ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ويسا: د ښوونې حالت د اندېښنې وړ دى، جدي اصلاح ته اړتیا لري

ويسا: د ښوونې حالت د اندېښنې وړ دى، جدي اصلاح ته اړتیا لري

author avatar
10 Aug 2017 - 17:35
ويسا: د ښوونې حالت د اندېښنې وړ دى، جدي اصلاح ته اړتیا لري
author avatar
10 Aug 2017 - 17:35

کابل (پژواک، ١٩ زمرى ٩٦): د هېواد ښوونیز حالت د اندېښنې وړ دى، که اصلاح او کیفیت لوړولو ته يې کار ونه شي، راتلونکي نسلونه به مو له زده کړو بې برخې او په تیارو کې را لوی شي.

دغه څرګندونې د "قلم لار" خیریه ټولنې مشر عطاءالله ويسا د زمري په ۱۹ مه کابل کې د خبري غونډې په ترڅ کې وکړې.

ده وویل، د هغو موندنو له مخې چې د قلم لار ټولنې ۱۳۰۰ کسیز رضاکار ګروپ له خوا د هېواد د ښوونیز حالت د څېړلو په موخه له ۳۴ ولایتونو څخه ترلاسه شوي، ښيي چې د سوېلي ولایتونو ۵۷ ولسوالۍ په تېرو ۱۶ کلونو کې د دوولسم ټولګي فارغان نه لري.

هغه وايي: «لرې پرتو سیمو کې د ښوونکو او ښوونځیو د تشکیل ټیټه کچه، د ښوونځیو لپاره د ودانیو نه شتون، په مورنۍ ژبه د زده کړو نه شتون، د درسي کتابونو کمښت، سیمه يیزو ادارو کې د فساد شتون او د درسونو تيټ کیفیت هغه ستونزې دي چې د ناامنه ولایتونو خلک ورسره لاس او ګرېوان دي.»

د ده په وينا، د ځینو ولایتونو ۸۰ سلنه ښوونځي ودانی نه لري. داسې سیمې شته چې ۵۰۰ کورنۍ په کې ژوند کوي، مګر یو ښوونځی هم نه لري.

ده زياته کړه، ځینې ناامنه ولایتونه په حیرانوونکي شکل سره د ښوونځیو او ښوونکو د تشکیل له کمښت سره مخامخ دي.

نوموړي د تعلیم په برخه کې حکومت له خلکو سره په توپیري چلند تورن او زیاته یې کړه: «کابل کې د یوه ښوونځي د ښوونکو شمېر ۱۰۴ تنه دى، مګر د پکتیا په  درې ولسوالیو کې بیا د ښوونکو شمېر ۸۰ تنه دى.»

هغه په مورنۍ ژبه د زده کړو نه شتون یوه جدي ستونزه بولي او زیاتوي، د نړیوالو منل شویو قوانینو، د بشر حقونو نړیوالې اعلاميې، د یونیسکو قانون او د افغانستان د اساسي قانون له مخې په مورنۍ ژبه زده کړه د هر وګړي حق دى، مګر په هېواد کې ډېر داسې وګړي شته چې له دې حق څخه محروم دي.

ویسا له حکومته وغوښتل، هغه سیمې چې د ښوونځیو د تشکیل له کمښت سره مخامخ دي، باید تشکیل یی لوړ او هره ولسوالۍ کې لېسې جوړې کړي.

ده وويل، دغه راز حکومت باید  په مورنۍ ژبه زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره کړي او وروسته پاتې سیمو کې د درسونو د ټیټ کیفیت د لوړوالي په موخه له مرکز څخه ښوونکي ور واستوي.

له بل لوري د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو معین ډاکټر محمد ابراهیم شینواری په تعلیمي برخه کې یادې ستونزې مني او زیاتوي، پوهنې وزارت د ستونزو تر څنګ ډېرې لاسته راوړنې هم لري.

هغه په دې ناسته کې وویل: «د زده کوونکو شمېر له ۸۰۰زرو څخه ۹.۳ میلیونه تنو ته لوړ شوی، د ښوونکو شمېر مو ۲۰۰زرو ته لوړ کړ، تخنیکي او مسلکي پوهنځي مو جوړې کړي او همدارنګه د زده کړو په برخه کې مو د خصوصي مؤسسو ته د فعالت زمینه برابره کړې ده.»

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.