کندهار (پژواک، ۳۰ زمری ۹۶): د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې کرنیزې پروژې بشپړې او نن د زمري په ۳۰مه پرانیستل شوې.
په دغو پروژو کې د چرګانو فارمونه، کشمش خونې، د انارو د باغونو لپاره د درملو د کيټونو وېش او د یوه کانال رغونه شامل دي.
د یادو شوو پروژو د پرانیستنې په موخه د کندهار ولایت مقام د مالي او اداري مرستیال عبدالحنان منیب په مشرۍ یوه پلاوي دغې ولسوالۍ ته سفر وکړ چې د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي او نورو سکتوري رییسانو یې ملتیا کوله.
د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي د پروژو د پرانیستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وویل، نن په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې کرنيزې پروژې پرانیستل شوې.
هغه زیاته کړه، د دغو پروژو لګښت د کرنې وزارت او مرستندویه ادارو له خوا ورکړل شوی دی.
د ده په خبره، د پروژو په لړ کې یوه د ارغنداب ولسوالۍ د ۷۵۰ متره په اوږدوالي د یوه کانال د رغولو او استنادي دېوال جوړولو وو چې ویجاړ شوی وو او اوبه یې ضایع کېدلې.
دی وايي، د دغه کانال په جوړولو د لسګونو کلیو له ۱۰ زرو زیات باغونه او ځمکې خړوبېږي چې ۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
دغه راز ده وویل، په دې پروژو کې ۴ د چرګانو د روزنې لوی فارمونه هم شامل دي چې هر فارم د ۵ زره چرګانو د ساتنې او روزنې وړتیا لري.
د ده په خبره، د دې تر څنګ د ارغنداب ولسوالۍ د ۱۳۸ بې وزلو کورنیو سره د اقتصادي مرستې په موخه د هغوی په کورونو کې هم د چرګانو د روزنې واړه فارمونه جوړ شوي دي.
نوموړي د ۱۰ کشمش خونو یادونه هم وکړه چې په نوي سیسټم په دې ولسوالۍ کې جوړ شوي او دغه راز د انارو پر باغ لرونکو بیا د د درملو او وسایلو کيټونه ووېشل شول.
سیدي وايي، د دغو ټولو پروژو له پرانیستنې سره به اوس د ارغنداب ولسوالۍ د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راشي او هغوی به د دې جوګه شي چې په کرنيزو برخو کې په کارونو بوخت شي او خپل اقتصاد ته وده ورکړي.
د ارغنداب ولسوال حاجي شاه محمد احمدي وویل، ارغنداب یوه زراعتي ولسوالۍ ده چې د دغسې پروژو پلي کېدل به په کې د کرنې او مالدارۍ د لا ودې لامل شي.
login or register a new account.