منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۴ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د پنځوسو میلیونو افغانیو په لګښت رغنيزې پروژې پیلېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۳۴ کتنې

جلال اباد (پژواک ۱٧ زمری ۹۶): د ننګرهار په مومندرې، دوربابا او روداتو ولسواليو کې د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لوري د پنځوسو ميليونو افعانيو په ارزښت د سړک جوړونې او اوبو رسونې بېلابېلې پروژې پيلېږي.

په يادو پروژو کې د مومندرې ولسوالۍ د يوه سړک جغل اندازي او په دوربابا او روداتو کې د اوبو رسولو د پنځو شبکو جوړول شامل دي.

د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتر څخه د زمري په ۱۶مه پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې د کلیو پراختیا او بیارغونې ريیس مجیب الرحمن ضیا له قوله راغلي چې د مومندرې ولسوالۍ لپاره ياد سړک به د ٣٧ میلیونه څلورسوه شپږ اتیا زره افغانیو په مالي لګښت د قرارداد له مخې د لسو کلیوالي شوراګانو په همکارۍ جوړ شي .

هغه زیاته کړه، ياد سړک به د درې میاشتو په موده کې جوړ شي او کلیوالي شوراګانې دنده لري، چې د قرارداد له مخې چارې ترسره کړي .

د یوه بل خبر له مخې، له کلیوالي پرمختیایي شوراګانو سره د شاوخوا ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت په دوربابا او روداتو ولسوالیو کې د اوبو رسولو د پنځو شبکو قراردادونه لاسلیک شول.

د کليو پراختيا رييس په دې اړه وويل، چې د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر تر منظورۍ وروسته به د دغو پروژو عملي چارې پیل شي او په بشپړیدو سره به ترې ۱۴ زره کورنۍ ګټه واخلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه