جلال اباد (پژواک، ۱٥ زمری ۹۶): د ننګرهار د فوايد عامې رييس وايي، د ياد رياست پخوانيو مسوولينو د دغه ولايت لپاره بنسټيز کارونه نه دي کړي او تر ډېره د موسساتو په کارونو بسنه شوې ده.
بلخوا د ننګرهار د ولايتي شورا ځيني استازي او د ياد رياست يو شمېر پخواني رييسان وايي چې دغه رياست يوازې د حفظ او مراقبت دنده لري او دغه چاره يې ترسره کړې ده.
د ننګرهار د فوايد عامې رييس انجنير ظابط ګل منګل پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې په دغه ولايت کې ټول رغول شوي لوی پلونه او سړکونه موسساتو رغولي، نه فوايد عامې رياست.
د فوايد عامې رييس په ننګرهار کې د کابل- جلال اباد او جلال اباد- تورخم لویو لارو او د بهسودو د دويم پله جوړېدو چارو ته په اشارې سره وويل چې د يادو سترو پروژو په ګډون هېڅ بنسټيز کار نه دی شوی.
هغه وويل، د ياد رياست پخوانيو مسوولينو يوازې د ډونرانو پر کارونو بسنه کړې او خپله يې يوازې د حفظ او مراقبت چارې مخې ته وړې دي.
منګل وايي، که په تېرو پنځلسو کلونو کې د موسساتو تر څنګ فوايد عامې رياست هم بنسټيز کارونه ترسره کړي وای؛ نو اوس به د هېڅ يوې ولسوالۍ لاره خامه پاتې نه وای او نه به هم په کوم ځای کې د پول ستونزه وای.
د هغه په وينا، له راتګ سره سم يې لومړی په همدغه کار پيل کړ چې د وزارت له بودجې په ګټې اخيستو په کومو ساحو کې بنسټيز او رغنيز کارونه پيلولی شي او د شاخوا ۸۰ کيلومتره نوو سړکونو جوړولو پلان يې چمتو کړی دی.
ظابط ګل منګل زياته کړه: ((۲۵ کيلومتره سړک په دوربابا ولسوالۍ کې، ۱۲ کيلومتره د ښېوې کاشکوټ سړک، ۱۲ کيلومتره د کامې د سنګر سرای او لنډه بوچ سړکونه، ۱۳ کيلومتره د بهسودو له پله څخه تر عبدالخېلو تنګي پورې چې دا نوې نقشه شوې او جوړېږي، لس کيلومتره د انګورباغ سړک او دغه راز د فارم هډې او بيز اکمالاتي سړکونه هم دي.))
د فوايد عامې رييس وايي چې د يادو سړکونو چارې ځينې يې تر سروې او ډيزاين لاندې دي، ځينې قرارداد ته وړاندې شوي او ځينو يې کارونه خلاص دي او نږدې وختونو کې به يې چارې پيل شي.
خو د ننګرهار د فوايد عامې رياست يو پخوانی رييس انجنير حمد الله طلوع وايي چې دوی د خپل وظيفوي صلاحيت مطابق کارونه کړي او په دې برخه کې ځواب ورکولو ته هم حاضر دی.
نوموړي پژواک ته وويل، وزارت رياستونو ته يوازې د حفظ او مراقبت په برخه کې د کار صلاحيت ورکړی؛ خو دوی له دې سره هم د خلکو د اړتيا او غوښتنې مطابق ځيني کارونه ترسره کړي دي.
په همدې حال کې د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمری وايي چې وزارت رياستونو ته له حفظ او مراقبت پرته بل کوم صلاحيت نه دی ورکړی او د ننګرهار فوايد عامې رييسانو په دې برخه کې همېش ښه کار کړی دی.
هغه د اوسني رييس دا څرګندونې چې ګواکې پر خپلو هڅو يې د شاوخوا ۸۰ کيلومتره سړکونو جوړېدو پلانونه جوړ کړي، بې ځايه وبللې.
ده زياته کړه: ((دا وړانديزونه هغه وخت موږ د فوايد عامې وزير ته کړي چې انجنير ظابط ګل لا رييس هم نه و، پخوا يې پر ډيزاين او سروې کار پيل شوی دی.))
خو د ولايتي شورا منشي ټينګار وکړ چې اوسنی رييس دې د خپلو کړو څرګندونو مطابق کار وکړي او دغه چاره دې يوازې د خبرو تر کچې نه محدودوي.
د يادولو وړ ده، چې په ننګرهار کې د کابل- جلال اباد او جلال اباد- تورخم لويې لارې او د بهسودو پول له سترو پروژو ګڼل کېږي چې له کلونو راهيسې يې يوه هم نه ده بشپړه شوې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










