کابل (پژواک،۳۱ زمرى۹۶): د کليو پراختيا وزارت وايي چې د ٣٧١ميليون افغانيو په لګښت په ١٧ولايتونو کې د اوبو لګونې ١٣٠ پروژې پلې کيږي .
د دغو پروژو تړون نن د زمري په ٣١مه د کليو پراختيا د وزير نصير احمد دراني او کليوالي انکشافي شوراګانو ترمنځ په کابل کې لاسليک شو .
نصيراحمد دراني وويل، دغه پروژې چې د اوبو لګونې اړوند دي په هغو کې د کانالونو، سربندونو، استنادي ديوالونو او پولونو جوړېدل شامل دي چې بشپړېدل به يې د خلکو پر ژوند مثبت اغېز وکړي .
ده وويل چې دغه پروژې په فاریاب، سمنګان، بغلان، غور، کاپيسا، کابل، لغمان، کونړ، ننګرهار، پروان، پنجشیر، غزني، سرپل، جوزجان، بدخشان، میدان وردګو او کندوز کې د ۳۷۱ میلیون او ۵۳۹ هزار افغانيو په لګښت پلې کيږي .
وزير زياته کړه چې د دغو پروژو له پيل سره ٢٠٧زره او ٥٤٩ ورځې کاري زمينه برابريږي چې د بې روزګارۍ په کمولو کې مهم رول لري او له دې پروژو به د ٧٣٦ او ٦١١کليو خلک ګټه پورته کړي .
دراني وويل چې د دغو پروژو ٩٠سلنه لګښت د اسيايي پرمختيايي بانک او پاتې يې د کليوالي شوراګانې ورکوي .
ده له کليوالي شوراګانو څخه وغوښتل چې د دغو پروژو کيفيت ته جدي پام وکړي .
د چهاراسياب ولسوالۍ د قلعه احمدخان د انکشافي شورا رييس عبدالجبار وويل چې د دوى کلي ته په دې پروژو کې استنادي ديوال په پام کې نيول شوى چې جوړېدل يې اړين دي .
ده وويل چې ددې استنادي ديوال په جوړېدو سره به سل جريبه ځمکه د سېلاب له زيانه خوندي شي .
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










