منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۹ غ.م
۶°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نيمروز کې د هندواڼو او خټکيو حاصلات ډېر شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۰ کتنې

زرنج (پژواک، ١٥ زمرى ٩٦): د نيمروز ولايت د کرنې چارواکي وايي چې په ياد ولايت کې سږ کال د تېر کال په پرتله د هندواڼو او خټکیو حاصلات ٨٠ سلنه زيات شوي دي.

د نيمروز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ادارې مشر اکبر شريفي له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې تېر کال په ياد وزارت کې د هندواڼو او خټکیو حاصلات له ١٦٠ تر ١٧٠ ټنو پورې رسېدل.

دغه حاصلات پر نيمروز سربېره هرات، کندهار، غزني او کابل ولايتونو او ګاونډيو هېوادونو ته هم ولېږدول شول.

خو نوموړي زياته کړه، سږ کال داسې اټکل کېږي چې دغه اندازه به له ٣٠٠ زره ټنه تر ٤٠٠ زره ټنو پورې ورسېږي چې د تېر کال په پرتله دوه برابره لوړوالى په ګوته کوي چې سږ کال به هم پر نيمروز ولايت سربېره هرات، کندهار، غزني او کابل ولايتونو او ګاونډيو هېوادونو ته صادر شي.

د نيمروز د کرنې وزير د هندواڼو او خټکيو حاصلاتو د لوړوالي کچه د هلمند سيند په ځانګړي ډول د نهر لشکري کانال اوبو زياتوالى په ډاګه کړ چې د ياد کانال اوبه له زرنج ښار تېريږي.

دغه راز په چخانسور ولسوالۍ کې د خاشرود سيند اوبو، د کرنې رياست له لوري د بزګرانو پوهاوي او په کښتونو کې د نباتي ناروغيو نه شتون ته اشاره وکړه.

د نيمروز ولايت يوه بزګر حاجي اصف پژواک ته وويل چې ځمکو يې سږ کال له ٢٠٠ تر ٣٠٠ ټنه پورې حاصلات ورکړي چې له دې اړخه به دوه سوه زره افغانۍ ترلاسه کړي.

نوموړي هم د اوبو ډېرښت ته په اشارې سره وويل چې تېر کلونه به د کال تر درېيو-څلورو مياشتو پورې اوبه موجودې وې، خو سږ کال په سيند کې تر شپږو مياشتو پورې اوبه موجودې وې.

د نيمروز ولايت د چخانسور ولسوالۍ سرپرست اميد بلوچ پژواک ته وويل چې دغه ولسوالۍ د خټکیو او هندواڼو ډېر حاصلات لري چې نورو ولايتونو ته هم ترې صادرېږي.

هغه وويل چې هره ورځ له چخانسور ولسوالۍ څخه تر ٣٠ موټرو هندواڼې او خټکي ګاونډو ولايتونو ته بارېږي، چې اوسمهال د يوه کيلوګرام هندواڼې بيه له ٢٥ افغانۍ پنځو افغانيو او د يوه کيلوګرام خټکي بيه له ٣٠ افغانیو اتو افغانيو ته راټيټه شوې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول فيچرونه