منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لغمان کې د ۷۸ ميليونه افغانيو په لګښت اته بېلابېلې پروژې پرانيستل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۳ کتنې

مهترلام (پژواک، ٢ وږى ٩٦): په لغمان ولايت کې د کرنې سکتور په برخه کې  د څه باندې ٧٧ميليونو افغانيو په لګښت د يو شمېر پروژو چارې پيل او ځينې نورې د ګټې اخيستنې وړ وګرځېدې .

د دغو پروژو د پیل په مراسمو کې چې د وږي په ۲مه نیول شوي، د کرنې وزیر اسدالله ضمیر او د لغمان والي عبدالجبار نعیمي هم ګډون درلود.

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت په قرغیو ولسوالۍ کې د اوبو لګولو شبکو، د زراعتي مدیریت د ودانۍ او دغه راز د ګردي کڅ فارم د احاطې جوړولو په ګډون د پنځو پروژو کارونه پیل شول.

هغه زیاته کړه چې پر یادو پروژو څه باندې ۲۹ میلیونه لګښت راځي چې د کرنې وزارت او نړیوال پراختیايي بانک له خوا ورکول کېږي.

دغه راز نن د لغمان والي او د کرنې وزير د لغمان ولایت په بېلابېلو سیمو کې (۴۸۵۳۷۱۶) د څه باندې اته څلوښت ميلیونه افغانيو په لګښت د (۷۵۰۰۰) غوښو چرګوړو د تولید ۱۵ فارمونه او د اوبو اته زېرمې  ګټې احيستنې ته وسپارلې او څلور تراکتورونه يې پر بزګرانو ووېشل.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د دغو پروژو د کارونو د پیل په اړه د لغمان خلکو ته مبارکي ورکړه او د دغو پروژو د کارونو پیل یې د کرنیزې ودې پر لور یو غوره ګام یاد کړ.

د لغمان والي خلکو ته زیری ورکړ چې ډېر ژر به د بنسټیزو پروژو کارونه پیل کړي او له خلکو یې وغوښتل چې د هرې سیمې د امنیت په ټينګښت کې له خپل دولت سره همکاري وکړي څو دلته هره ورځ د پرمختګ یو نوی فصل پرانیستل شي.

د يادونې ده، تر دې مخکې د ياد ولايت چارواکو ويلي وو چې اوس د يو ميليارد او درې سوه ميليونه افغانيو په لګښت پروژې تر کار لاندې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه