې له دې سره به د يوه معياري سړک نه لرلو له امله  د سيمې د خلکو ستونزه حل شي.

هغه د شورابک او سپين بولدک سړکونو د جوړېدو د اهميت په اړه وويل چې د يادو شوو پروژو بشپړتيا به د اقتصادي ګټو تر څنګ د سيمې د امنيت پر ښه کېدو هم تاثير ولري.

د افغان وردګ ودانيز  او سړک جوړونې شرکت مشر نقيب الله چې نن يې د شورابک- سپين بولدک سړک جوړولو قرار داد تر لاسه کړ، پژواک ته وويل، دا شرکت ژمن دى چې د پکتيا د جاني خېلو ولسوالۍ سړک جغل اچونه به له قرار داد سره سم په ټاکلي وخت کې بشپړه او ګټې ته وسپاري.

د ناستې په پاى کې د نورو شرکتونو مشرانو هم ژمنې وکړې چې پروژې به له قرار داد سره سمې پلې کړي او په ټاکلي وخت کې به يې ګټې ته وسپاري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه