منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۴ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د قرغې تفريحي پارک د بيارغولو او پاکولو تړون لاسليک شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۵ کتنې

کابل (پژواک، ١٧ زمرى ٩٦): د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې د کابل لوېديځ کې د قرغې تفريحي پارک د بيارغونې پروژې لومړۍ برخه به ډېر ژر پيل شي.

د پروژې د لومړۍ برخې قرارداد نن د اوبو او برېښنا د وزير علي احمد عثماني او يوه کورني خصوصي شرکت ترمنځ لاسليک شو.

د اوبو او برېښنا وزير علي احمد عثماني وويل چې د دغه قرار داد له مخې د بند د لومړۍ برخې پاکول او بيا رغول به ډېر ژر پيل شي چې يو کال وخيست نيسي.

هغه وويل چې دغه پروګرام د اوبو د زيربناوو او د هېواد د اوبيزو سرچينو د غوره مديريت په برخه کې د اوبو او برېښنا وزارت د اوږدمهاله پروګرامونو او ژمنو په لړ کې ترسره کېږي.

عثماني زياته کړه چې په دې پروژه کې د بند پاسنۍ، تنه او لاندېنۍ برخه شامل دي چې درېيو پړاوونو کې به عملي شي.

وزير څرګنده کړه چې په لومړي پړاو کې به بند بيا  ورغول شي او د اوبو کانالونو د پاک کارۍ تر څنګ به نوي کانالونه هم و ايستل شي چې لګښت يې ٩٦ ميليون افغانۍ کېږي او نړيوال بانک يې ورکوي.

د قرغې بند د کابل ښار لوېديځه څنډه کې موقعيت لري چې په ١٣١٢ لمريز کال کې جوړ شوى دى.

ياد بند شاوخوا ٤٥٠ متره اوږدوالى او ٣٠ متره ژور والى لري چې په پيل کې د ځمکو د خړوب په موخه جوړ شوى و، خو نن ترې د يوه تفريحي ځاى ګټه اخيستل کېږي او د پلازمينې عمده تفريحي ځاى دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه