منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۸ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لغمان کې د مهترلام- پادپښ سړک پخولو چارې پیل شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۵ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۸ وږی ۹۶): د لغمان له مرکز مهترلام څخه بادپښ ولسوالۍ ته د سړک پخولو چارې پيل شوې.

دغه سړک پر دوو برخو وېشل شوی چې د لومړۍ برخې کار يې د وږي په ۸مه د فوايد عامې د وزير له لورې پرانيستل شو او د دويمې برخې لپاره يې د قرارداد پروسه په ملي تدارکاتو کمېسيون کې تر غور لاندې ده.

د فوايد عامې سرپرست وزير يما ياري چې نن يې لغمان ولايت ته سفر کړی و، د مهترلام ښار او بادپښ ولسوالۍ تر منځ غځېدلي سړک د پخولو چارې پیل کړې.

هغه وويل چې له مهترلام ښار څخه بادپښ ولسوالۍ ته تللی سړک پر دوو برخو وېشل شوی چې د يوې برخې کار يې پيل شو او بل به يې هم په نږدې راتلونکي کې پيل شي.

د وزير د معلوماتو له مخې، د سړک لومړۍ برخه ۲۰،۶ کيلومتره ده چې د ۳۲۰ ميليونه افغانيو په لګښت به ورغول شي او چارې به يې د H.O شرکت له لوري په ۱۴ مياشتو کې بشپړې شي.

نوموړي د دغه سړک د دويمې برخې په تړاو وويل: ((د دغه سړک دويمه برخه ۲۴ کيلومتره ده چې د هغه د قرارداد پروسه په تدارکاتو کمېسيون کې تر غور لاندې ده او انشاءالله ډېر ژر به يې موږ د افتتاح شاهد يو.))

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي وويل چې د ياد سړک د چارو د کيفيت پوره څارنه به کوي.

ده پر خلکو هم غږ وکړ چې په خپلو ساحو کې دې د ياد سړک له چارو نظارت وکړي.

هغه د سړک د رغوونکي شرکت پر مسولينو هم ټينګار وکړ، چې د سړک جوړولو په چارو کې له پوره دقته کار واخلي او هغه شان سړک ورغوي چې په قرارداد کې ذکر شوی دی.

د ياد شرکت مسوول انجنير حسين وويل چې سړک به د قرارداد له ذکر شوو مواردو سره سم رغوي او زياته يې کړه په دې برخه کې د کيفيت احسان ځکه پر چا نه کوو چې په همدې شکل يې قرارداد کړی دی.

د بادپښ ولسوالۍ اوسېدونکي خوښ دي چې سيمې ته يې تللې لاره قير کېږي خو غوښتنه کوي چې د سړک جوړېدو چارې د قرارداد له نېټې سره يو شان سرته ورسېږي.

د سيمې يو قومي مشر ملک اول ګل خوښي وښوده چې حکومت يې ستونزې واورېدې او د دوی سيمې ته غځېدلې لارې قير کول يې پيل کړل.

نوموړي وويل، اوس ورته د تګ راتګ پر مهال ډېرې ستونزې دي او حتی کله نا کله خو ځيني ناروغان روغتون ته په لاره ساه ورکړي.

د يادولو ده، په دې وروستيو کې په لغمان کې د رغنيزو پروژو د پرانيستل کېدو خبرونه ډېر ورکول کېږي چې په تېرو څو ورځو کې دا دويم وزير دی چې دغه ولايت ته د رغنيزو چارو د پرانيستې په موخه سفر کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه