مهترلام- ترينکوټ (پژواک، ۲۲ زمری ۹۶): د لغمان او اروزګان ولايتونو د درېيو دولتي ودانيو جوړېدو چارې پيل شوې چې شاوخوا ٥٠ ميليونه افغانۍ لګښت به پرې راشي.
د لغمان د ښار جوړونې رياست ودانۍ د بنسټ ډبره د زمري په ۲۲مه په مهترلام ښار کې د لغمان د والي او يو شمېر نورو مسوولینو له لوري کېښودل شوه.
د لغمان د ښار جوړونې رييس وفي الله اسحاقزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ښار جوړونې رياست نوې ودانۍ د اړوند وزارت له انکشافي بوديجې رغول کېږي چې د يوه کال په موده کې به يې چارې بشپړې شي.
هغه زياته کړه چې دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې چې دوولس اداري خونې او نور ضروري ملحقات به ولري، جوړېږي او څه کم ١١ ميليونه افغانۍ لګښت به پرې راشي.
په ورته وخت کې د يادې ودانۍ د کار د پيل په مراسمو کې د لغمان والي عبدالجبار نعيمي ټينګار وکړ چې په دغه ولايت کې د ټولو رغنيزو پروژو دقيقه څارنه کوي او له دغه نوي پيلېدونکي کار به هم نظارت وکړي.
بلخوا د څه باندې ۲۰ ميليونه افغانیو په لګښت د لغمان ولايت د پوهنې ریاست اداري ودانۍ د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل چې دا ودانۍ به په څلورو پوړونو کې د څه باندې شل میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شي چې ۴۰ خونې به ولري.
هغه وايي چې د دې درې پوړېزې ودانۍ د جوړولو چارې چې ۱۶ اداري خوني او نور ملحقات لري د يو کال په موده کې به جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د يو بل خبر له مخې، د اروزګان د ورزش او بدني روزنې امریت لپاره د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د ولايت مرستيال عبدالواحد پټان پژواک اژانس ته وويل چې دغه درې پوړيزه ودانۍ د ۲۴،۷ ميليونه افغانیو په لګښت د يوه کال په موده کې جوړېږي.
د هغه په وينا، په دې ودانۍ ١٦ خونې او نور اړين ملحقات شته او لګښت يې د بدني روزنې له انکشافي بوديجې ورکول کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










