منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۰ غ.و
۴°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د جلال اباد صرافانو د ځان د امنیت نه خوندیتوب په اړه اندېښنه وښوده

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۳ کتنې

جلال اباد (پژواک، ١٤ زمری ۹۶): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار صرافان وايي، د دولتي يونيفورم لرونکو کسانو يې ژوند ګواښلی او غوښتنه کوي چې  د ځان ساتنې لپاره دې ورته د وسلو قانوني جوازونه ورکړي.

دوی وايي، وسله وال په دولتي يونيفورم کې راځي او دلته له صرافانو د پيسو وړلو تر څنګ ورته مرګ ژوبله هم اړوي.

د صرافانو شکايت دا هم دی چې وسله وال ورڅخه د ټيلېفون له لارې د پيسو غوښتنه کوي او د نه ورکړې په صورت کې يې دوی او د کورنۍ غړي پر مرګ ګواښي.

د جلال اباد ښار د صرافانو اتحاديې مرستيال حاجي غلجي لغماني پژواک خبري اژانس ته وويل چې حکومت او په ځانګړې توګه امنيتي ادارې يې د امنیت تامين ته هېڅ توجه نه کوي.

دی وايي، په حکومتي يونيفورم کې وسله وال راځي او د دوی ژوند ګواښي چې نه پرې دوی له وېرې ډز کولی شي او نه يې بيا حکومت په اړه اقدام کوي.

د صرافانو اتحاديې د مرستيال په وينا، په صرافۍ مارکېټ د ژوند د تنګوالي تر څنګ د جلال اباد ښار صرافان په کورونو کې هم د خونديتوب ډاډ نه لري.

هغه وايي: ((موږ خپل امنيت په خپله ساتلی شو؛ خو که دولت موږ ته د وسلو ګرځولو جواز راکړي، دوی خو هسې هم زموږ ستونزه نه شي حل کولی. مارکېټ ته وسله وال راځي، کور کې مو ګواښي، اولادونه تعليم ته په ډاډه زړه نه شو لېږلی.))

يوه بل صراف ضياء الرحمن هډوال هم له پژواک سره  د خبرو پر مهال همدا ستونزې شريکې کړې.

دی وايي، څو ورځې وړاندې هم يو کس چې په پلاستيک کې ورسره حکومتي يو نيفورم و، له بې غږه وسلې سره صرافۍ مارکېټ ته ننوتی، يو صراف يې ټپي کړی او د هغه اشپز يې وژلی دی.

نوموړي زياته کړه: ((دغه غل موږ په خپله ونيو، امنيتي ادارو ته مو سپارلی؛ خو تر اوسه محاکمه نه شو؛ نو زموږ غوښتنه دا ده چې ياد کس علني محاکمه شي چې نور خلک دلته د راتګ زړه ښه نه کړي.))

د صرافۍ مارکېټ يو بل هټۍ وال حاجي ګلداد شينواري پژواک ته وويل، چې د ټيلېفون ګواښ ټولو صرافانو ته هره ورځ کېږي؛ خو هره اوونۍ داسې پېښې رامنځته کېږي چې مستقيماُ د صرافانو ژوند ګواښي؛ خو دوی د خپل اعتبار د ختمېدو له وجهې غږ نه پورته کوي.

د هغه په وينا، په تېرو څو کلونو کې دا دريم صراف دی چې وژل کېږي، د ګڼو هغو د کورنۍ غړي او يا خپله صرافان اختطاف شوي او ټيلېفوني ګواښ هره ورځ هر يو ته کېږي.

د صرافانو اتحاديه شکايت کوي، چې هره ورځ خپلې ستونزې له امنيتي او ولايتي ادارو سره شريکوي؛ خو تر اوسه يې چا غم نه دی خوړلی.

په همدې حال کې د ننګرهار د ولايتي شورا غړي محمد ناصر کامه وال هم له پژواک سره د خبرو پر مهال د صرافانو يادې ستونزې تاييد کړې او امنيتي ادارې يې په دغه برخه کې په نه اقدام پورته کولو تورن کړ.

هغه زياتوي، حکومتي او امنيتي ادارې دې لومړی د ټولو خلکو او په ځانګړې توګه د صرافانو امنيت ته پاملرنه وکړي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي بيا له پژواک سره د خبرو پر مهال وويل چې امنيتي ادارو او په سر کې يې ولايتي ادارې د ټولو سوداګرو او په ځانګړي توګه د صرافانو ستونزو ته وخت ورکړی او هغه يې د امکان تر حده حل کړې دي.

هغه د وسلو د جواز د ورکړې په اړه وويل: ((اکثرو ته د وسلو جواز ورکړل شوی؛ خو ځيني وخت له همدغو جوازونو غلته ګټه پورته کېږي؛ نو د همدې له امله يې ځېنې وخت مخنيوی کېږي.))

د يادولو ده، اوسمهال د ننګرهار ولايت د امنيت په برخه کې ستونزې ډېرې شوې او د ټولنې د بېلابېلو برخو لرونکي ترې سخت شکايت کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه